To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 1 year ago 1,231
څلوېښت لنډ حدیثونه

څلوېښت لنډ حدیثونه

څلوېښت لنډ حدیثونه!

ګرانو وروڼو او خویندو !
پدې لیکنه کې مو څلوېښت لنډ حدیثونه له پښتو ژباړې سره راټول کړي دي، هیله ده چې ټول یې ولولئ او نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، له ډېرو زیاتو اجرونو څخه به برخمن شۍ.

اول باید د حدیثونو په اهمیت پوه شو، پدې اړه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
-مَنْ حَفِظَ عَلی اُمّتِيْ اَرْبَعِیْنَ حَدِیْثاً فِیْ اَمْرِ دِیْنِهاَ بَعَثَهُ اللهُ فَقِیْهاً وَ کُنْتُ لّهُ یَوْمَ الْقِیاَمَةِ شَاهِداً وَ شَهِیْداً ( ترمذی)
ژباړه:
-هر څوک چې زما د امت د دیني فایدې لپاره څلوېښت حدیثونه جمع کړي، الله تبارک وتعالی به هغه سړی د قیامت په ورځ فقیه راپورته کړي، د قیامت په ورځ زه غواړم چې، دده شفاعت وکړم اوغواړم چې د هغه ګواه او شاهد شم.

الله اکبر! 

ګرانو وروڼو!
دا چې څلوېښت حدیثونه یادول او خپرول دومره ستر اهمیت لري؛ نو تاسې ته پکار ده چې دا حدیثونه پخپله هم یاد کړئ، په خپلو ملګرو او کورنۍ یې هم یاد کړئ، دا حدیثونه ډیر لنډ دي، یادول یې ډېر آسانه دي، هیڅ مشکل کار نه ده:

بِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيم

۱ إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ. (بخاری و مسلم) 
دعملو قبليدل د نیت سره تعلق لري.

۲ اَلدِّیْنُ اَلنَّصِیْحَةُ. (مسلم)  
دین د خیر غوښتنې نوم دی.

۳ اَمْلِکْ لِسَانَکَ. (ترمذی) 
خپله ژبه وساته.

۴ مَنْ صَمَتَ نَجَا. (ترمذی)
څوک چې پټه خوله شو، هغه خلاص شو.

۵ اِذَا غَضِبَ اَحَدُکُمْ فَلْیَسْکُتْ. (طبرانی)
له تاسې څخه چې هر څوک په غوسه شو، باید چې پټه خوله سي.

۶ مَنْ غَشَّ فَلَیْسَ مِنَّا (مسلم) 
هر چا چې فریب وکړ، هغه له مونږ څخه نه دی.

۷ اَلْحَیَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الاْیْمَانِ (بخاری و مسلم)
حیا د ایمان یوه شعبه ده.

۸ اَلْغَیْبَةُ اَشَدُّ مِنَ الزِّناَ (مشکوة)
غیبت کول تر زنا هم بد تر دی.

۹ زِنَا الْعَیْنِ الَنَّظَرُ (مشکوة)
د سترګو زنا ناروا کتل دي.

۱۰ لاَ یَدْخُلُ الْجَنَّةُ مَنْ لاَّیَأْمَنُ جَارُهُ بَوَائِقَهُ (مسلم)
هغه سړی به جنت ته داخل نشي چې، ګاونډي یې له ضرر څخه محفوظ نه وي.

۱۱ عَذَابُ الْقَبْرِ حَقٌّ (بخاری)
د قبر عذاب حق دی.

۱۲ كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ (ابوداود)
هر څه چې نشه راولي، حرام دي.

۱۳ مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ اَلصَّلاَةِ وَ مِفْتَاحُ الصَّلاَةِ اَلْوُضُوْءُ (ترمذی)
د جنت کیلي لمونځ دی او د لمانځه کیلي اودس دی.

۱۴ اَلسِّوَاكُ مُطَهِّرَةٌ لِلْفَمِّ وَ مَرْضَاةٌ لِّلرَّبِّ (نسائي)
مسواک وهل د خولې د پاکۍ سبب دی او د الله جل جلاله د رضاء سبب ګرځي. 

