په دې لیکنه کې د اسلامي او غیر اسلامي نظامونو د اقتصادي سیستم مقایسه شوې ده. همدارنګه ددې نظامونو د اقتصادي ستونزو پر حل لارو بحث شوی دی.
کمونيزم( Communism)
کمون په عامه توګه هغې ډلې ته ويل کيږي، چې د چارو د ادارې په خاطر يو له بل سره همکاري کوي او د لوړو مقاماتو د لاس وهنې څخه پرته کارونه سموي، په ځینو اروپايي هيوادونو کې يو کوچني اداري واحد ته هم کمون وايي.
خو کمونېزم له يوټولنيز ـ اقتصادي نظام څخه عبارت دی، چې په ټولو شيانو کې د خلکو په مشارکت باور لري، لکه: خوراک څښاک، پوښاک، کور او ازدواج يا په بله اصطلاح د درې شيانو اشتراک پيسی، ښځه او ځمکه. د کمونستي نظام طرحه چی مارکس جوړه کړې ده، مثال يې شفاخانې او يا عسکري پايګاه ته ورته ده، چې هلته ورڅخه خلک مؤقته استفاده کوي. کمونيزم د داسې ټولنې په پښو درول غواړي، چې هلته فردي مالکيت نه وي بلکې ټول يې وخوري ويې څښی، وايې اغوندي او دهشي او ډله ئيز ازدواج وکړي اوپه کار لاس پورې کړې.
په کمونستي نظام کې د توليدو سايل، ځمکې، کارخانې، تعميرونه، بانکونه، شرکتونه ټول هر څه دولتي وي. په دې نظام کې نه څوک ځمکه لري، نه کارخانه، نه موټرې او نه بانکونه بلکې هر څه د دولت په لاس کې وي. دولت مکلفيت لري چې خلکو ته د کار په مقابل کې د خوراک، پوښاک، صحت او تعليم خدمات برابر کاندي.
تاريخي شاليد يې کمونېزم د اوسني وخت زېږنده نه ده او نه يې مارکس بنسټګر دی بلکې تاريخي سابقه لري د ميلاد نه نولس پېړۍ پخوا ليکوغورس په يونان کې عملی کړټولی ځمکې يې مصادره او بيا يې مساوي وويشلې.
د ماشومانو اجتماعي پالنه دولت پرغاړه واخېسته که چېرته به کوم ماشوم معيوب نړۍ ته سترګې پرانستې مور يې په وژلو مکلفه وه. په دويمه قبل الميلاد پېړۍ کې د يهودو يوه ډله د عمومي ملکيت غوښتونکې او د مساوات مدعی شوه، د شتمنو پرخلاف يې مبارزه اعلان کړه، په څلورمه قبل الميلاد پيړۍ کې افلاطون د همدغه نظام د تطبيق پلوي وکړه د شتمنيو او د ښځو اشتراک يې اعلان کړ. په شپږمه ميلادي پېړۍ کې ايراني مزدک په فارسي ملت کې د د شتمنيو او د ښځو د اشتراک مدعي شو.
په اولسمه ميلادي پېړۍ کې ايټالوي مفکر (کامبافيلا) د يو کتاب په ليکلو لاس پورې کړ، د هغه نظر دا ؤ چې شر او بدي د ثروت په عمومي کولو له منځه ځي. همدارنګه په نولسمه پېړۍ په روسيه کې د نهلستانو په نوم يوه ډله دايراني مزدک د خوځښت په څېر رامنځته او د خير او عدالت او د فقر او غربت د له منځه تللو اعلان يې کاوه.
د کمونيزم افکار او معتقدات د الله تعالی له وجود او له ټولو مغيباتو څخه انکار، لکه: روح، جنت، دوزخ، ملايکې، پيريان، وحی، اخرت او په دې باور چې ماده د هر شي اساس اوبنسټ تشکيلوی. مارکس ويلي دي چې الله عزوجل نشته او ژوند ټوله ماده ده، لينن وايي هر يو ديني فکر، چې په الله عزوجل باوري وي حماقت او جهالت دی. په الله عزوجل باور پخوانۍ توره ارتجاع او دين د ولسونو د نېشه کولو وسيله ده، په کار ده چې ددين پرخلاف جګړه اعلان شي.
دوی له ټولودينونوسره مقابله کوي اديان د پانګوالې او استعمار په چوپړ کې ګڼي.
