د وزير فتح خان ژوند او مبارزه
سريزه
د کندهار د شير سرخ په جرگه کې د وزير فتح خان نيکه جمال خان د محمد زيو د قوم د سردار په توگه وټاکل شو ، چې د احمدشاه بابه په واکمنۍ کې يې د مشاور حيثت در لود . د هغه له مړيني وروسته سردار پانيده محمد خان د تيمورشاه د واکمنۍ په ټينگښت او شاه زمان واک ته رسيدو کې فعاله ونډه واخسته ، د شاه زمان له خوا د سردار پاينده محمد خان د وژنۍ له امله د هغه زامنو او په ځانګړي ډول وزير فتح خان د هغه واکمنۍ سقوط ، شاه محمود يې دوه ځله واک ته ورساوه ، خو د شاه محمود او کامران له خو د وزير فتح خان ړنديدل او وژنې په پايله کې د شاه محمود او سدوزيانو د واکمنۍ سقوط وکړ . او د ابومسلم خراسانى پښه بيا يو ځل تکرار شو .
موخه :
د وزير فتح خان د ژوند او مبازي په اړه د استادانو او محصلينو سره دمعلوماتو شريکول .
د سدوزيانو د واکمنۍ پرسياسې وضعيت باندې د وزير فتح خان د وړانديدو او وژنې اغيز .
زوکړه :
وزير فتح خان په ١١٩٢ هـ ق کال زيږيدلي دي ، نسبي شجره يې ٢١ زامن و .
له شاه زمان سره د وزير فتح خان دمخالفت عوامل :
د سردار پانيده محمد خان او محمد عظيم خان الکوزي ، محمد رحيم خان عليزاى او يو شمير نور سردارانو لکه سلام خان ضبط بيگى ، حکمت خان مرکابى ، سلطان احمد خان سوارزي ، ميرارسلان خان صوان شير ، او نور سره که څه هم سردار پاينده محمد خان د پاچا له ارادي څخه خبر شو او د ده زامنو لکه فتح خان او نور ده ته مشوره ور کوله چې خپل اصلي وطن گرشک ته ولاړشي خو هغه د خپلي زوړتيا له امله ونه منله او تښتيدلي شرم وگڼل . ( ١: مخ ٣٢ _ او ٣٣ )
د وژني سره سم وزير فتح خان له خپلو ورونو او يو شمير خانان لکه عبدالسلام خان ، عبدالواحد خان ، امين الملک ، محمد رحيم خان سره يو ځاى گرشک او نار على ته چې هلته د وزير فتح خان مورنۍ کلا وه ، د کندهار ٧٣١ ميله واټن کې پرته و ،د اته ساعتو په موده کې ورسيدل ، د محمدزيو مشران يې دشاه زمان له دې کار څخه خبر کړل ، او د خپل قوم کرکه يې دشاه زمان پر ضد را وپاروله شازمان د وزير فتح خان او دهغه د ورونو د نيولو له پاره عسکر وليږل خود يو تن په نيولو هم بريالي نشول ، محمدزيو مشرانو د سردار پاينده محمد زمان مشر زوي وزير فتح خان دخپل مشر په توگه ټاکه . ( ١٠: ٦٦ )
د شاه محمود او وزير فتح خان يو ځاى کيدل :
وزير فتح خان پريکړه وکړه چې د شاه زمان د ورور شاه محمود سره يو ځاى شي خو کله چې نوموړي په ايران کې له شاه محمود سره يو ځاى شو ، هغه يې وهڅاو چې له شاه زمان څخه پاچاهي ونيسي ، وروسته دواړو په قران باندې سوګند يا د کړ چې يو له بل سره به همکاري کوي او هيڅ ډول خيانت به نه کوي ، وروسته له پنځوسو ( ٥٠) سورو سره سبيتان ته راغي د هغه ځاى حاکم بهرام خان دوي ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او د ښي دوستي له پاره يې دشاه محمود زوي کامران ته يې لور وړ کړه ، دوي ته يې دمرستي وعده هم ور کړه ، پسي او وسيلي يې ور کړي . شاه محمود په ١٧٧٩ ز او ١٧٩٩ ز کلنو په هرات حمله وکړه خوماتي يې وخوړله .
