To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د انګلستان د نوموتي ډرامه ليکونکي او شاعر جورج ګورډن بايرون (George Gordon Byron) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.

 

“وياړ د وينو په تويلو کې نه دی، د اوښکو په وچولو کې دی.”

دلته له وينو تويلو څخه رښتيا هم د نورو خلکو د وژولو معنا نه ترلاسه کېږي. بلکې د بل د ځورولو، ربړولو او خفه کولو مفهوم هم په کې نغښتی دی. د ليکوال موخه دا ده، چې بايد نور خلک و نه ځورو او هېڅکله يې و نه رټو. ددې پر ځای يې بايد اوښکې وچي کړو. مينه ورکړو او پر شونډو يې مسکا راولو. د ژوند خاص خوند او سکون هم په همدې کې دی، چې د نورو لاسنيوی وکړو او اوښکې يې وچې کړو.

 

“ستا ټول وخت خپل نه دی، نور هم په کې برخه لري؛ هماغه ډول لکه ته چې د نورو په وخت کې برخه لرې.”

ځينې خلک تل ګوښه ګير وي، له نورو لرې او يواځې اوسي. دا کار نامناسب دی. انسان ټولنيز موجود دی، نو بايد له نور وګړو سره په اړيکه کې پاتې شي. لکه څنګه چې خلک تاسو ته وخت او مينه درکوي، همداسې نور خلک هم ستاسو مينې او وخت ته اړتيا لري. ټولنيز ژوند په دوه طرفه اړيکو ټينګ دی. پښتانه وايي: بازار ته څه وېسه او څه راوړه.

ژوند په دې نه کېږي چې تل دې نور ستا خيال وساتي او خپل ارزښتمن وخت له تا ځار کړي. په بدل کې تاسو هم بايد نورو ته خپل وخت ورکړئ، حال يې واخلئ، د زړه خواله وکړئ او يو بل درک کړئ. 

همدارنګه ځينې خلک له خپلوانو، ملګرو او نورو هغو خلکو چې اړيکې ورسره لري، لرې ګرځي. تل يواځېتوب خوښوي او په دې توګه ځان ورته بې ارزښته ښکاري. دوی ته پکار ده، چې خپله خپل ځان ته ارزښت ورکړي.

انګرېزان وايي، که غواړې محترم شې نو اول د نورو احترام وکړه. موخه دا ده، چې که غواړې نور مو وپالي تاسو يې هم وپالئ. 

انساني ژوند ته په کتو بله ډېره مهه خبره دا ده، چې ستاسو عمر يوازې ستاسو نه دی. په دې کې د ملګرو،  کورنۍ، مېرمنې، خپلوانو او ګڼو نورو خلکو برخه موجوده ده. بايد د هغوی برخه وسپارئ!

 

“ټولې نېکمرغۍ او برياوې، چې زما د ژوند ته راغلې، له هغو دروازو راننوتې چې ما کلک بند کړي وو.”

ځينې خلک به ددې جملې په سم مفهوم پوه نه شي، خو ډېر لوړ فکر په کې پروت دی. موږ ځينې څيزونه عادي ګڼو، حال دا چې همدا زموږ د ژوند اساسي برخه جوړوي. مثلا موږ تا دا ارزښت نه لري، چې نن مې څه وکړل. خو همدا ننني کارونه د سبا ورځې بريا تضمينوي. نو هڅه وکړئ، په ژوند کې د کوچنيو کارونو په ارزښت پوه شئ. زه تل دا خبره کوم، دې ته مه ګورئ چې ستاسو سرعت څومره دی. خو دا بايد تل وګورئ، چې روان يئ او که نا! درېدل مه کوئ، روان اوسئ که ډېر ورو هم وي. 

ددې جملې بل اړخ دا دی، چې هېڅ فرصت له لاسه مه ورکوئ، په ژوند کې هېڅ فرصت عادي مه ګڼئ. ممکن همدا وړوکی ګام ستاسو ټول ژوند بدل کړي. د فرصتونو په اړه ويل کېږي، چې د بنګړو په څېر دي. که مو پام ورته وکړ شته، او که لغته مو ورکړه بيا هېڅ نشته!

Related Articles

د پوشکین ژوند ته یوه لنډه کتنه

د پوشکين په اړه د روسيې بل نامتو لیکوال ماکسیم ګورکي وايي: "پوشکين په روسي ادبیاتو کې د ټولو پيلامو پیل دی."  د روسیې دغه نامتو لیکوال په "۱۷۹۹م" کال کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. بشپړ نوم یې الکساندر پوشکین "Alexander Pushkin" دی. نوموړی په یوې لویې کورنۍ پورې تړاو درلود، خو دده زېږېدنې پر مهال د کورنۍ پخوانی روب داب نه پ...

حسن خاتمه ښه پایله

داښکاره خبره ده چی انسان د نورو مخلوقاتو په څنګ کی یو مخلوق دى جى الله جل جلاله ورته عقل ور کړی دی نوددی لوی نعمت ) عقل ( په مقابل کی مکلف کرخول شوی دی . انسان مكلفول ددی تقاضاکوی چی دده دعمل اوکار په بدل کی باید دینه بدله وركړى شى جى داعقلی دلیل د مجازات هم دی چی شرعی نصوص پری گواه دی ، دانسان تول ژوند په دنیا کی چی څومره پراوونه اړه وی اوپری تیری...

د ساختمان سنګکاری

سنګکاريد ډیرې پخوا زمانې څخه تیږې د ساختماني مادې په دود د ودانیو، پلونو، استنادي دیوالونو په جوړولو کې کارول کیږي، د مسالې سره د تیږو څخه د دیوال جوړولو ته سنګ کاري وايي.په سنګارۍ کې د هغه تیږو څخه ګټه اخیستل کیږي چې قطرونه یې د 25-40 سانتي متر پورې وي، په دیوالونو کې د تیږو د کارولو لپاره د بیلابیلو مسالو څخه استفاده کیږي، په پخوا زمانو کې به د س...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...