#دمـکه  مکرمه_ساعت 

دغه ساعت دعربستان مکه مکرمه  ښار کې بيت الله شريف  مسجد الحرم ته نږدې  دابراج البیت په نوم برج باندې واقع دی.
چې دغه یو هوټل دی او ددغه دپاسه دغه ساعت واقع دی.
دغه هو ټل د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت جوړ شوی.
او ټول ددرآمد پیسې یې په مسجدالحرام مصرفیږي
دغه ساعت ۶۰۰متر په لوړوالي دنړۍ تر ټولو لوړ ساعت او دنړۍ ترټولو لوی ساعت دی.حتا دانکلستان دبنک بن له ساعت۶ځلې لوی دی.
دغه ساعت په ۹کلو کې جوړ شوی.
دعبدالله بن عبدالعزیز په امر جوړشوی.
ترڅو چې مکه وخت دکرینویچ دوخت څخه بیل وي
او مسلمان ځانته وخت ولري.
په دغه ساعت کې پرمختتلې تکنالوجي کار شوې. 
په دغه ساعت کې له اتومي تکنالوجۍ کار اخیستل شوی.ددغه ساعت ددقت ضریب دومره دقیق دی چې په۳میلیونه کالونو کې دیوې ثانیې په اندازه هم غلطي نه کوي. دغه ساعت خپل اطلاعات دنورو۵ اتومي ساعتونو څخه اخلي چې ډیر دقیق دي.دمکې شریفی ساعت دنړیوال زمان بندی له شبکېUtc  چې فرانسه کې دی ربط ورګړل شوی دی.دغه ساعت دڅلور لایو علیاف دکاربن څخه جوړ شوی چې له فولاد څخه هم کلک دی.
دغه ساعت له۸کیلومتری څخه لیدلو وړ دی 
دساعت دهرې عقربې وزن یې۶۰۰۰کیلو دی
دقیقې عقربه یې۲۳متره او دساعت ښوودونکیه عقربه یې۱۷متره ده
دتکنالوجی ترڅنک یې داسلامي فرهنک معماری او نقاشی ته ښه پاملرنه پکې شوې
دساعت دننه لوی موتورونه شته چې  دهره یوه وزن یې۸۴ټنه دی.
دغه ساعت خپله انرژي له سولرونو او دمکې دښار دبریښنا له شبکې څخه اخلي.
په ځینو ځایونو کې یې له طلا د۲۴عیار څخه هم کار اخستل شوی.
دغه ساعت۱۶دلیزر شعاع وې لري.
دآذان لپاره هم دنړۍ ترټولو پرمختللې صوتي تکنالوجۍ څخه کار اخیستل شوی.
ترڅو دآذان دخپور شوی غږ له برج څخه تر۷کیلومتری دحرم په ښه ډول واوریدل شی.