کندهار په نيولو کې دوزير فتح خان ونډه :
وزير فتح خان خپل دوه وروڼه له ١٨ سورو سره له سيستان څخه فراه ته وليږل تر څو ځاى د مشرانو ملاؤ خپل کړي ، فتح خان محمود او کامران هم فراه ته راغلل ، تر څو خلک د ځان ملگري کړي چې د فراه خلکو د دوي ملاتړ وکړ دوي د کندهار ښار کلا بند کړ د کندهار والي مهر على خان اسماقزي چې شايبندخان د باندې مشور د ه ٤٠٠٠ څلورزرو عسکرو د ښار دفاع ته چمتو شو خو وزير فتح خان د هغه عسکر د هغه پر ضد را وپارول ، مهر على خان د ښار څخه وتښتيد د ( ٤٣ ) ورځو کلابندي څخه وروسته يې دکندهار ښار ونيو .
وزير فتح خان په لومړي سړي چې د څرمنيز رسي پواسطه د ښار په ديوال وخوت او شاهي نغاره يې په خپل بوټ وډنگوله په لوړ غږ يې وويل : اوس د محمود دور دي ، له دې وينا سره د ښار دروازي په خلاصي شوي او محمود له خپل لښکر ښارته ننوت او د ښار پوځ شاه محمود ته تسليم شو . ( ١ : مخ : ٢٤٠- )
شاه زمان په سند کې و چې د کندهار له نيولو خبر شو ، او دکندهار د نيولو وروسته وزير فتح خان ته دشاه دوست او قاضي محمد سعيد ته د ( خان علوم پوهان سره مکاون ) لقب ور کړ .
الفستون هم دا تائيدول چې وزير فتح خان يوازې ښار ته ننوت د عبدالله په نوم ور سره مرسته وکړه ، د ښار دروازي يې خلاصي کړي او مهر على خان په بله دروازه وتښتيده . (٢ مخ : ٢٩٤ )
کابل نيول :
دکندهار له نيولو وروسته ، شاه محمود د پوځ د پيسو او نور اړتياو د پوره کولو دنده وزير فتح خان ته ور کړه فتح خان د پاچاهى پانگه په خپل لاس کې ونيوله ، د پوځ شمير يې پنځوس زرو ته لوړ کړ شاه زمان په سند کې و پر هند يې د بريد لپاره تياري نيوه چې د کندهار د نيولو خبر يې واوريده شازمان خپل ورور شاه شجاع په پيښور کې پريښود په چټکي سره کابل ته راغي خو د کشمير حاکم عبدالله خان يې زندي کړ چې دا کار د شاه محمود په گټه تمام شو ځکه د هغو ورور سيدال خان الکوزي په کندهار کې له شاه محمود سره يو ځاى شو .
شاه زمان کابل ته له را رسيدو دوه پوځه يې برابر کړل يو يې د احمد خان نورزايې يا نور احمد خان نورزاي او شهزاد ناصر تر مشرى لاندې وليږل دوه فرسخه وروسته يې په خپله حرکت وکړ ، خو نور احمد نورزايي له شاه زمان او د هغه له وزير څخه خوښ نه و ، زړه نا زړه يې د کندهار په لوري حرکت وکړ ، وزير فتح خان پريکړه وکړه چې نوراحمد خان نورزايي د شاه زمان له پوځ څخه جلا کړي ، وزير فتح خان د شاه محمود په مشوره د نور احمد خان ورور عبدالله بندي کړ او پاچا ته د خيانت په تور يې بد نام کړ ، اوازه يې خپره کړه چې شايد بدنام شي خو نوموړي هغه وخت خلاصيدلي شي چې نور احمد خان نورزايي له شاه زمان جلا نه شي ، نو احمد خان د غزني او مقر تر منځ د سر آسيب په سيمه کې د شاه محمود ځواکونو سره په قلات کې مخامخ شو خو کله چې د خپل ورور عبدالله د برخليک څخه خبر شو ډير ژر د خپل ( ١٥ ) زره لښکر سره د فتح خان سره يو ځاى شو ، د شاه زمان زوي ناصر خان خپل پلار له دې پيښي خبر کړ . ( ١٠ م : ٣٢٦ _ ٣٢٧ ) .
