To start downloading books

Please sign in or create an account.

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

پر خلکو ګرانښت او ټولنیز محبوبیت د ډېريو انسانانو هیله وي؛ خو کم خلک پر دې راز پوهېږي چې څنګه پر خلکو ګران شي. موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې ځینې مهمې لارښوونې درته ولرو. ترڅو پر خلکو ګران شئ.  

• مُسک اوسئ!

تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک له دې کبله د خلکو بدې شي، چې په هر ډول حالاتو کې یې ټنډه تروه وي؛ نو تاسو له دې عادت څخه ځان وساتئ او برعکس د مُسک اوسېدلو هنر زده کړئ. مُسکا د ګرانښت تر ټولو مهمه او وړیا لاره ده. خو مه هېروئ، چې هر ځای د مسکا هم نه وي. له خلکو سره د مخ کېدو پر مهال، د خدای په امانۍ پر مهال او د مجلس پر مهال ورین تمندی درلودل ستاسو محبوبیت ډېروي.  

• خلکو ته په احترام قایل شئ!

که له خلکو د ګرانښت او درنښت تمه لرئ؛ نو لومړی باید همدا عادت تاسو خپل کړئ. مهمه نه ده، چې ډېری تشريفاتي حرکات وکړئ. مثلا کله چې روغبړ کوئ، په مینه یې وکړئ، که څوک معرفي کوئ په ښکلو الفاظو یې معرفي کړئ، همدارنګه هغه القاب ورته وکاروئ، چې پوهېږئ مقابل لوری پرې خوشحالېږي. همدا چارې کافي دي، چې ستاسو ټولنیز محبوبيت تضمین کړي.  

• با درکه اوسئ!

مثلا که یو څوک له ژونده شکایت کوي، بابیزه یې مه ګڼئ. دقیق ورته غوږ شئ او ځان پوه کړئ، چې مقابل لوری ولې ځورېږي. شاید تاسو هېڅ ډول مرسته و نه شئ کړای؛ مګر کولای شئ ډاډ ورکړئ. یا حد اقل همدا چې د نوموړي خبرو ته په غور غوږ وئ د هغه په زړه کې ستاسو ځای پیدا کوي. با درکه اوسئ، ترڅو ګرانښت ترلاسه کړئ.  

• نزاکتونو ته پام وکړئ!

په ټولنه کې د ګرانښت او محبوبیت پیدا کولو لپاره اجتماعي نزاکتونو ته پام کول تر هر څه مهم بلل کېږي. د یوه فعال او پوه انسان په توګه باید د ټولنې حساسې نقطې وپېژنئ. پر دې هم باید پوه شئ چې ستاسو شاوخوا خلک له څه ډول حرکاتو سره حساسيت لري. مثلاً په افغاني ټولنو کې د کورنو مخې ته درېدل، په لوړ غږ موسیقي غږول، بې احتیاطه موټر چلول، نامناسب ويښتان او کالي جوړول، هغه څه دي چې خلک ترې بد وړي؛ نو له دې ډول کارونو ځان وساتئ ترڅو محبوب شئ او د خلکو له پامه بدې نه شئ.  

• ارزښت ورکړئ!

کله چې تاسو کوم کس ته ارزښت ورکوئ، حتمي ده چې مقابل لوری هم ستاسو پور ادا کړي. مثلا یو څوک ناروغ دی، پوښتنه یې وکړئ. یا یو کس اړمن دی، تر خپله وسه همکاري وکړئ. د خلکو نومونه او تخلصونه زړه کړئ، دا هغه څه دي، چې مقابل لوری فکر کوي تاسو ته ارزښت لري او د همدې کار له برکته تاسو د هغه په زړه کې ځای پیدا کوئ؛ نو ارزښت ورکړئ ترڅو خپله هم ارزښتمن شئ. 

Related Articles

د مینې میاشت

د مینې میاشت عمران اختر البته، د هرې بلې موضوع په پرتله د مینې په اړه ډیر څه لیکل شوي، د مینې په اړه د شعرونو نه ختمیدونکي بهیر، ډرامې او فلمونه او کتابونه شتون لري چې په هره برخه کې د مینې جلا جلا مفاهیم روښانه شوی دي. په اصل کې مینه صبر ده، مینه مهرباني ده. مینه حسد نه دي، چاپلوسي نه ده، غرور نه دي، د نورو بې عزتي نه ده، ځان غوښتنه نه ده، غوسه...

!د عاشقۍ جالبه کیسه

د عاشقۍ جالبه کیسه! یو هلک په یوې دیندارې نجلۍ ميين و، څه موده پس نجلۍ بل چا سره واده وکړ، هلک د غمونو په سمندر کې ډوب شو، د ژوند شيبي ډيرې ترخې شوې، بالاخره په ډير همت نجلۍ ته یې يو ليک واستوو، ګرانې! ډيره هڅه مي وکړه، چې واده درسره وکړم، خو د قسمت کرښو ناکام کړم، په خپل ژوند پورې تنګ شوی يم نور نه غواړم چې له تا پرته ژوندی پاتې شم، خو يوه هيله م...

په هیواد کې د ډبرو سکرو په مرسته د بريښنا تولیدول – یوازینۍ لار ده او که نور ګټور بدیلونه هم شنه؟

د الله ج شکر ده چې  په هیواد کې د برښنا د تولید لپاره د طبعي منابعو پریمانه امکانات شته، لکه باد، اوبه (رواني اوبه/سندونه)، ذخیره شوي اوبه (د اوبو بندونه)، او تر ټول مهم لمر (شمسي انرژی او د شمسی انرژی پلاټونه). په دغو طبعي منابعو برسیره د طبعي ګاز او د ډبروسکرو پریمانه ذخایر هم لرو چي کیدای شي د برښنا د تولید لپاره و کارول شي. د هر ډول اقتصادي پرو...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...