To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ځانوژنې ارواپوهنه

د ځانوژنې ارواپوهنه

لیکوال - ډاکټر رامین علوی نژاد

ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی 

ځانوژنه

پر دې پوهېدل خورا سخت کار دی، چې ولې یو ملګری، د کورنۍ غړی او یا کوم بل مشهور کس ځانوژنه کوي. آن ښايي د خطر هېڅ کومه روښانه نښه/علامه هم نه وي، چې درک یې کړو. 

په اکثریتو پېښو کې ګڼ شمېر لاملونه یو ځای شوې وي تر څو انسان ځانوژنې ته وهڅېږي‌. د ځانوژنې په ارواپوهنه کې دا موضوع په ژوره توګه څېړل شوې ده. 

هغه دلایل چې له امله يې انسان ځانوژنه کوي ډېر مختلف او پېچلي دي. ډېری ځانوژنې د هغو شدیدو عاطفي یا جسمي دردونو له کبله وي، چې انسان ته يې زغم سخت او یا نا ممکن ښکاري. 

 

د ځانوژنې ارواپوهنه

کېدای شي د ځانوژنې په اړه فکر کول سخت وي، ځکه خو په دې اړه بېخي کمې خبرې کېږي. اکثریت خلک له دې موضوع تښتي او دا یو ډېر وېروونکی یا ناممکن کار بولي. واقعا هم د ځانوژنې درک کول سخت کار دی. ځکه چې تل/اکثراً نامعلومه وي، چې ولې یو انسان دا ټاکنه کړې ده؛ خو په ټوله کې دا یوه داسې پرېکړه هم نه وي، چې پرته له فکر او دلایلو شوې وي.

له بده مرغه هغوی چې په دې اړه فکر کوي ښايي دا تر ټولو منطقي حللاره وګڼي. 

د ارواپوهانو په آند د ځانوژنې مخه نیول کېدای شي؛ خو د مخنيوي لپاره يې باید وغږېږئ او په دې اړه د خبرو کولو طرز ډېر مهم دی.‌

 

هره ځانوژنه یوه تراژیدي ده

دا چاره (ځانوژنه) اکثراً د ناهيلۍ له ژور احساس څخه سرچینه اخلي. د ستونزو او ننګوونکو شرایطو لپاره - چې اصلا لنډمهالي وي - د مناسبو حللارو نه موندل ددې سبب کېږي، چې خلک ځانوژنې ته د یوازینۍ حللارې په نظر وګوري.

همدارنګه ژور خفګان ((Depression)) د ځانوژنې له کليدي او خطرناکو عواملو څخه بلل کېږي. ځینې نور لاملونه لکه پټ دردونه، په کورنۍ کې د ځانوژنې سابقه او رواني اختلالات هم د ځانوژنې سبب کېږي. له خپلو احساساتي پرېکړو پښېماني په ځوانانو کې د ځانوژنې اساسي لامل بلل کېږي. که یو څوک ددې دلایلو له‌ کبله په خطر کې وي، ډېر امکان شته چې ځانوژنه وکړي. 

ددې ترڅنګ دا ډله خلک هم د ځانوژنې په اړه فکر کوي، چی ځان پر نورو پېټی بولي، د ژوند کولو لپاره دلیل و نه لري، زړه تنګون احساسوي او یا هم د داسې درد/غم په اړه غږېږي چې فکر کوي د زغم وړ نه دی.

د ارواپوهنې له نظره د ځانوژنې پېښې اکثراً د ۴۵ - ۵۴ کلنو خلکو ترمنځ ډېر لیدل کېږي. همدارنګه د نارینه وو په نسبت ښځې د ځانوژنې ډېره هڅه کوي. خو په دې هڅه کې د ښځو په نسبت سړي ډېر بريالي کېږي چې ځانوژنه وکړي.

