ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Oct 10, 2023
2 years ago
1,193 views
ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه

د ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه . Types of Soil Tests for Building Construction
د ودانیو جوړولو په کارونو کې  د خاورې د ازمایښتونو ډولونه د خاورې په خواصو پورې اړه لري.د تهداب ډیزاین د ساختماني ساحې د خاورې د ازمایښت د راپور پراساس ترسره کیږي .د خاورې ازمایښت د ودانیو او نورو ساختمانونو د پلانولو لپاره لومړنی ګام دی چې باید ترسره شي څو مالومه نوموړې خاوره د وړاندیز شوي ساختماني کار لپاره مناسب ده او یا نه .هغه خاوره چې له ساختمان څخه واردو شوو تشنجاتو تیریدو اجازې مسولیت لري باید ازمایښت شي .که خاوره سمه ازمایښت لاندې ونه نیول شي نو کیدای شي ټوله ودانۍ او ساختمان د همدې له امله چپه شي .نو ځکه د خاورې ازمایښت د ساختماني کارونو ترټولو لومړنی او اړین ګام دی چې باید واخستل شي.
 
د ودانۍ جوړولو لپاره د خاورې ازمایښتونو ډولونه . Types of Soil Tests for Building Construction
پر خاوره بیلابیل ازمایښتونه ترسره کیږي څو ودانۍ جوړولو لپاره د خاورې کفیت مالوم کړي او له مخې یې پریکړه وشي .له دې ډلې یو شمیر ازمایښتونه په لابراتور کې ترسره کیږي او نور شمیر په ساحه کې .مونږ دلته د ودانۍ جوړیدو لپاره د خاورې یو شمیر مهمو ازمایښتونو په اړه بحث کوو.
1) د لمدبل مقدار ازمایښت .
2) د خاورې مخصوصه وزن.
3) د خاورې وچ کثافت .
4) د تخته کیدو ازمایښت .
5) اتربرګ لیمیټ میتود .
1) پرخاوره باندې د لمدبل مقدار ازمایښت . Moisture Content Test on Soil
په خاوره کې د لمدبل مقدار یا اوبو مقدار د ودانۍ جوړولو لپاره یو مهم پارامتر دی . دا په څو میتودونو مالومیدای شي چې په لاندې ډول دي .
a) د تنور وچولو میتود. Oven drying method
b) کلسیم کاربایډ میتود. Calcium carbide method
c) د ټورژن توازن میتود .
d) پیکنومیتر میتود.
e) د شګې منځلو میتود Sand bath method
f) د تشعشع میتود Radiation method
g) د الکولو میتود Alcohol method
د پورته میتودونو له ډلې د تنور وچولو میتود ډیر مشهور او دقیق دی .په دې میتود کې خاورې نمونه اخستل کیږي او وزن کیږي او بیا په یو تنور کې ایښودل کیږي او تر 110o + 5oC     درجې حرارت پورې وچیږي .وروسته له 24  ساعتونو خاوره بیرته را اخستل کیږي او وزن کیږي .د دواړو وزنونو ترمنځ توپیر کتل کيږي چې همدا په خاوره کې د اوبو مقدار دی .
 
2) پرخاوره د مخصوصه وزن ازمایښت . Specific Gravity Test on Soil
مخصوصه وزن د خاورې واحد حجمي وزن او اوبو واحد حجمي وزن ترمنځ نسبت دی .دا هم په څو میتودونو مالومیږي .
a) کثافت بوتل میتود . Density bottle method
b) پیکنومیتر میتود Pycnometer method
c) ګاز جار میتود Gas jar method
d) انقباض لیمیټ میتود Shrinkage limit method
e) اندازه کوونکي فلاسک میتود .Measuring flask method
حجمي وزن بوتل یا کثافت بوتل او پیکنومیتر میتود ساده او ډیر مشهور میتودونه دي .په پیکنومیتر میتود کې پیکنومیتر په 4  بیلابیلو حالتونو کې وزن کیږي کوم چې خالي وزن دی M1  ،خالي وزن چې وچې خاورې وزن M2  ،خالي وزن جمع اوبه جمع  وچې خاورې وزن M3  او پکنومیتر ډک له اوبو سره وزن M4  د کوټې په تودوخه کې .له پورته 4  حالتونو مخصوصه وزن په لاندې فورمول سره پیداکیږي .
G= (M2-M1)/ (M2-M1)-(M30-M4)
 