ځانګړی (شخصي) ملکيت له منځه وړي او د ميراث د لغوه کېدو پلوی کوي. په ولسونو د برچې په زور خپل فکر تحميلوي. کمونيزم ماده ازلي بولي او وايي، چې ماده تل ده او تل به وي او له منځه نه ځي دوی طبيعت معبود بولي. په دې باور لرل چې د دنيا له ژونده پرته نه اخرت شته، نه عذاب او نه ثواب.
کمونيزم په اخ اوډب او زور زياتي باوري دی. لينن په دې باور لري چې که د کمونستي انقلاب د بري په لار کې د نړۍ د خلکو درې پر څلور برخې له منځه ولاړ شي دا کار دې سرته ورسېږي.
کمونيزم په ټګۍ، خيانت او غدر باور لري اګر که د خپل ګوند له غړوسره وي
د کمونستي نظام اقتصادي بنسټونه
د کمونستي نظام اصول په لاندې ټکو کې راخلاصه کوؤ، د فردي مالکيت بشپړ لغوه کول او دولت ته يې تسليمول.
د وس په اندازه کارکول او د حاجت په اندازه اجوره اخيستل.
د توليد او توزيع لپاره اقتصادې تګلاره جوړول.
په هرشي کې د خلکو مشارکت لکه: ځمکه، کور، جامه، سامان، غذايي توکي او ازدواج د ضرورت پر اساس توزيع، دلته د شتمنۍ وېش د کار پر اساس صورت نه نيسي. مارکسېزم وايي چې د کار او کاريګر ترمنځ هېڅ اړيکه نشته کاريګر چې هرڅومره کار کړی د خپل ضرورت له پوره کولو څخه پرته د هېڅ شي حق نلري کار د قدرت په اندازه او معاش د حاجت په اندازه نو په توزېع کې دکارموقف منفي دی.
د سوسياليزم او کمونيزم ترمنځ فرق
سوسياليزم له کمونېزم سره د شتمنيو په تمرکز يو شان نظر لري مګر د توزيع په سيستم کې سره جلا کيږی. په کمونيزم کې توزيع د حاجت پر اساس مګر په سوسياليزم کې د کار پر بنسټ د کمونستي نظام د تطبيق لپاره لینن له خلکو د ځمکو د اخيستلو فرمان صادرکړ. په زور د ځمکو او مالونو اخيستل څه اسان کار نه ؤ د کمونستي پلان د تطبيق لپاره دوی نولس ميليونه وګړي په روسيه کې په دار ځړولي دوه ميلونه وګړو ته يې سختې سزاګانې ورکړې. په مرکزي اسيا کې يې اولس نيم ميلونه خلک له تيغه تېر کړي د قراقرم د جمهوريت يو نيم ميليون وګړي يې وژلي او ټوله سيمه روسي ګرځول شوې ده. پنځه ميليونه خلک يې په روسيه کې سا بيريا ته تبعيد کړي په مرکزي اسيا او روسيه کې يې دېرش ميليونه د کرکيلې غوايي اوڅلويښت ميليونه اسونه له منځه وړي، په روسيې او مرکزي اسيا کې يې پنځوس زره جوماتونه د اسونو او غوايانو په غوجلو او د ګډا او نڅا په مراکزو تبديل کړي. د روسيې اقتصاد او کرکيله درکود سره مخامخ شوه نو لينن د مارکس فلسفه تغير کړه اوکار يې د توزېع معيار وباله سوسيالستي اقتصاد وايي! کارګر هغه څوک دی چې د خپل کار په وسيله يې مادې ته تبادلي ارزښت ورکړی کار د قيمت اساس دی نوکار د قدرت په اندازه اومعاش د کار په اندازه د توزېع يواځينۍ وسيله کار دی نو پردې اساس لينن د مارکس فلسفه تغير کړه.
عیبونه اونيمګړتیاوې یې
۱- د فرد ازادي او شخصیت له منځه وړل.
۲- په فردي ملکيت پابندي او د بشر له فطرت سره جګړه.
۳- د تولید د کميت او کیفیت راټېټېدل ځکه چې هلته فردي ملکیت سیالی اورقابت نه وي.
۴- اخلاقي اوټولنيز فساد ته وده لکه زنا، رشوت او غلا.
۵- ټولو دینونو، قوانینو او اخلاقو سره بشپړه مقابله او هغو ته د تورې ارتجاع او بورژوازي نظام په توګه کتل.