ځینې نور لاملونه چې د ځانوژنې سبب کېږي: 

- اقتصادي بحران

- د ماشومتوب د وخت ترخې تجربې، لکه ناوړه ګټه اخیستل، رټل او رواني/فزيکي ضربه لیدل

- له هغه کس څخه بیلتون چې مینه ورسره لري

- د زوی او یا د ښه ملګري له لاسه ورکول

- د شرم او ماتې همیشنی احساس 

- د يوې جدي یا لا علاجه ناروغۍ لرل

- حقوقي ستونزې، مثلاً په یوه جرم مرتکب کېدل

- تبعیض، نژاد پالنه، یا هغه ننګونې چې کډوال او یا هم اقليتونه ورسره مخ دي  

- د داسې جنسي هویت لرل چې کورنۍ او ملګري يې ملاتړ نه کوي

 

څنګه پوه شو چې یو کس د ځانوژنې په اړه فکر کوي؟ 

تل نه شو معلومولای چې آیا دا کس د ځانوژنې په اړه فکر کوي که نه‌؛ ارواپوهان پر دې موافق دي، او وايي ځینې علایم ددې ښودنه کوي، چې پوه شو انسان د ځانوژنې په اړه فکر کوي؛ خو په ټولو خلکو کې دا علایم نه شو لیدلای. که یو څوک لاندې علایم ولري، و يې هڅوئ چې یوه تکړه ارواپوه سره کښېني.

- د مرګ یا تاوتریخوالي په اړه غږېدل 

- د مرګ په اړه غږېدل او یا هم له مرګ سره د لېوالتیا ښودل

- هغو وسلو او وسایلو ته لاسرسی چې د ځانوژنی لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي

- په خوی او کړنو کې ناڅاپي بدلونونه

- له ملګرو، کورنۍ او ټولنې ګوښه کېدل

- له حده ډېر او یا بېخي کم خوب 

- همېشنی سکوت؛ په ځانګړې توګه د جدي/مهمو پېښو پر مهال

 

آیا کولای شو یو څوک له ځانوژنې وګرځوو!؟

که څه هم تاسو نه شئ کولای د یو چا فکر او اعمال کنټرول کرئ؛ خو ستاسو خبرې او کړنې تر هغه ډېر پیاوړي دي چې تصور يې کوئ. که یو څوک پېژنئ چې د ځانوژنې هڅه کوي، خپل نهايي کوښښ وکړئ چې له دې کار څخه يې منع کړئ. 

 

ځینې مهمې لارښوونې

• د ځانوژنې علایم جدي وګڼئ‌!

• که یو څوک له ځانوژنې راګرځوئ، له باوري ملګرو هم مرسته وغواړئ.

• قضاوت مه کوئ؛ مراقبت وکړئ!

• که پوهېږئ مفیده لارښوونه/مرسته نه شئ کولای هغوی پخپل حال پرېږدئ. هسې نه د ګټې پر ځای تاوان ورسوئ. 

• که کولای شئ له داسې اشخاصو څخه هغه توکي لرې وساتئ چې ترې ګټه اخیستلا‌ی شي. لکه: وسلې، دواګانې او ...

Related Articles

د عطرو په څېر شئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی عطرو ته یې وویل: "ته یو عیب لرې. له هر چا سره چې کېنې خپل ښه بوی ورته ورکوې." ځواب یې ورکړ: "زه دې ته نه ګورم، چې له چا سره یم؛ بلکې دې ته ګورم چې زه څوک یم."  درسونه • ومنئ، چې تاسو یوازې د خپلو کړنو مسول یئ. دلته او په بله دنیا کې له تاسو څخه فقط او فقط د خپلو کړنو پوښتنه کېږي. • دې ته مه ګورئ چې مقابل لوری بېرته له تاس...

د قربانۍ اړوند مسايل

اړینه ده، چې د قربانۍ څاروی: اوښ د ۵، غویی/ غوامېښه د ۲کالو، مږ/ مېږه د ۱ کال، وزه/ ووزګوړی هم د ۱ کال باید وي. وری یا ورۍ که له یو کلن (پشرلي) موږه / مېږې سره په تنه کې برابرو، بیا که د شپږو ۶ میاشتو وي هم پرې قرباني رواده.   یادونه: په څارویو کې عمر ته اعتبار ده، د غاښونو را وتلو ته د پام وړ اعتبار نشته، البته، چې نن - سبا د دوکې او چل کچه لوړه...

د اندېښنو ونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکايت دی، چې کله ترکاڼ (نجار) ماښام کورته راستون شو، نو یو مېلمه هم ورسره راغی. کله چې کور ته ننوتل، نجار د انګړ (حوېلۍ) په منځ کې د ونې ترڅنګ څو دقیقې ودرېد او بیا له مېلمه سره د مېلمنو کوټې (حجرې) ته ننوت. مېلمه ته ددې کار په اړه اندېښنه پیدا شوه او له کوربه یې د علت پوښتنه وکړه. هغه ځواب ورکړ: "دا زما د اندېښنو ونه ده. کله...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...