3) پرخاوره وچ کثافت ازمایښت . Dry Density Test on Soil
د خاورې په ورکول شوي حجم کې د خاورې ذراتو وزن د وچې خاورې کثافت یا حجمي وزن بلل کیږي .د خاورې وچ کثافت د خاورې مخصوصه وزن او خالیګاو ترمنځ نسبت پورې اړه لري.د خاورې وچ کثافت له مخې خاوره په غلظه ،متوسط غلیظه او کمزورې خاوره ویشل کیږي .د خاورې وچ کثافت د هستې پریکونکي(core cutter) میتود  ،شګې تعویض کولو(sand replacement) او اوبو بې ځایه کولو میتود په واسطه محاسبه کیږي .
د خاورې وچ کثافت ازمایښت لپاره د هستې پریکولو میتود . Core Cutter Method for Soil Dry Density Testing
په دې میتود کې سلنډرې هسته پریکونکی له سټنډرډ اندازو سره کاریږي څو په ځمکه کې خاوره پرې کړي او د خاورې نمونه پورته راوړي .پورته راوړل شوې نمونه وزن کیږي او یادداشت کیږي .بلاخره اوبو مقدار د هغې نمونې لپاره مالومیږي او وچ کثافت له لاندې فورمول محاسبه کیږي .
P=(M/v)/1+w

 
 
د شګې تعویض میتود د خاورې وچ کثافت ازمایښت لپاره . Sand Replacement Method for Soil Dry Density Testing
په دې میتود کې د خاورې په کیندلو سره په ځمکه کې یو سوری ویستل کیږي د چا چې وچ کثافت باید مالوم شي .دا سوری د وچ کثافت خاورې په واسطه ډکیږي .د نو  د سوري په وچ کثافت باندې د اچول شوې شګې د کتلې له ویشلو څخه د سوري حجم ورکوي . نو مونږ بیا د پورته فورمول په واسطه د خاورې وچ کثافت پیداکوو.
 
4) پر خاوره اټربرګ لیمیټ ازمایښت Atterberg Limits Test on Soil
ددې لپاره چې د میده دانه خاورې د بحراني اوبو مقدار مالوم شي اټربرګ درې محدودیتونه ورکړي کوم چې د میده دانه خاورې خواص په درې بیلابیلو حالاتو کې ورکوي .دا محدودیتونه  مایع محدودیت ،پلاستیک محدودیت او انقباض محدودیت .چې درې واړه په لاندې ډول تشریح شو ي.
پرخاوره مایع لیمیت ازمایښت . Liquid Limit Test on Soil
په دې ازمایښت کې ،یوه اله ده چې کاساګرانډ بلل کیږي کاریږي چې یو سرپوښ لري او ښکته اوپورته کیږي .دا سرپوښ د خاورې له نمونې ډکیږي او په مناسبې وسیلې منځ کې یو لښتې ورکول کیږي .کله چې سرپوښ ښکته او پورته کیږي دا وړوکی لښتی په یو شمیر نقطو تړل کیږي .هغه هوا ورکول باید یاداشت شي دا لښتی پرې خلاصیږي .وروسته له دې خاوره کې داوبو مقدار پیداکیږي .درې ځلې باید تکرار شي او ګراف ورته رسم شي د چې د N=25  شمیره د مایع حالت ښودنه کوي .
 
پرخاوره پلاستیکي لیمیټ ازمایښت . Plastic Limit Test on Soil
د خاورې نمونه واخلۍ او یو اندازه اوبه ورسره جمع کړي څو پلاستیکي حالت کې راشي او وړو بالونو شکل غوره کړي .د یوڅه وخت لپاره یې پریدۍ او دا د خټې بال په یو ښیښه یې لوښي کې کیږدۍ او 3mm  قطر سره یې تاو کړۍ .که چیرې د تاوولو په وخت مات شو د اوبو مقدار له پلاستیکي حالت زیات دی .په دې حالت کې د اوبو مقدار راکم کړۍ او عین پروسیجر بیا تکرار کړۍ ترڅو 3mm  قطر سره تاو شي .کله چې سم تاو شو همدا پلاستیکي حالت دی .
 
