دڅوژبې د زده کړې ګټې
1,004
اسمعیل معصوم
2022-07-24 21:38:42
لیکوال: اسمعیل معصوم
دنورو ژبو دزده کړې ګټې
په نني دور کې د نورو مسلکونو دزده کړې ترڅنګ د یوې دویمې یادیوې بلې ژبې زده کول دپخوا په نسبت ډیر شوي دي. داچې ولې خلک یوه دویمه یا
دخپلې ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي غواړم په دغه لیکنه کې يې په اړه مستند ځوابونه در سره شریک کړم. باید یادونه وکړم چې دیوې دویمې یا د بلې ژبې دزده کولو لپاره کالونه کالونه وخت، امکانات ، زحمتونه او مصارف اړین او بنیادي دي. په نني عصر کې که تاسې وګورئ د لویو ښارونو او ګڼ میشتو سیمو ترڅنګ په لرې پرتو سیمو کې هم خلک دخپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي. غواړم پر دغه موضوع لږ تم شم. فرض کړئ زموږ مورنۍ ژبه پښتو ده اوس دیوپښتون په صفت که دری یا فارسی ژبې ته چې دافغانستان یوه رسمي ژبه ده نظر واچو نودری زموږ دویمه ژبه ده. دویمه ژبه هغه ژبې ته وايي چې په یو هیواد کې دیوې رسمي ژبې په توګه کارول کیږي داچې دری ژبه زموږ په ملک کې یوه رسمي ژبه ده نو دری زموږ لپاره یوه دویمه ژبه ګڼل کیږي. د دری سره په تفاوت ، که چیرې د انګلیسي، جرمني، عربي او یا داسې نورو ژبو په اړه فکر وکړو دغه ژبې زموږ دهیواد رسمي ژبې نه دي او نه خلک ورباندې خبرې کوي. نو داسې ژبو ته خارجي ژبې یا په انګلیسي کې ورته foreign language ویل کیږي. موږ دواړه ډوله ژبې (خارجي ژبې او دویمې ژبې) دیوې دویمې ژبې په صفت قبلوو. دا چې اوس یوه څه د خارجي او دویمې ژبې پرتوپیر پوه شوغواړم دیوې دویمې ژبې دزده کړې ګټې درسره شریکې کړم:
1. پرڅوژبوخبرې کوونکی: دیوې دویمې ژبې په زده کړې سره موږدپرڅوژبوخبرې کوونکو په ډله کې حسابیږو. دیوې یا ډيرو دویموژبو په زده کړې سره موږ د هغو خلکو پر نسبت چې هغوی یوازې په یوه ژبه(مورنۍ ژبه)خبرې کوي ډيري کاري فرصتونه لرو. په نني عصرکې په ټوله نړۍ کې حصوصاً په پرمختلواوګڼ میشتو سیمو کې دهرې دندې په اعلان سره دنورو وړتیاوړ ترڅنګ دپرڅو ژبو دخبرې کولو وړتیاوې هم اړینې او ضروري دي. تاسې به د یوې دندې په غوښتنې کې لوستي وي چې دنورو وړتیاوو ترڅنګ پرڅو ژبو دخبرې کولو وړتیاوې هم اړینې او ضروري وي. د نړۍ په پرمختللو هیوادونوکې دبیلابیلو ژبوخلک شتون لري چې ددوی له جملې ډیر کم دنوموړي هیواد په رسمي یامحلي ژبوپوهیږي. د یوې ادارې مشر داسې کسان پردندې ګماري چې هغوی د پيرودونکو یا مرجعینوپه ژبوباندې یاحداقل پرنورو داسې ژبوباندې پوهیږي چې له مرجعینوسره ورباندې افهام اوتفهیم کولای شي. غواړم دموضوع دښې روښانتیالپاره یومثال درکړم: تاسې غواړئ په دوبۍ کې یولوی مارکيټ پرانیزۍ . د نوموړي مارکيټ لپاره تاسوکارکوونکو ته اړتیالرئ. کله چیرې تاسې په خپل مارکيت کې داسې کسان پردندو وګمارئ چې هغوی یوازې پر پښتوپوهیږي نو ستاسودپيرودونکو اومشتریانوترمنځ پوهاوی یاافهام اوتفهیم له حده ډیرستونزمن کیږي چې دمشتریانوګراف موبیخي راټیټوي. دکاري فرصتونو ترڅنګ، هغه خلک چې هغوی پرڅو ژبو خبرې کوي هغوی له ښې اوغوره ذهني پراختیاڅخه برخمن دي. دوی په مختلفوژبوکې مطالعه کوي ، دمختلفو ژبو د لیکوالانو له لیکنې استفاده کوي. دخپلې ژبې ترڅنګ دنورو ژبو په مطالعې سره دوی له ډیرو سرچینوڅخه برخمن وي. د یادو شویو ښیګڼو ترڅنګ، دپرڅو ژبو خبرې کوونکو یوه بله ښیګڼه داده چې دوی د بلې ژبې په زده کړې سره خپله ژبه هم زده کوي. دژبو اکثره وړتیاوې سره ورته دي. که تاسې په انګلیسي ژبه دیوې ښې اوغوره لیکنې ستراتیژۍ زده کړئ تاسې په خپله ژبه پښتوکې ترې هم استفاده کولای شئ چې کیدای شي په پښتوکې موپخوازده نه وي. یا که تاسې په یوه ژبه کې د نوم، ضمیر، فعل اوداسې نوروتعریفونه اومثالونه زده کړئ داتقریباًپه ټولو ژبوکې ورته دي.
