ژباړه - حمایت ارمان
په روم کې د ښځو تاریخ له یوې تراژیدي پیل شو. له رومي جمهوریت څخه وړاندې دلته ایټرسکن کورنۍ حکومت کاوه. پاچا یې یوه شپه د یوه شریف ښاري بروټس کور ته ورځي، ګوري چې هغه په کور نشته، نو په مېرمن یې (لوکریشیا) جنسي تېری کوي.
بله ورځ لوکریشیا خپل مېړه او د کورنۍ نور غړي راټول کړل او هغوی ته یې ټوله کیسه وکړه. له هغه وروسته ښځې ځان په خنجر وواهه، ځانوژنه یې وکړه.
بروټس د خپلې مېرمنې جسد پورته کړ او ژمنه یې وکړه چې په روم کې به بیا هېڅکله شاهي نظام نه راځي. د ده د مبارزې له امله د ایټرسکن کورنۍ وشړل شوه او دغه پېښه په روم کې د جمهوریت د پیل لامل بلل کېږي.
رومي جمهوريت کې مختلفو مشرانو او رهبرانو چې کله د واک د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کولې، نو له ښځو او د هغوی نوم څخه یې د خپلې ګټې لپاره استفاده کوله. د سیزر (مړینه: ۴۴ ق م) او پومپي (مړینه: ۴۸ ق م) تر منځ سیاسي سیالي وه.
د دې ستونزې د حل لپاره سیزر خپله لور جولیا پومپي ته واده کړه، خو دا ملګرتیا ځکه پاتې نشوه چې جولیا مړه شوه او د سیزر او پومپي تر منځ جنګ وشو او بالاخره پومپي پکې ماتې وخوړه.
د سیزر له قتل وروسته د هغه ځايناستي اوکټي وین له اینتهني سره مصلحت وکړ او د مصر یو ولایت یا یوه برخه یې ورته ورکړه. دغلته هغه د ملکې قلوپطره په مینه کې راګیر شو. اوکټي وین هغه روم ته راوغوښت او د روغې جوړې کوښښ یې وکړ او خپله خور اوکټویه یې هغه ته واده کړه. اوکټویه ډېره ښکلې وه، خو اینتهني د قلوپطره په مینه کې دومره ډوب شوی و چې هغه یې پرېښوده او بېرته مصر ته ولاړ. بالاخره هغه په کورنیو جنګونو کې ماتې وخوړه او ده او قلوپطره (مړینه: ۳۰ ق م) ځانوژنه وکړه.
کله چې اوکټي وین کوم لوی ګواښ او خطر محسوس نه کړ، نو د حکومت ټول واکونه او صلاحیتونه یې پخپل لاس کې واخیستل. رومي سنا یا مشرانو جرګې هغه ته د اګسټس لقب ورکړ. د هغه هیله وه چې د روم ښځې دې پخوانیو روایتونو ته ژمنې اوسي او د کور ښځو په څېر دې په څرخ تار او رخت جوړ کړي، خو د هغه لور جولیا د هغه د غوښتنې او هیلې خلاف خپلواک چلند درلود او ازاده لاره یې اختیار کړه. کله چې اګسټس ته دا خبر ورسېد، نو جولیا یې یوې لرې جزيرې ته جلا وطنه کړه.
یو ځل د ورزشي لوبو پر مهال نندارچیانو کې یو کس له اګسټس غوښتنه وکړه چې جولیا بېرته راوغواړي، خو هغه پرې غوسه شو او خلکو ته یې وویل، په راتلونکې کې دې څوک هم د جولیا نوم نه اخلي.
د روم په تاریخ کې د یو څو هغو ښځو نومونه شته چې په سیاسي توطئیو کې یې برخه درلوده او په هغو کې یوه اګري پینا (مړینه: ۵۴ ع) وه، چې د نیرو (مړینه: ۶۸ ع) مور وه. د لومړي مېړه له مړینې وروسته یې له رومي شهنشاه کلاډیس (مړینه: ۵۴ ع) سره واده وکړ او کله چې یې نیرو خپل ځايناستی وټاکه، نو په زهرو سره ووژل شو. د هغې دا فکر و چې د نیرو په پاچاهۍ کې به خپل سياسي واک ته ورسېږي. په لومړي سر کې نیرو هغه وزغمله خو وروسته یې خپله مور ووژله، ترڅو په خپلواک ډول حکومت وکړي.
