*بسم االله الرحمن الرحیم*
*پښتو ژبه او املا*
ليک رفيق الوت
”دا زما د واټسپ د لارې په املا څو خورې ورې خبرې دې چې يې دلته تاسو سره شريکوم“
ژبه په دوه ۲ قسمه ده چې يوې ته په انګريزۍ کښې لېنګوېج language او بلې ته ټنګ tongue وئېلے شي ـ
۱ ټنګ هغه دے کوم چې په خلې کښې دننه کومه د غوښې ټوکړه ده هغې ته وئيلے کېږي چې انسان پرې خوراک هم کولے شي او خبرې هم د دغه ژبې په مدد سره کېږي..
نو دغې ته هم ژبه وئېلے شي .
او دوېم (۲) مونږ سره لېنګوېج language دے
چې هغه د انسان د اندامونو د حرکتاتو سکناتو سره اشارې دي د کومو په ذريعه چې انسان خپل خيالات، احساسات او جذبات تر بل انسانه رسوي نو زمونږ بحث په دغه ژبه کښې دے چې لېنګوېج language هم بللے شي ـ
هر مخلوق لره الله ج د اظهار د ترسيل يوه ذريعه ورکړې ده لکه حېوانات چې کوم آوازونه کوي دغه هم ژبه ده لکه د مرغو چغار د سارؤ آوازونه او داسې نور خو ولې په دغه ټولو کښې انسان بهتر دے او ژبه يې هم فصيحه بليغه او بهتره ده
لکه د اشرف خان هجري يو شعر دے چې:
*هر صفت چې خالق ايښے په بنده کښې*
*تــر همــاؤ ګـــــويائــي والا ګــوهــر دے*
دغه شان الله تعالی په قرآن کريم کښې فرمائي
*وَعَلَّمَ اٰدَمَ الۡاَسۡمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمۡ عَلَى الۡمَلٰٓئِكَةِ فَقَالَ اَنۡۢبِـئُوۡنِىۡ بِاَسۡمَآءِ هٰٓؤُلَآءِ اِنۡ كُنۡتُمۡ صٰدِقِيۡنَ ۞*
او بل ځائے ذکر دي:
*عَلَّمَ الۡاِنۡسَانَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡؕ ۞*
بهر حال ژبې ته په قران کريم کښې هم اهميت ورکړے شوے دے
او بيا انساني ژبې ته خو په زياته توګه ورکړے شوے دے
دغه شان جنات پېريان هم خبرې کوي هغوي ته هم خالق دغه توان ورکړے دے ـ
په انسانانو کښې الله مختلف قامونه قبېلې پېدا کړي او.هر قام لره يې خپله خپله ژبه هم ورکړې ده نو هر کله پښتانۀ هم يو لوئے قام دے نو دوي هم رب تعالیٰ په يوه خوږه ژبه نازولي دي چې پښتو ده او پښتو يوه ډله زړه اريک وائي چې د آريا خلقو ژبه وه بهر حال دغه لوئے بحث دے چې چرته په بله موقع به يې وکړو راځو د پښتو املا له.
*املا او رسم الخط کښې فرق*
*املا Spelling*
املا په لغت کښې د ډکول، پرکول او مهلت ورکول په معنیٰ راځي. لکه قران کښې هم راځي چې واملی لهم ورکولو دوي مهلت يا لاملن جهنم يعنې ډک به کړو جهنم.
او په اصطلاح کښې خپلې يا د بل خبرې د رسم الخط د قواعدو او اصولو مطابق ليکل کول املا ده.
*رسم الخط Script, style or system of writing*
رسم الخط یعمې د ليکلو طريقه انداز شکل او style وغېره لکه رومن، عربي، اردو او داسې نور.
نو پښتو اوس په عربي رسم الخط نسخ کښې ليکلے کېږي.
*الف بې/ الفبا Alphabet*
پښتو الف بې / الفبا / توري / غږونه
ا ب پ ت ټ ث ج ځ چ څ ح خ د ډ ذ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل م ن ڼ و ھ/ه ي ې ئ ۍ ے
پښتو الفبا / توري چې پۀ اردو کښي حروف تهجي او انګريزۍ کښې Alphabet بللے شي.
هم دغه شان لکه څنګه چې د انګريزۍ ژبې شپږويشت ۲۶ (26) ، د اردو ژبې دوه پنځوس ۵۲ (52) ، او د عربۍ يوکم دېرش ۲۹ (29) توري دي. د پښتو هم څلور څلوېښت ۴۴ (44) توري دي
چې اتۀ ويشت ۲۸ (28) په کښې د عربۍ توري دي لکه
ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ل م ن و ه ي
او څلور ۴ د فارسۍ دي
پ چ ژ ګ
درې ۳ د هندۍ
ټ، ډ، ړ
او نهه ۹ د پښتو ځانګړي (مخصوص) توري دي. پنځۀ ۵ ځ څ ږ ښ ڼ دي او دغسي ورسره څلور ۴ يې ګانې دي چې پۀ بېلابېلو ځايونو کښي کارول کېږي... ې ئ ۍ ے
*د باړه ګلۍ اوولس فېصلې*
۱. هغه کلمې چې د عربۍ او فارسۍ نه پښتو ته راغلي دي او معنٰى ئې هم هغه ساتلې ده هغه به په خپل اصل شکل کښې ليکلے شي لکه قميص، قصە او ضعيف.
