To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 985
د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه

د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه

د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه.

۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو تر پرېښوول سوه.
۲ - ملتان ولایت په 1818 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۳- د محمدزو په دوره کښي، په 1819عیسوي کال کښي کشمیر ولایت د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۴- په 1821 عیسوي کال کي ډېره غازي خان د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۵- ډېره اسماعيل خان په 1821عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۶- پېښور په 1823عیسوي کال کي د افغانستان له کنټروله ووت او سکهانو ته په لاس ورغئ.
۷-سند ولایت په 1843عیسوي کال د انګلیسانو لاس ته ورغئ.
۸- بلوچستان ولایت د 1854تر-1876 عیسوي کاله د انګلیسانو له خوا ونیول سو.
۹-مروه ولایت په اوسني ترکمنستان کي له 1884م کال کي د روسانو له خوا ونیول سو.
۱۰- شال ،پښین ،کوږک ،کورمه،لنډي کوتل په 1878 کال کي د ګندمک د تړون په اساس انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۱- سوات ،باجوړ ، چترال،او وزیري،ا رنوي،داورچاګي،او چمن په 1893 عیسوي کال کښي د ډیورنډ د تړون په اساس د سلو کلونو دپاره انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۲- د پنجده سیمه په اوسني ترکمنستان کښي روسانو په 1885عیسوي کال کښي د افغانستان څخه لاندي کړه .
۱۳- دسیستان ولایت ډېره برخه په 1872عیسوي کال کښي د انګلیسي هیئت له خوا ایران ته ورکړل سوه.

او اوس هم د همسايګانو لخوا کوښښ کيږي چي د افغانستان ځيني سيمي په يوه نامه ؤ بل نامه لاندي سي.....

Related Articles

معده مو ولي او کله زخمي کیږي؟

‎د معدې د زخم عوامل څه دي؟‎کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنک د معدې د زخم په هکله هم باید فکر وکړو.  د معدې د زخم نښې:‎لمړی نښه:دردونه‎کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کی...

ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

ايکس  کروموسوم   نن په يونيورسټۍ کښې ننګيال د خپلي پي ايچ ډي د مقالے دفاع کوله . د ننګيال د مقالے عنوان د ماشومانو په پيدائش کښې د ايکس او وائي کروموسوم په  کردار بحث کول وو ننګيال چي خپله مقاله واوروله نو په ھال کښې موجود زده کونکو او نورو استاذانو په دغه اړه مختلف سوالونه اوکړل - ننګيال د دغه سوالونو په ډيره ښه طريقه جوابونه ورکړل    په اخير...

هغه ناروغۍ چې علایم یې په سترګو کې پیدا کېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ناروغیو په تشخیص کې د ناروغ پر بدن څرګندې شوي نښې نښانې خورا مهم نقش لوبوي. روغتیاپالان اکثراً د همدې علايمو پر مټ ناروغي تشخیصوي او د درملنې چارې پیلوي. دا علايم د بدن په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېږي. په لاسونو، پښو، سترګو، سر او يا د بدن په بل هر ځای کې اختلالات د ځينو ناروغيو ښودنه کوي. په دې ليکنه کې موږ يوازې هغه نار...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...