5) پرخاوره انقباض لیمیټ ازمایښت . Shrinkage Limit Test on Soil
د انقباض لیمیټ په حالت کې په خاوره کې د اوبو مقدار فقط همدومره وي چې د خاورې سوري ډک کړي .دا هغه حالت دی چې د مشبوع کیدوه درجه یې  100%  وي .نو دلته د خاورې په حجم کې کوم بدلون نه وي نو مونږ د انقباض لیمیټ راکموو .او هغه د لاندې فورمول په واسطه پیداکیږي .
Ws=(M1-M2)n-(V1-V2)Pw/M2
 
M1  :ابتدايي کتله  ده .
V1  : ایبتدايي حجم دی .
M2  :وچ کتله ده .
V2:حجم دی وروسته له وچیدو .
Pw  :د اوبو کثافت دی .
6) پرخاوره د تخته کیدو ازمایښت .  Compaction Test on Soil
د تخته کیدو ازمایښت ددې لپاره ترسره کیږي چې د خاورې تخته کیدو خاصیت پرې مالوم شي .تخته کیدل نور څه نه دي بس د خاورو ترمنځ د خالیګاو راکمول دي .د تخته کیدو درجه د خاورې وچ کثافت له مخې پیدا کیږي .
 
د تخته کیدو په ازمایښت کې ،ورکول شوې خاوره د  20mm  او 4.75mm غلبیل سره غلبیل کیږي .  د شګې  يو څه فیصدي د 4.75mm  لپاسه پاتې کیږي او څه ترې تیږیږي  چې ددې دواړو یو اندازه سره مخلوط کیږي . بیا ورسره اوبه ورعلاوه کیږي او په یو لوښې کې تر 20 ساعتونو پورې کیښودل کیږي .وروسته له 20  ساعتونو له هغې راخستل کیږي او له 6  تر 8  برخو باندې ویشل کیږي .په یو قالب کې یوه برخه په درې طبقو په شکل اچول کیږي.اوس د بیخ پلیټ رالرې کړي او خاوره له قالب سره یوځای وزن کړۍ .خاوره له قالب رالرې کړۍ او اوس د ددې خاورې په وړو برخو د اوبو مقدار ازمایښت ترسره کړي .د ترلاسه شوو قیمتونو څخه د خاورې وچ کثافت او اوبو مقدار ګراف رسم کړۍ .په یاد ولرۍ چې تخته شوې خاوره به د محني پرمخ په بره نقطه کې قیمت ولري

Related Articles

Jul 22, 2020
3,499 views

مطالعه ولې مهمه ده او څنګه يې دود کړو؟

زما شخصي تجربه داده چې کتاب لوستل انسان سيدې لارې ته وربولي او له کږو لارو يې را ګرځوي، زه د خپل عمر هغه وخت په ياد لرم چې سواد مې زده وو خو مطالعه مې نکوله او هماغه وخت چې له نن سره پرتله کوم په ځان کې زيات توپير وينم دغه توپير چې د تجربې او مطالې ل...

Dec 19, 2020
2,057 views

اورېدل او ویل

اورېدل تر ویلو ډېر اړین دي. که داسې نه وي؛ نو خدای (ج) به یوه خوله او دوه غوږونه نه راکولای؛ هڅه مو باید دا وي چې لږې خبرې وکړئ ځکه ډېرې خبرې کول د انسان قدر کموي، نو باید خبرې مو تر اورېدو کمې وي او تل دا هڅه وکړئ چې کوم ځای کې مو چې خبرې کولو ته اړ...

Mar 26, 2022
5,008 views

د زړه د حملې نښې نښانې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   یو له هغو جدي ستونزو څخه چې کولای شي د ناڅاپي مړينې سبب وګرځي "د زړه حمله" ده. موږ هڅه کړې ده، چې پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې وکړو، ترڅو په ژر اقدام سره له خواشینوونکې پایلې څخه وژغورل شئ.  د زړه حمله څه ته وايي؟ زړه د ب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,403 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,065 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,806 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...