To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سفر پر مهال کوم ټکي باید په پام کې ونيسو؟

د سفر پر مهال کوم ټکي باید په پام کې ونيسو؟

سفر د ژوند په اوږدو کې خوندورې خاطرې را پرېږدي. د سفر مهمه ګټه دا ده، چې موږ د نورو سیمو او هېوادونو له خلکو، فرهنګ، او ارزښتونو سره آشنا کوي. خو دا اړینه ده، چې د یوه ښه او محفوظ سفر لپاره باید ځينو ټکو ته پام وکړو.
 په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده، چې تاسو ته د سفر اړوند ځينې مهمې لارښوونې چمتو کړو. 

 روغتيايي سپارښاتنې
 ـ د خوړو په برابرولو او همدارنګه د رسټورانټونو په انتخابولو کې ډېر دقیق اوسئ. په ځانګړې توګه هغه هوټلونه او ریسټورانټونه چې په لویو لارو کې موقعيت لري.
 ـ په اوږدو سفرونو کې داسې خواړه له ځان سره واخلئ، چې ژر نه خرابېږي/سخا کېږي. ځکه کېدای شي تاسو ډېر ځله خواړو ته اړتيا پيدا کړئ او که خراب خواړه وخورئ ستاسې روغتيا ننګولی شي.
 ـ د څښلو پاکې اوبه له ځان سره ولرئ. د لارې په اوږدو کې کېدای شي ځينې ځايونو کې اوبه پيدا کړئ خو داسې اوبه چې سر یې لوڅ وي هېڅکله مه څښئ.
 ـ ضد عفوني مايع او یا هم صابون له ځان سره ولرئ. که ستاسو لاس له سیټ او یا د ګاډي له نورو برخو سره ولګېږي په صابون او ضد عفوني مايع يې ومينځئ. دا کار ستاسو روغتيا ډاډمنوي.
 ـ له چټلو ځايونو سره مو د لاس لګېدلو ته پام وکړئ. کوښښ وکړئ پاک ځای وټاکئ که بیا هم ستاسو لاس خيرنېږي، په اوبو او صابون یې پرېمينځئ.
 ـ هغو سیمو ته چې وایروسي ناروغۍ په کې خپاره شوي وي، مه ورځئ. که کار مو اړین وي کوښښ وکړئ بازار او ګڼه ګوڼو ځايونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ. 
 ـ که د کرونا په څېر ناروغۍ ګډې وي، ماسک واچوئ او ټولنيز واټن په پام کې ولرئ.

 د موټر چلولو اړوند لارښوونې
 ـ د یوه محفوظ سفر لپاره اړينه ده، چې مناسبه لاره وټاکو. نو که تاسو کومې سيمې ته ځئ، د ګوګل ميپ له لارې یې عمومي واټونو او سړکونه په نښه کولای شئ. 
 ـ په هغو ورځو کې چې عمومي وضيعت او یا هم د هوا حالات ښه نه وي سفر مه کوئ.
 ـ په لاره کې ترافیکي اشارو او قوانينو ته پوره پاملرنه ولرئ. ګنې له خطرناکو ستونزو او پېښو سره مخ کېدای شئ. 
 ـ که بې خوبه یئ، هېڅکله موټر مه چلوئ. 
 ـ د شپې له خوا د موټر چلونکو د سترګو ديد کمزوی کېږي. نو د سفر لپاره بهترین وخت ورځ وي. 
 ـ د چټک تګ څخه ډډه وکړئ. کوښښ وکړئ، چې مناسبه چټکټيا ولرئ. دا مه هېروئ چې ناوخته رسېدل له نه رسېدو څخه غوره ده. 

 د موخې اړوند اړين ټکي 
 ـ وړاندې له سفر څخه باید بشپړ معلومات پيدا کړئ. د سیمې د خلکو او کلتور په اړه وپوښتئ تر څو له کومې ستونزې سره مخ نه شئ. ممکن ستاسو عادي رفتار په بله سیمه کې بد وګڼل شي. 
 ـ که داسې سیمې ته ځئ، چې د خلکو ژبه بدله وي نو کوښښ وکړئ ځينې عام کارېدونکي الفاظ زده کړئ. د ستونزو په وخت کې ډېره مرسته درسره کولای شي. 
 ـ د ځای د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړئ. مه هېروئ چې ستاسو ژوند له هر څه ډېر مهم دی. 
 ـ که غواړئ د شپې چکر ووهئ، حتمن د سیمې یو لارښود له ځان سره ولرئ. تر څو سمه لارښوونه مو وکړي او له خطراتو مو خبر کړي.

Related Articles

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی په دې ليکنه کې به تاسو د نړۍ د نوموتي فيلسوف، ليکوال او کره کتونکي (ژان پل سارتر) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ!   “يو انسان د نورو انسانانو ثمره ده او په هماغه اندازه ارزښت لري، لکه نور انسانان يې چې لري. “ ددې وينا تر شاه يو عالي پيغام پروت دی. سارتر وايي هېڅ انسان د کرکې وړ نه دی. که تاسو له کوم انسان کرکه کوئ نو لوم...

مصنوعي ځيرکتيا ChatGPT

لړۍ: مصنوعي ځيرکتيا څنګه د اکاډيميکې ليکنې لپاره ChatGPT وکاروو!؟  لاندې معلومات د Win Scholarship پاڼې د همکار دوکتور عبيدالله وردگ له لوري راټول او ترتيب شوي دي؛ نوموړی به د بېلابېلو اپليکېشنونو د استعمال په هکله معلوماتي ليکنې را سره شريکوي‌ چې څه ډول دا اپليکېشنونه د ليکنو او زده کړو لپاره په مناسب ډول وکاروو.  د مصنوعي ځیرکتیا یا AI په مرسته...

ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

ايکس  کروموسوم   نن په يونيورسټۍ کښې ننګيال د خپلي پي ايچ ډي د مقالے دفاع کوله . د ننګيال د مقالے عنوان د ماشومانو په پيدائش کښې د ايکس او وائي کروموسوم په  کردار بحث کول وو ننګيال چي خپله مقاله واوروله نو په ھال کښې موجود زده کونکو او نورو استاذانو په دغه اړه مختلف سوالونه اوکړل - ننګيال د دغه سوالونو په ډيره ښه طريقه جوابونه ورکړل    په اخير...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...