د تيمور شاه په دې حرکت سره شاه زمان وارخطا شو لومړي کابل او بيا د کابل څخه دجلال آباد په لور حرکت وکړ ، کابل يې محمود ته پريښود محمود او وزير فتح خان دواړه کابل ته داخل شول.
له شاه زمان څخه د پري ( انتقام ) اخستل :
وزير فتح خان تر هغي کرار کيښناست تر څو له شاه زمان او دهغه له وزير رحمت الله خان ( وفادار خان ) څخه دخپل پلار بدل وانخيست په کابل کې د شاه محمود پر تخت کيښناستلو وروسته وزير فتح خان د لښکر يوه برخه په شاه زمان پسي وليږله ، د دواړو قوتونو تر مينځ د جگلدلک د وچي پاڼۍ په سيمه کې لنډه نښته وشوه پايله يې دوزير فتح خان په گټه وه .
شاه زمان او وزيري د ملا عاشق الله په کلا کې چې د وفادار خان ورور له هغه سره پيژندگلوي لرله چې دغه کلا په جگدلک وه پناه واخيستله ، وزير فتح خان خپل ورور نواب اسد خان ديو ه جراح ډاکتر سره وليږلو او د شا شجاع عبدالکريم ار وليږلو وزير فتح خان د خپل پلار په بدل کې د شاه زمان لوى وزير او دهغه ورور عبدالله خان چې د کابل حکمران وو اعدام کړل او شازمان يې د همايون په بدل کې د دواړو سترگو ړوند کړ . انټرنيټ
د شاه شجاع او وزير فتح خان د يو ځاى کيدو اومخالفت عوامل :
شاه شجاع غوښتل چې شاه محمود ړوند کړي خو هغه قرانکريم ورته ور وړ ، نواب اسد خان بندي کړي هغه د وزير غتارلروله له امله شير محمد خان په غوښتنه له بندي خانۍ ازاد شو . شاه شجاع غوښتل چې د سردار پاينده محمد خان له زامنو سره روغه وکړي ، لومړي يې د وزير فتح خان له خوا وفابيگم سره نکاح وکړه .
دويم نور د احمد خان نورزايى او عطا محمد خان بارکزي يې وزير فتح خان پسى کندهار ته وليږل چې له هغوي سره دشاه شجاع ژمن ليک هم وه . تر څو وزير فتح خان د کندهار څخه کابل ته راشي ، کله چې وزير فتح خان له کندهار کابل ته راغي کامران هم کندهار څخه هرات ته ولاړ او قيصر کندهار ونيو .
د وزير فتح خان د هر کلي له پاره دشاه شجاع وزير شير محمد خان تر غزني پورې د هغه مخى ته ورغى ، وزير فتح خان په کابل کې دشير محمد خان په کور کې اوسيده ، شاه شجاع په دي کار سره وډار شو شاه شجاع له خپلي پريکړي واوښت .
