قاموس لیکنه
363
معتصم
2023-04-09 06:55:02
قاموس لیکنه (Lexicography )
قاموس لیکنه ( What’s Lexicography )
قاموس لیکنه د ژبپوهنې هغه برخه ده چي د یوې ژبي د لغاتونه مانا او تشرېح کوي او کله کله یې بیا په مقابل کي د بلې ژبي هغه لغات چي د همدې ژبې د لغات سره یو ډول مانا ورکړي. (معجم العربیة).
قاموس لیکنه د ډېکشنري تحلیل، تشرېح او تجزیه ده. د یوې ژبې علمي او ساینسي تجزیه ده،) ) په دې مانا چي په قاموس لیکنه کي د یوې ژبي د لغاتونه ساینسي او علمي تحلیل تر سره کوي یا هم د ډکشنري چي د یوې کلمې مانا ښيي د هغه تعریف او تحلیل کوي او وضاخت ورکوي.
قاموس لیکنه د ژبپوهني یوه څانګه ده چي تر ډېره پوري د ژبپوهني سره اړه لري چي د یوې ژبي نلفظ د یوې ژبې د الف و با تشرېح د یوه ویي ګرامري او مانوي ځای په جمله کي د یوې کلمې لغوي تعریف او د کلمې لغوي او اصطلاحي مانا د یوې کلمې رېښه او د هغې کلمې مشتقات د الف او با په ترتیب سره پکښي اوډل کېږي.
قاموس لیکنه د تاریخ په اوږدو کي ( Lexicography history ):
قاموس لیکنه د خورا پخواني وختونو څخه را شروع سوې ده چي دا امتیاز بیا هم د پخواني اریایانو د وخت څخه راپیل کېږي او تر اوسه یې بېلابېلې بڼې خپلي کړې دي د لومړي ځل دپاره د قاموس لیکنه په لرغوني چین کي را منځ ته سوې ده چي د (۲ــــ۱ ق.م.) پېړۍ په شاوخوا کي کي لیکل سوی دئ چي تر دې وروسته په لرغونې اریانا کي قاموس لیکنه رامنځ ته سوې ده چي دغه قاموس د یوې ژبي د لغاتونو تشرېح خپله همدې ژبې ته او ژباړي دپاره را منځ ته سوی لومړی قاموس دئ. دغه قاموس تقریبا دوه زره کاله مخکي ليکل سوی دئ درې بخي لري ( نیګاتو، کوشا او نیروکا ) دي.
نیګاتو د قاموس یا لغاتونو د تشرېح مانا لري چي د غه قاموس د ویدیک متن سخت او مشکل لغاتونه تشرېح کوي چي یواځي یې د اسمونو برخه تشرېح کړې ده او فعلونو برخه یې کوم ځای نه دئ ورکړی. چي دغه کتاب د یاسکا په نامه یوه عالم لیکلی دئ چي په شپږمه میلادي پېړۍ کي یې ژوند کولی.
د کوشا قاموس د اکوشا یوه عالم د خوا څخه لیکل سوی دئ چي په شعرونو کي د مغلقو لغاتونو تحلیل او تجزیه کوي.( partik Hanks ) نوموړي لیکوال چي یوه لویه تېروتنه یې د تاریخ د ژبو په اړه کړې ده نوموړي د فارس او هند تر منځ پوله یې د پاکستان پوله بللې او د هندي او فارسي ژبي تر منځ یې د فاکستان د جمهوریت جوړېدل دي. نوموړي د باختري ژبو بیخي یادونه نه ده کړې او د پښتو ژبې بحث یې بیخي پرېښی دئ.
خو په اوسني ډول په پښتو ژبه کي د قاموس لیکنه کي لمړی قاموس لیکنه په ۱۹۷۰ م کال کي د پېښور اکېډمي له خوا لیکل سوی دئ.