۱۵ أَفْضَلُ الأَعْمَالِ الْحُبُّ فِى اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِى اللَّه (ابوداود)
ښه د عملو څخه دا دی چې، دوستي هم د الله تعالی لپاره وي او دښمني هم د الله تعالى لپاره وي.

۱۶ أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا وَأَبْغَضُ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ أَسْوَاقُهَا (مسلم)
ډیر خوښ د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد مسجدونه دي او ناخوښه د ښارو څخه د الله جل جلاله په  نزد بازارونه  دي.

۱۷ مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلَّهِ تَعَالَى بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِى الْجَنَّةِ (بخاری و مسلم)
هر چا چې د الله جل جلاله د رضاء لپاره مسجد جوړ کړ، الله جل جلاله به دده لپاره په جنت کې ځای جوړ کړي.

۱۸ إِذَا جَاءَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْجُمُعَةِ فَلْيَغْتَسِلْ (بخاری و مسلم)
څه وخت چې یو ستاسې څخه جمعه پیدا کړي، باید غسل وکړي (یعني د جمعې په ورځ غسل وکړي).

۱۹ اَلصَّلَوَاتُ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا (مسلم)
د پنځو لمونځو په کولو سره الله جل جلاله ګناهونه بخښي.

۲۰ صَلُّوْا الصَّلاَةَ لِوَقْتِهَا (مسلم)
لمونځ پر خپل ټاکلي وخت باندې آدا کړئ.

۲۱ إِذَا سَجَدْتَّ فَضَعْ كَفَّيْكَ وَارْفَعْ مِرْفَقَيْكَ (مسلم)
څه وخت چې تاسې سجده کوۍ، خپل ورغوی (لاسونه) پر ځمکه کښيږدئ او خپل بازوګان له ځمکې څخه پور ته کړئ.

۲۲ الَّذِى تَفُوتُهُ صَلاَةُ الْعَصْرِ كَأَنَّمَا وُتِرَ أَهْلَهُ وَمَالَهُ (بخاری و مسلم)
له هر چا څخه چې د مازیګر لمونځ قضا شو؛ نو لکه مال او اولاد چې یې برباد شو.

۲۳ مَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ (بخاری و مسلم)
هر چا لنګ یا پایڅې چې تر ښنګرو ښکته وي، هغه حصه د بدن به یې دوزخ ته ولاړه شي.

۲۴ لاَ تَدْخُلُ الْمَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ (بخاری و مسلم)
ملائکې هغه کور او خونې ته نه داخلیږي چې، په هغه کې سپی یا عکسونه وي.

۲۵ إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كاَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ (ابوداود)
د حسد او بغض څخه تيښته وکړئ ځکه چې، حسد او بغض نیکي داسې خوري لکه اور چې بوټي خوري.

۲۶ لاَ يَدْخُلُ الْجَنّةَ خِبٌ وَلاَ بَخِيْلٌ وَلاَ مَنَّانٌ (ترمذی)
فريب کاره، بخیل، او هغه څوک چې د خپل احسان پر بل چا اچوي، جنت ته به داخل نه شي.

۲۷ سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوْقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ (بخاری و مسلم) 
مسلمان لره نالائقه وینا لویه ګناه او په ناحقه وژل د کفر سره برابر ده.

۲۸ الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ (بخاری)
کامل مسلمان هغه څوک دی چې، هغه له ژبې او لاس څخه مسلمانان په امن کې وي.

۲۹ لاَ إِيْمَانَ لِمَنْ لاَ أَمَانَةَ لَهُ وَلاَ دِيْنَ لِمَنْ لاَ عَهْدَ لَهُ (بیهقی)
ایمان نشته هغه چا لره چې، امانتداره نه وي او کامل دینداره نه وي،هغه څوک چې پر خپله وعده وفا نه کوي. (له ایمان څخه مراد کامل ایمان دی).