۶- د اقتصادي ازادۍ خاتمه: په کمونستي نظام کې شخصي ملکيت پای ته رسيږي، هر فرد د ټولنې د ماشين يوه پرزه ګرځي د بشر ازادي، اراده او شخصيت سخته ضربه ويني.
۷- د بشر فطري استعداد له منځه وړل: دا چې ټول توليدي وسايل د حکومت په لاس کې دي نو ځکه هر فرد ته حکومت تنخوا ورکوي او په تنخوا کې د چا فرق نه وي نو د لوړ استعداد څښتنانو ته د هغوی د استعداد په برابر معاش نه ورکول.
۸- د مصرف کوونکيو د ازادۍ ختمول: په کمونستي نظام کې اقتصادي ازادي نه وي ځکه چې د حکومت له خوا يواځې يو شی توليدېږي د ټولنې هر مصرف کونکی مجبور دی هماغه شی مصرف کړي.
۹ - د کار د شوق او سيالۍ خاتمه: په کمونستي نظام کې چې کله اقتصادي ازادي ختمه شي نو بيا په خلکو کې د زړه داخلاصه د کار کولو او له نورو سره د سيالۍ جذبه پای ته رسېږي .
۱۰- د حکومتي کارکونکيو بې پروايي.
۱۱ - د سياسي او اقتصادي قدرت تمرکز: د حکومت دنده د عوامو خدمت هغوی ته د ازاديو برابرول او د هغوی استعدادونوته وده ورکول.
۱۲ - په دروغو د مساوات چيغې وهل.
۱۳- کمونستي دکتاتوري او د قدرت تمرکز: د روسيې او چين خلک ټول په کمونست ګوندکې شامل نه دي، هلته جبر، زور، استبداد او برچه حکومت کوي د کمونستي نظام مثال هغه وزن ته ورته ده، چې د مټو په زور فضا ته پورته کيږي
۱۴- په کارګرانو مفت کارکول: د کمونست ګوند لوړ مقامه شخصيتونه په بيلابيلو پلمو کارګران راغونډوي ورڅخه کاراخلي او مزدوري نه ورکوي يواځې په ډوډۍ يې بسياکوي.
۱۵- د انساني شخصيت خاتمه او د ځنګله د ژويو په رمه يې تبديلول.
۱۶ - دډېرو ټولنيزو اړيکو لغوه کول لکه ميراث او هبه.
د اسلامي اقتصاد د نظام غوروالی
۱- پر مادیاتو او معنویاتو باور.
۲- باطني ساتنه. یعنې اسلامي اقتصاد د انسان د باطن او داخلي وجدان درمنله کوي، او د تل لپاره د الهي څارنې لاندې وی. د اسلامي اقتصاد دا ټولې لوړتیاوې په نفقاتو او لګښتونو کې وي، په ټولنه کې خپلوانو، اړو کسانو، فقیرانو، مسکینانو، یتیمانو او کونډو ته په ورکړه او هممدارنګه د زکات ټولنیز تکافل او د نورو مثبتو کړنو به برخه کې لکه د چل او فریب په نه کولو او د نورو د مال په نه خوړلو ترسره کیږی.
۳- مزدوج اقتصاد (انفرادي او اجتماعي مالکیت).
اسلامی اقتصادی نظام هم د فرد مالکیت د اسلامي او معیارونو په چوکاټ کې او هم ټولنیز مالکیت تنظیموي، که فرد ځانګړې پانګه ولري مجبور دی چې زکات او صدقه ورکړي، همداسې حکومت هم ډیرمسؤلینونه دملت پروړاندې لري، چې ټولنه کې عدالت تامینیږې.
۴- داخلاقو په دایره یا بند کې ازاد اقتصاد:
یعنې د اسلام اقتصادی نظام د داسې آزاد بازار اقتصاد بازار نه دی چې سرمایه داران پکې هر حلال او حرام کار د اقتصادی ازادۍ په نامه ترسره کړي او د خلکو له جیبونو پیسې چور کړی، او نه هم هغسې دیکتاتور حکومت دی ،چې هرڅه وغواړي ترسره یې کړی، بلکې په اسلامی اقتصاد کې خلک او حکومت مکلف دي چې د اسلامي اقتصاد په اخلاقي او ایماني چوکاټ کې مقید وي او خپل اقتصادي چارې پر مخ وړي.