او هغه کلمې چې پښتو خپلې کړي دي. معنٰی يا شکل ئې بدل شوے دے، هغه به په پښتو کښې په اوښتي شکل ليکلے کيږي لکه تپوس، پام چې دا په عربۍ کښې تفحص او فهم دے خو مونږ خپل کړے دے نو مونږ به يې په خپله املاء کښې ليکو او د عربۍ مخصوص ټکي به د پښتو په کلماتو کښې نۀ ليكو. مثلاً تورخم به په ”ت“ ليكو په ”ط“ بە ئې نە ليكو.
۲. ”ڼ“ به د يو توري په شكل كښې د پښتو په ا ب ت يعنې حروف تهجي كښې د ”ن“ نه وروستو ليكلے شي او نوم به ئې ”نونړ“ وي.
۳. هغه كلمې چې په اخر كښې زور لري هغه به په ”ە“ ليکلے شي لکه خوشحاله (مذکر)، خوشحاله (مؤنث) او دغه ”ە“ به د تانيث مخصوص علامت نه شي ګڼلے.
۴. مد ” “په پښتو کښي نشته.
۵. مجهوله ”ے“ چې په قطبي پښتونخوا کښې پرته ليکلے کېږي هغه به همداسې پرته ليکلے شي. لکه سړے لرګے منګے لالے سپرلے وغېره البته په افغانستان او سويلي پښتونخوا كښې به د دوي د خپل ليک دود سره سمه د مخکښې په شان ليكلے كېږي.
۶. مخصوصة ”ې“ به د كلمې پە مېنځ كښې داسې ”ـېـ“ او اخر کښې ”ې“ ليکلے شي لکه سړې اوبۀ، خېر، خېبر، خېرات ښېګړه وغېره.
۷. د معروفې ”ي“ له پاره به دوه څنګ پـه څنګ ټکي ”ي“ ليکلے شي لکه سړي، زمري، لرګي وغېره.
۸. يائې تانيث ”ۍ“ به په اخر کښې د کش سره ليکلے شی لکه کرسۍ، جينۍ څپلۍ چېلۍ وغېره.
۹. د فعل امر دپاره به د مخکښې غوندې ”ی“ دپاسه ء ليکو لکه وخورئ، وکړئ وغېره.
۱۰. په ضمير متصل او ”ئې“ کښې به پـه ”ى“ باندې همزه ليکلے شي او مخصوصه ”ې“ به ليکلے شي او يا به ”ى“ او مخصوصه ”ې“ ليکلے شي لکه په یئ کښې به يوه ”ى“ او دوېمه ”ى“ باندې همزه ليکلے شي. يوه جمله د مثال په توګه ليکم *تاسو څنګه يئ*
۱۱. په داسي ”ە“ کښی لکه زړۀ ، ښۀ ، بۀ ، تۀ د مخکښې په شان د ”ە“ دپاسه ھمزە ” ء “ ليکو يعنې زړۀ ، ښۀ ، څۀ كښې بـه د ”ە“ دپاسه ” ء “ وي په افغانستان او سوېلي پښتونخوا كښې به هم دغه رنګ ليکلے شي.
۱۲. ”ګ“ بە په کونډە ليكلے شى.
۱۳. كښې، کښېناستل، نخښه او داسې نور ټکي به هم دغه رنګ ليکلے شي. مطلب کېناستل کې نخه به نۀ ليکو بلکې ”ښ“ به په کښې ليکو.
۱۴. معدوله ”واو“ به د ټکو نه نشي غـورځولے لکه خولهٔ، خواړۀ، ګوند، غوندې وغېره. مطلب داسې به يې نۀ لیکو لکه خلۀ، خاړۀ، غندې دا به غلط وي بلکې دلته به واو معدوله ليکو
۱۵. ھغە ټکي يا کلمې چې د عربۍ يا فارسي نە د پېش يا پېښ ” ُ “ پە حالت کښې راغلي دي، په پېش به ليکلے شي. يعنې په خپل رنګ کښې لکه ګل، بلبل.
هغه پښتو کلمې چې
پېش لري هغه به په مجهول ”واو“ ليکلے شي لکه پوښتنه، مور او نور.
۱۶. معروف ”واو“ بە د كلمو نه نۀ غـورځولے كېږي. او د پاسه به پېش ورکولے شي لکه نُور، سُور وغېره.
۱۷. د پښتو مخصوص توري څ، ځ، ږ، ښ، ڼ به هم دغسې ليکلے شي.
د اړيکې شمېره
03249399344