To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 1,071
حرکت کی برکت دی

حرکت کی برکت دی

زموږ ناکامي داده، چي بیخي ډېر شیان مو په فکر او پلان کي سته، خو شروع نه په کوو. بین ستین په The Bulletproof Investing کتاب کي لیکي:
"خامخا اول قدم واخله. ممکن اول قدم اخیستل سخت وي، ستړیا وغواړي او شاید درد ولري، خو همدا اول قدم د ټول ژوند د حرکت سبب ګرځي"

ډېر فکرونه کول، لویو لویو خیالونو کي ډوبېدل، لټي و ستوستي، بېره او د شروع له پاره اول قدم نه اخیستل هغه څه دي، چي موږ پر ملا غوټ ماتوي، له حرکته مو اچوي، وخت بې ځایه را باندي تېروي او په کراره کراره مو د ژونده ناټ را ماتوي.

بیخي ډېر مي اورېدلي: د هر کار شروع له اول قدم څخه کیږي. د بریالیو خلکو اوسنۍ بریا ته مه ګوره، هغه ورځي ته وګوره، چي دوی ددې بریا د ترلاسه کولو اول قدم پورته کړ.

جک ما وايي: اول حرکت  د بریا د لوی سفر پیل دئ. دا په تا پوري اړه لري، چي خپل سفر څنګه شروع کوې.
په حرکت کولو "ګټه" په لاس راځي او په هیڅ نه کولو سره "هیڅ" په لاس راځي.
راځه! د ځان جوړولو، تکړه کولو او کار کولو په لور حرکت وکړو

Related Articles

د عطرو په څېر شئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی عطرو ته یې وویل: "ته یو عیب لرې. له هر چا سره چې کېنې خپل ښه بوی ورته ورکوې." ځواب یې ورکړ: "زه دې ته نه ګورم، چې له چا سره یم؛ بلکې دې ته ګورم چې زه څوک یم."  درسونه • ومنئ، چې تاسو یوازې د خپلو کړنو مسول یئ. دلته او په بله دنیا کې له تاسو څخه فقط او فقط د خپلو کړنو پوښتنه کېږي. • دې ته مه ګورئ چې مقابل لوری بېرته له تاس...

د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې ورځو کې د خبرو، مسایلو او معلوماتو له یاده وتل یوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده او ډېری خلک له دې ستونزې ځورېږي. همدارنګه ځينې نور خلک بیا شکایت کوي، چې له مطالعې وروسته نه پوهېږي چې څه یې ولوستل او په کتاب/مجله/لیکنه کې کومې خبرې وي. موږ همدې ستونزو ته په کتو خپلو قدرمنو لوستونکو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو په دې برخه کې...

د نړۍ ښکلې ماڼۍ( قصرونه) کوم دي؟

 ليکنه- عمران غني ساپی،د نړۍ ښکلې ماڼۍ کومې دي؟   تاسو به د ماڼۍ نوم ډېر اورېدلی وي او ډېر به په ماڼۍ کې د اوسېدلو ارمان لرئ او د ډېرو خو لا د ماڼۍ له اوسېدونکو سره يو ډول کينه په زړه کې وي چې ولې هغه په ماڼۍ او زه په جونګړه کې اوسېږم، خو رښتیا دا دي چې تخت او بخت د الله تعالی له لوري دی چې چا ته تخت او چا ته بخت ورکوي خير په هر صورت چې خبرې اوږد...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...