شاه شجات غوښتل چې وزير فتح خان او شير محمد خان پيښور ته بوځي او هلته يې بنديان کړي شير محمد خان پري خبر شو او دا خبره يې له وزير فتح خان سره شريکه کړه ، وزير فتح خان داسې پلان جوړ کړ چې شيرمحمد خان دي ور سره ولاړ شي ، همداسى وشول وزير فتح خان کابل کې پاتۍ شو کله چې شاه محمود تيزين ته را ورسيد د وزير فتح خان له پلان څخه خبر شو امر يې وکړ چې يو ټولگي عسکر دي ولاړ شي وزير فتح خان او نور بندي سرداران دي د بنديانو په شکل راولي ، وزير فتح خان دشاه شجاع له دي امر څخه خبر شو په چالا کې سره يې ټول سرداران په بند خلاص کړل او د لوگر له لاري کندهار طرف ته وخوځيدل . ( ١ م : ٨٧ )
وزير فتح خان کندهار ته ښار ته د شپي ورسيد مومن لعل زندياگى امير دوست محمد خان د ښار د دوازه بندي و چې تړلي وي ، ساتونکو ته يې بړي ور کړي ښار ته داخل شو ، شهزاده قيصر يې پاچاهى ته تشويق کړ ، سهار مشرانو وزير فتح خان او قيصر يو ځاى وليدل هغوي وډار شول کوښښ يې وکړ چې وزير فتح خان له قيصر څخه ليري کړي .
قيصر يې تشويق کړ چې وزير فتح خان ونيسي دوي دواړه يو پر بل شکمن شول ، قيصر غوښتل چې هغه په ملمستيا کې ونيسي ، وزير ته يې وويل چې مشران غواړي چې ستا ملميانه شي وزير فتح خان پوه شو او دوه ورځى وخت يې وغوښت ، موخه يې داوړه تر څو د ځان او خپلوانو د ژغورلو لار پيدا کړي .
دوست محمد خان ته يې دنده ورسپارله چې ښه تکړه ساتونکي پيدا کړي او د ميلمستيا چاري سنبال کړي ، هغه دا کار وکړ او د ځانونه يې په وسلو باندې سنبال کړي . پنځه سوه ٥٠٠ وسله وال يې تيار کړ بيا يې قيصر ته ښه راغلاست وويل قيصر يې پوه کړ چې دي هر ډول پښي لپاره چمتو دي . که چيرې شاه شجاع وزير فتح خان خوا بدي کړي نه وزي شايد تر ډير وخته يې پر افغانستان پاچاهي کړي وي .
د وزير فتح خان پواسطه ايرانى پوځونو ماتۍ :
١٨١٨ ز کال ايرانيانو هرات کلا بند کړ او شاه محمود ورور حاجي فيروزالدين څخه چې د هرات والي و له هغه خخه ايرانيانو غوښتني وه بيا به دغوريانو قلعه ورته پريږدي او يو څه د ( ٢٥٠ ) زره روپي دي د ماليه په نوم ور کړي . او خطبه دي د فتح عليشا په نوم ووايي ، فيروزالدين له شاه محمودڅخه مرسته وغوښتله شاه محمود وزير فتح خان په مشرى يو پوځ هلته وليږه .
وزير فتح خان په کندهار کې له تم کيدو او کامران سره له ليدنى وروسته هرات ته وخوځيده د هرات ښار په دوه ميلي کې يې خيمي ووهلي ، فيروزالدين هغه ته ښه راغلاست ووايه خو ښار ته يې د داخليدو اجازه ور نکړه ، وزير فتح خان ١٠ ورځى له خلکو سره د ايران ديرغل په لاره خبري وکړي .
