To start downloading books

Please sign in or create an account.

د قهوې په اړه څو جالب ټکي

د قهوې په اړه څو جالب ټکي

قهوه په نړۍ کې یو له هغو څښاکو څخه ده، چې ډېر زیات مینوال لري. که ستاسو هم قهوه خوښېږې نو ددې څښاک په اړه به په دې لنډه لیکنه کې لا ډېر پوه شئ.

 د قهوې په اړه زړه راښکونکي حقیقتونه 
 ـ په ټوله نړۍ کې هره ورځ نږدې ۲.۲۵ میلیارده پیالې قهوه څښل کېږي.
 ـ تاسو به حیران شئ که وپوهېږئ، چې وروسته له نفتو دوهمه لويه سوداګري د قهوې ده. 
 ـ روغتياپالان وايي د قهوې د څښاک غوره وخت د ورځې له ۹:۳۰ تر ۱۱:۳۰ دی. په دې وخت کې د قهوې څښاک پر انسان ډېر اغېز کوي.
 ـ یوه پياله قهوه په کافي اندازه د وینې جریاني ښه کوي. 
 ـ ډاکټران توصیه کوي، چې امیدوارې مېرمنې دې د ورځې له ۲۰۰ میلي ګرامو ډېره قهوه نه څښی. ځکه چې د جنین ارګانونه نه شي کولی کافئین جذب کړي. نو غوره ده چې امیدواره مېرمنې له قهوې ډډه وکړي.
 ـ هغه نارینه چې په مناسبه اندازه قهوه څښي په پروستاتي سرطان د اخته کېدو ګواښ یې کمېږي.
 ـ د قهوې بوټي له اویا "۷۰" څخه په ډېرو هېوادونو کې کرل کېږي.
 ـ لومړني خلک چې قهوه یې وپېژنده د اتوپيا اوسېدونکي وو.
 ـ برازېل په ټوله نړۍ کې د قهوې ستر صادرونکی هېواد دی. 
 ـ که له کافي اندازې ډېره قهوه وڅښئ نو له بې خوبۍ، د وینې لوړ فشار، او په بدن کې د اوسپنې له کمښت سره مخ شئ. 

Related Articles

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي. • په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي. • محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو ته توصیه او ورکول شي ترڅو کاریګر د کار په جریان کې ژوبل نشي. • له برقي او د اور وژنې له وسایلو سره ل...

د ويښتانو د وتلو لاملونه

دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو.  د ويښتانو د وتلو علتونه  ۱. د تیروئید ستونزې  که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو توليد ډېر کړي نو امکان لري، چې د ويښتانو په وده کې ستونزې رامنځته شي.   ۲. امیندواري حامله کېدل د جس...

ولې باید مطالعه وکړو؟

ولې باید مطالعه وکړو؟ • ځکه چې ذهن مو روښانه کېږي. • په خبرو کې مو فوق العاده بدلون رامنځته کېږي.• حافظه مو پياوړې کېږي.• د ښې مطالعې پر مټ کولای شو ښه ویناوال هم شو.• ښه او بد سره بېلولای شو او ښې پرېکړې به کوو.• په پوهه کې مو زیاتوالی راځي.• ښه او منطقي بحث کولای شو. • په رفتار او کړنو کې مو ښه والی راځي.• حوصله او زغم مو ډېرېږي.• په سختو حالاتو...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...