۳۰ آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ. (بخاری و مسلم)
د منافق درې علامې دي: څه وخت چې خبرې کوي درواغ وایي او څه وخت چې وعده وکړي، وفا پرې نه کوي (وعده خلافي کوي) او په امانت کې خیانت کوي.

۳۱ خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ (بخاری و مسلم)
تاسې څخه ښه سړی هغه څوک دی چې، قرآن زده کړي او نورو ته یې هم ور زده کړي.

۳۲ ارْحَمُوا أَهْلَ الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ (ترمذی ابوداود)
تاسې رحم کوئ پر هغه چا چې په ځمکه کې دی، پر تاسې به رحم وکړي هغه (الله"ج") چې، په اسمان کې دی.

۳۳ لَقِّنُوا مَوْتَاكُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ (مسلم)
خپلو مړو لره (هغه کسانو ته چې د ځنکدن شیبې یې وي) تلقین ورکوئ په کلمه سره د لااله الا الله محمد رسول الله.

۳۴ لاَ تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا (بخاری)
خپلو مړو ته ښکنځل بد ویل مه کوئ ځکه چې، دوی رسیدلي دي هغه ته چې مخکې یې استولي وه (د خپل عمل جزا ته رسیدلي دي).

۳۵ لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (بخاری و مسلم)
تاسې څخه هیڅ سړی کامل مؤمن نشي کیدای، تر څو چې ده لره زما محبت تر خپل مور، پلار، اولاد او تر ټولو خلکو ډیر نشي.

۳۶ اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ (بخاری)
انسان به د قیامت په ورځ د هغه چا سره ملګری وي چې، په دنیا کې یې د هغه سره محبت درلود.

۳۷ كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ، أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ (بخاری)
په دنیا کې د مسافر او د لارې تیریدونکي په څېر ګذاره کوه.

۳۸ اَلجَنّةْ تَحْتَ اقْداَمِ الْاُمَّهاَتِ (مسلم)
جنت د میندو تر قدمو لاندې دی.

۳۹ يُسَلِّمُ الصَّغِيرُ عَلَى الْكَبِيرِ وَالْمَارُّ عَلَى الْقَاعِدِ وَالْقَلِيلُ عَلَى الْكَثِيرِ (بخاری)
سلام دې وایي کشر و مشر ته او تلونکی (روان) و ناست ته او لږ کسان و ډیرو ته.

۴۰ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَنْظُرُ إِلَى أَجْسَادِكُمْ وَلاَ إِلَى صُوَرِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ (مسلم)
الله تبارک و تعالی  ستاسې صورتونو او مالونو ته نه ګوري بلکي، الله تعالی ستاسې زړونو او عملونو ته ګوري.
 
ګرانو وروڼو!
ددې ښایسته اسلامي معلوماتو په نشر کولو کې راسره مرسته وکړئ، نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، ډېر زیات ثوابونه به وګټئ.
کاپي:  دجنت لار

Related Articles

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه میلیونونه کاله وړاندې کارول کېده او څرنګه چې خوږ خوند،مغذي ارزښت او د ساتلو اوږد عمر لري نو ځکه د ډ...

Steel Hook سیخ چنګک کړل

#موضوع: د سیخ چنګک (Steel Hook) اندازي محاسبه په مختلفو زاویو bend،  او overlap حالت کې محاسبه.#ژباړن. استاد صابرشاه صابريکله چې یو سیخ په مختلفو زاویو لکه °90, °45 او °180درجو سره سیخ کوږ شوي وي یا چنګک یې اخیري برخه کې جوړ شوي په لاندې ډول اضافه طول محاسبه کوو، د کټ کولو او یا براورد لپاره.#اول.که چېرې سیخ په °90 درجي زاویه سره تاوو (bend)شوي وي....

زه څنګه مطالعه کوم

که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست. خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې له کتاب سره ستړی کېږم، خوند نه راکوي او کله کله ځان ترې غړوم، ځکه ځینې کتابونه شته چې په هېڅ ډول يې...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...