د روم په شاهي کورنۍ کې بد عملونه او عیاشۍ له حده ډېرې زیاتې شوې. کیلي ګولا (مړینه: ۴۱ ع)، نیرو او کموډس به د امراوو له مېرمنو سره جنسي اړیکې ساتلې او هغوی به یې ذلیله کولې. په هغه ماحول کې د امراوو مېرمنو عزت هېڅ خوندي نه و.
د روم په فرهنګ د یونان اغېز ډېر زیات و. هغوی هم د یونانیانو په څېر ښځې کم عقلې، کمزورې او د پرېکړو له صلاحیت څخه محرومې ګڼلې.
ارسطو (مړینه: ۳۲۲ ق م) او جالینوس (مړینه:۲۱۰ ع) هم دغه پرېکړې تایید کړې وې. د بېلګې په توګه، د دوی یو حکم و چې ښځې ارغواني رنګ جامې نشي اغوستی، ځکه دا شاهي رنګ دی. د رومي امراوو ښځو به وریښمې جامې خوښولې. وریښم به هغه مهال له چین څخه راتلل او ډېر قېمته وو. که څه هم لرغونپوهانو به پرې انتقاد کاوه چې دا د ښځو لپاره مناسبې جامې نه دي، خو ښځو به ډېر خوښول. دغه راز، دوی به په موټر کې سفر نه خوښاوه او ښځو باید پلی مزل کړی وای. په محدوده کچه د سروزرو کارولو اجازه یې لرله او په سیاست کې یې برخه نشوای اخیستی، خو د خپلې خوښې د نوماند ملاتړ یې کولی شو.
د هلک او نجلۍ واده به د دواړو کورنیو په خوښه کېده. د واده په مناسبت به بېلابېل رسمونه او دودونه پر ځای کېدل. وادونه به دوه ډوله وو. په اول ډول کې به مېړه ته جهیز ورکول کېده. په دې ډول وادونو کې به ښځه مېړه ته ډېره وفاداره وه. په دویم ډول کې بیا داسې وادونه وو چې ښځې په کې خپلواکې وې، خو د پلار، ورور یا مېړه تر څار لاندې به وې.
په وادونوکې به یې ګډې او وزې قرباني کولې. د مېړه او ښځې ترمنځ د مینې اظهار له هغو کتیبو معلومېدای شي چې مېړونو د خپلو مړو شویو ښځو په قبرونو لګولې دي.
په رومي فرهنګ کې دا عامه وه چې ښځې به له مېړه سره یو ځای په دعوت کې شریکېدل او که به یې خپل کور ته مېلمانه رابلل، نو بیا به ورسره یو ځای کېناستل.
د اګسټس په وخت کې به د ښځو مجسمې په عامو ځايونو کې نه ايښودل کېدې. د ټيټې طبقې ښځو به په کروندو کې کار کاوه، کورني حیوانات به یې ساتل او د کور په کارونو کې به بوختې وې. په دوی کې ځینو ښځو د خپلو عوایدو زیاتولو لپاره د کاریګرۍ په مختلفو کارونو کې برخه اخیسته لکه د رخت اوبدل، ټوکرۍ جوړول، خاورين لوښي جوړول، خیاطي کول، له شيدو مستې او پنير جوړول او نور.
ښځو به د شتمنو خلکو کورونو کې هم کارونه کول. د ټيټې طبقې په کورنيو کې د ښځو کارونو سره بیا هم د هغوی عزت نه کېده او د کورني تاوتریخوالي ښکار به ګرځېدې. خو له دې ټولو سختګیریو سره به بیا هم د ټيټې طبقې ښځو د تفریح لپاره لارې چارې لټولې او د موسیقۍ په محفلونو او وادونو کې په نڅا کولو سره به یې ځانونه خوښ ساتل.
په رومي فرهنګ کې د داسې خپلواكه ښځو نومونه هم شته چې پخواني دودونه او فرهنګونه یې چیلنج کړل، بنديزونه یې مات کړل او خپلې وړتياوې یې وښودې.