وزير فتح خان فيروزالدين بندي کړ خو دوست محمد خان د فيروزالدين د کورنۍ زبوارت يې چور کړل او دروقيه بيگم د شاه محمود کمربندى يې خلاص کړ او دهرات ښار يې په خپل کنترول کې راووست او د ايرانيانو ته يې خبر ور چې سکله به د شاه محمود په نوم وهل کيږي ماليه به مونږ ټولو او طقبه به هم دشاه محمود په نوم وي ، خو دمشهد والي حسن على ميرزاد دا خبره جګړي ته د رابلني په توگه وگڼله ، د مشهد څخه د ( ١٤ ) زره عسکرو سره دهرات د غوريانو په لور راوڅپده او وزير فتح خان ( ٣٠ ) زره خپل ( ٣٠ ) زره پوځ سره وخوځيد . د ايران د جګړي مشرحسن على ميرزا له وزير فتح خان څخه وغوښتل چې د فيروزالدين شرايط ومني ، وزير فتح ډير په قهر ډير په قهر شو او کهستان په څنډو کې مور چلي وينولي ، لومړي وزير فتح خان هغوي ته وويل چې دافغانستان خاوره پريږدي خو دايران له خوا جګړه پيل شو ، سردار شيردل خان ، کهندال خان ، پردل خان اويا ر محمد خان الکوزي سره يو ځاى په شرت جګړه کوله او ايراينانو ته يې ماته ور کړه ، د حسن على ميرزا آس ټپي شو ، او دخپلو عسکرو د تښتيدو مخه يې ونيوه نيولي د يوي مرمي پواسطه په ژامه ولگيده بى هوشه شو خو بيا هم د جګړي له ډګر څخه شاته نه شو . ١٠ لس زره ايرانيان مړ شول ، مشهد ته ولاړل بيا يې د ايران د نيولو تکل ونه کړ . ( ١ م : ٩٧ )
د وزير فتح خان ړنديدل او وژنه :
کامران مخکې له وزير فتح خان سره له مخکې کينه در لوده ځکه هغه يې د خپل پرمختګ په مخکې خنډ گڼلو ، کامرام چې کله هرات ته ورسيد لده شاهى ارگ څخه دباندې د شالميار بڼ کې ميشت شو . وزير فتح خان هره ورځ له هغه څخه دهدايت اخيستلو لپاره هلته ور تللو . ملګرو هغه متوجي کاوه خو هغه پر وانه کوله وزير فتح خان کامران ته دخدمت په اړه معلومات ور کول . خو د هغه له خوا دده درنښت ورځ په ورځ کميده .
کامران د مشهد والې حسن على ميرزا ته ليکونو ليږل او د را ليږل پيل کړل يو تن نماينده منصور واستوه په دي مهال فتح عليشاه هم په مشهد کې و ته يې وليکل چې وزير فتح خان په خپل سر د ايران سره جګړه کړي .
فتح عليشاه منصور ته تحفي ور کړي وويل که کامران ته رښتيا صادق وي فتح خان دي يا مشهد ته را وليږي او يا د ړوند کړي . ( ١ م : ٢٢٩ )
کامران دري مياشتۍ وروسته يو ورځ وزير فتح خان د کامران ليدنى ته روان و ، په ناڅاپي ډول يې وينو او د ايران پاچا په امر يې په دواړو سترگو ړوند کړ . وزير فتح له نيول کيدو وروسته د ده او کامران تر منځ خبري ترخي شوي ، عطا محمد خان او نور سردران د کامران په امر را پورته شول ، عطا محمد خان نښتر را وويست او وزير فتح خان يې په دواړو سترګو ړوند کړ ، چې بيا وروسته امير دوست محمد خان د وزير فتح خان په بدل کې په کابل کې وړوند کړ . وزير فتح خان له ړونډيو وروسته ارگ ته وليږل . د وزير فتح خان ورونه وتښتيدل کله چې کامران هغوي له تښتيدو پوه شو بيا يې وزير فتح خا ن څخه غوښتنه وکړه خپل ورونه له مخالفت څخه منع کړي هغه قبوله نکړه کامران دوهم ځل لپاره د هغه سترگي د قاسم خان پواسطه په نښتر وهي اوزا بيا يې ورته زخى کړل ، وزير فتح خان دا سزا په چپه خوله تيره کړه ، خو ملا محمد سعيد د وزير فتح خان کلک ملاتړ کاوه ، شاه محمود له کابله را ووت او کامران له کندهار څخه د کندهار والي ګل محمد پوپلزي هم کندهار پريښود او پر شير دل خان د کندهار خپاره سنبال کړي .