2. وصل: ژبه دافهام اوتفهیم یا دپوهاوي وسیله ده. هغه خلک چې موږ په کور کلي کې ورسره اشنايي لرو دنورو ګډو ځانګړتیاووڅخه یې یوه ځانګړتیا ژبه ده. که موږ په یوه ژبه خبرې نه شو کولای سخته به وي چې له یو بل سره اړیکې ولرو. دیوې دویمې ژبې په زده کړې سره کولای شو دنوموړې ژبې له ویوونکو سره دملګرتیا اوخپلوۍ اړیکوته پراختیا ورکړو. فرض کړئ تاسې په کاناډاکې په یوټولګي زده کړې کوئ چې په دغه ټولګي کې یوازې یوکاناډايي زده کوونکی په پښتوپوهیږي. پښتوژبه ستا او ددغه زده کوونکي ترمنځ مختلفواړیکوته پراختیاورکولای شي. تاسوکولای شئ دپښتوژبې په مرسته له یوبل سره افهام اوتفهیم وکړئ، د یو بل له کلتور، عنعناتو، رواجونولاسته راوړنوڅخه معلومات ترلاسه کړئ.
3. لواړ معاش: هغه خلک چې هغوی پرڅو ژبوخبرې کولای شي دوی د نورو په نسبت چې یوازې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي لوړ معاش اخلي. دیوې ادارې مشر یاریئس پردندې داسې کسان مقرروي چې دوی پرڅوژبوخبرې کولای شي. دغه ډول کسان دنورو په نسبت باندې ډيرمشتریان یامرجعین جذب کولای شي.
4. ذهني وده: دیوې ژبې زده کول د نورو ښیګڼو ترڅنګ دذهني ودې لپاره هم ګټور دی. هغه خلک چې دوی پرڅوژبوپوهیږي هغوی ښه فکري تمرکز، دلغاتونوغوره زیربنا، قوي حافظه، غوره غوږنیونه اوداسې نورې ښیګڼې لري. دوی د هرڅه لپاره ځانګړي کلمات اودهرې وینالپاره ځانګړی ساحتمان لري. د ډیرې مطالعې په نتیجه کې ذهن فعال او کرنده کیږي. هغه خلک چې هغوی ډيرمصروفیت لري دوی تیز ذهن لري. دغه وړتیاوې داطرافي خلکو په توپيرپه هغو خلکوکې لیدل کیږي چې دوی په ښار کې اوسیږي. په ښارکې عموما دکلیو او بنډو په نسبت دبیلابیلو ژبوویوونکي وي.
5. د نړۍ ننداره: په نړۍ کې دسیاحت اوچکر لپاره یوازینۍ اړتیا فاسپورټ او پیسې نه دي. دهیوادونو له کلتور، رسم او رواج، خوراکونواوڅښاکونو ، دچکر اوسیل دځایونوپه اړه کره اوسم معلومات لرل هم اړین دي. دا ټول هغه وخت شوني دي چې تاسې د هم هغه هیواد له ژبې سره بلدتیاولرې. که په هم هغه ملک کې وې باید دهغو خلکویا دبلې نړیوالې ژبې سره دومره بلدتیاحتماً ولرې ترڅو له یوځای څخه بل ځای ته سفر وکړای شې، دخپلې خوښې خوراک وغوښتلی شې، ښایسته پارکونو او ریسټورانټونو ته لاړشې. یو کلیوال مو خبره کوله چې یو کس کوم بهرني ملک ته تللی وو. داچې دهغه هیواد ژبه یې زده نه وه نو هوټل کې ورڅخه حدمتګار دخوراک په اړه پوښتنه کړې وه. داچې ده ددوی ژبه نه وه زده حدمتګار ورته دمختلفو خوراکونو نومونه اخیستي وو، ده ورته دیوخوراک په نوم اخیستو سره سر خوځولی وو. کله يې چې ورته خوراک مخکې ایښی و دخنځیرغوښه یې ورته راوړې وه.
6. دمعلوماتوداصلي ماحذپيداکول: بعضې وخت دیوې څیړنې پرمهال موږ اړیو تر له نورو ژبوڅخه ګټه واخلو. نن سباپه هره ژبه کې دهرې موضوع په اړه ډیرې لیکنې شوي دي. که موږ له ژبو سره بلدتیاولرو کولای شودهرډول معلوماتو یوې غني او بسیاسرچینې ته لاس رسی ولرو. نن سبا په انګلیسی اوعربي ژبه چې موږ ورسره ترډیره بلدتیالروډیرمعلومات شتون لري. داسې موضوعات کیدای شي ډیرکم پيداشي چې دهغې په اړه په انګلیسي اوعربي ژبه لیکنې نه وي شوي.
7. له نورو کلتورونوسره سره بلدتیا: نه یوازې دیوهیواد بلکې دهرې ټولنې په اړه هراړخیز کلتوري، عنعنوي، اقتصادي ... معلومات یوازې په یوڅوکلیکونو سره په انټرنیټ کې پيداکولی اولوستلی شو. داهغه وخت امکان لري چې له نورو ژبو سره بلد وو. که له انګلیسي اوداسې نورو نړیوالو ژبو سره اشنايي لرئ نوستاسوپروړاندې دمعلومات هیڅ کمی نشته.
اسمعیل معصوم – خپل کاري دفتر خوست ښار
۲۰۲۲/۰۷/۲۴
یادونه:دا لیکنه روهي او پوهاوي میډیا هم خپره کړې وه.