وژنه :
کله چې شاه محمود د وزير فتح خان د ورورنو له مخالفتنونو او بريو څخه خبر شو وزير فتح خان باندې زور واچوه تر څو خپل ورونه د مخالفت څخه منع کړي ، خو وزير فتخ خان ورته وويل : (( د سياست سره مينه نه لري )) . کله چې وردگو د سيداباد ته را ورسيدل ، شاه محمود بيا ورته وويل : ستا ورونه ته به وزراتونه ور کړي وزير فتح خان ځواب ور کړ د هغه څه ور کوي چې ستا په لاس کې نشته ، مخکې له وړنديدو په تاسې فکر کړي و ، د را پاڅيدلي توپان مخه نه نيول کيږي زه ددې کار د پايلي منلو ته تيار يم ، هغه هر څه چې زما برخه ليک وي زه يې منم شاه محمود امر وکړ چې د لښکر مشران دى وزير فتح خان په وژنه کې برخه واخلي هر يو دې په خپل وار د هغه دبدن يو غړي د هر بند څخه بيل کړي هر يو به خپل وار سره يو يو غړي د هغه له بدن څخه پري کړل ، دا کار يې ددي لپاره وکړ چې د ده پوځ مشران د وزير فتح خان له ورونو سره يو ځاى نه شي ، هغوي ټول په دي خيانت کې برخه واخسته ، سراج التواريخ مخ : ١٠٠
او زياته يې کړ (( ډير کلونه ستا وزير وم د هغه ثمره او نتيجه مې وکتله اوس ور څخه کوم کار پوره نه دي پريږده چې ارام کيښنم نو ر به مى د سياست سره څه کار نه وي .(١م : ٦٣ )
د وزير فتح خان شخصيت :
هغه دقوي ارادي او ښه تدبير خاوند و ، د پلار د بدلى اخستلو لپاره د شاه زمان واکمنۍ سقوط کړه ، په خپل ليافت اوپوهي سره يې شاه محمود دوه ځله واکه ته ورساو ، او د هيواد کې د سياسې وحدت له پاره يې هلې ځلې او ايرانيانو ته يې ماتې ور کړه بالاخره د داخلي اختلافاتو کې يې خپل دواړه سترگي او ژوند له لاسه ور کړ.
وړانديزونه :
د هيوا د ملى شخصيتونه ته څلي چې خپل ژوند يې د هيواد د ازادى په لار کې قربان کړي جوړ او د نورو د تاريخي اثارو په څير بايد وساتل شي .
پايله
زمونږ د هيواد په معاصر تاريخ ډير باتجربه ، علمى اوسياسې اشخاص د داخلي اختلافاتو قربانۍ شوي دي ، ددي پر ځاى چې د هغو د استعداد څخه گټه واخيستل شي په لږ اختلاف د هغوي ژوند ته خاتمه ور کړل شوي ده . او داسې اشخاص چې د هغاو په وژنه د هيواد سياسې رژيم بدلون موندلي دي وزير فتح خان دشاه محمود ده کله واک ته ورساوه خو هغه نوموړي وواژه خو دهغه وژنۍ د شاه محمود واکمنۍ ته د پاى ټکى کيښود او افغانستان له ١٨١٨ ز کال تر ١٨٣٤ ز کال پورې د ناوړه سياسې وضعيت سره مخ شو .
ماخذونه
١ _ رښتيا ، سيد قاسم ( ١٣٨٩ ) . افغانستان په نولسمه پيړۍ کې کابل ، دانش خپرندويه ټولنه .
٢ _ مستعلى ، نيازي ( ١٣٨٤ ل ) . د شاه زمان واکمنۍ او د انگليسانو دريځ . پيښور دانش خپرندويه ټولنه .
٣_ کاتب فيض محمد ( ) سراج التواريخ .
٤ _ وکيلى ، عزيز الدين ( ) . تيمور شاه درانى .
٥ _ جهانۍ ، عبدالبارى ( ١٣٧٨ ل ) . هرات پښتانه اوستره لوبه پښور ، ساپې خپرندويه ټولنه .