To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شم، يو ښه مشر اوسم؟

څنګه کولای شم، يو ښه مشر اوسم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په اجتماعي ژوند کې حتمي ده، چې يو ځل به د مشرۍ لپاره ټاکل کېږئ. البته له مشرۍ څخه مې موخه دا نه ده، چې تاسو دې حتما د یوه کلي، ولسوالۍ او یا ولایت په کچه مشر شئ. ممکن د یوه عادي ټولنیز کار او یا هم د کورنۍ مشري در وسپارل شي. نو اړینه ده، چې دغه وړتيا ولرئ، ترڅو وکولای شئ، ښه یې مدیریت کړئ. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي. 

 

لومړۍ ـ مشرۍ ته اماده اوسئ!

که تاسو اوس په هر عمر کې یئ او یا هره دنده کوئ، باید پر خپل ذهن دا خبره تصدیق کړئ، چې یوه ورځ به مشر کېږئ. ددې کار ګټه دا ده، چې سر له اوسه به ذهنا دې مسولیت ته اماده اوسئ. 

 

دویم ـ مسولیت ومنئ! 

اکثره خلکو ته په يو ډول نا یو ډول مشري ورسېږي یا یې پخپله خوښه ترلاسه کړي، مګر بیا یې هم مسولیت نه مني، چې دا کار د ناکامو مشرانو دی. که تاسو ته مشري درسپارل کېږي یا یې پخپله خوښه ترلاسه کوئ، نو باید چې مسولیت یې هم ومنئ. فکر کوم خبره واضح نه ده؟

خیر نور یې هم واضح درته کوم. د مسولیت منل دا چې ته خپل زېردست خلک وڅارې، اړیکې ورسره ټينګې کړې، ستونزې یې واورې، درک یې کړې او ستونزې یې ورحل کړئ. دا فکر له ذهنه وباسئ، چې مشري یوازې دا ده، چې د نورو له خوا دې ستاسو احترام وشي. مشري مسولیت غواړي، دا مسولیت باید ومنئ!

 

درېيم ـ مشوره وکړئ

په کارونو کې مشوره کول د مسلمانانو لپاره یو دیني اصل دی. خو اوس په ټولنه نړۍ کې دا خبره منل شوې او ښه مشر هغه بلل کېږي، چې په هر کار کې له خپلو همکارانو سره مشورې کوي. کله چې تاسو مشوره کوئ، په دې معنا چې خپلو ټولو هغو کسانو ته د ارزښت ورکولو ډاډ ورکوئ، چې ستاسو تر لاس لاندې دي. په دې ډول هر یو تن فکر کوي، چې تاسو ته تر ټولو نږدې دی. په لنډ ډول ویلای شو، چې په مشورې سره تاسو وګړي خپلې همکارۍ ته بولئ. 

خو له بده مرغه په پښتني ټولنه کې مشران بالخصوص د کورنۍ مشر (پلار) په اکثرو چارو کې له خپلو اولادونو او مېرمنې سره مشوره نه کوي. دا کار ددوی ترمنځ لویې فاصلې ایجادولای شی. 

 

څلورم ـ په اړیکو کې تعادل وساتئ 

يو ښه مشر تل دې ته فکر کوي، چې څنګه د کارکوونو، کورنۍ غړو او همکارانو ترمنځ په اړیکو کې تعادل وساتي. او دا یو منل شوی اصل دی، چې په هر څه کې تعادل له منځه لاړ شي په هغه مسئله کې ستونزې پېښېږي. 

غواړم چې د اړیکو د تعادل په اړه لا ډېر وضاحت ورکړم. هېڅکله له نورو همکارانو سره دومره مه خوږ کېږه، چې ستا بې عزتي وکړي او مه دومره تریخ کېږه چې بدې یې شي. بېخي په اندازه مخ ته لاړ شئ.

بل په اړیکو کې تعادل دا معنا لري، چې هېڅکله خپل ګران کس ته د نورو په مقابل کې امتیاز مه ورکوه. دا کار دې مشرۍ ته زیان رسوي. یعنې داسې مه کوئ، چې ستاسو د ملګرتیا له امله مو په ټيم کې نفاق رامنځته شي. 

 

 

پنځم ـ خپلې غلطۍ ومنئ

په پښتني ټولنه کې اکثره مشران خپله ملامتیا نه مني او تر ډېره خپل عیبونه پر نورو ور تپي. دا کار ستاسو مشري کمزورې کوي او خپل باور له لاسه ورکوئ. که غواړئ مشري وکړئ، نو دا هم ومنئ، چې تاسو هم یو انسان یئ او انسان له اشتبها خلاص نه وي. 

 

شپږم ـ ګونګتیا مه پرېږدئ!

هڅه وکړئ خپلې خبرې او اړیکې له هر ډول ګونګتيا خلاصې کړئ. په هره مسئله کې چې ګونګتيا وي، هلته شک رامنځته کېږي او شک د اړیکو جرړې باسي. 

که غواړئ، له خپلو خلکو او وګړو سره مو په اړیکو کې شک رامنځته نه شي، نو کوښښ وکړئ واضح او پرته له ګونګتیا وغږېږئ.

Related Articles

د تاريخ تر ټولو لنډه جګړه

د زنجبار او انګرېزانو تر مېنځ دغه جګړه چې ټول ټال 38 دقېقې وه ، د زنجبار ( Zanzibar ) په ماته او انګرېزانو په بري پای ته ورسېده . تفصيلزنجبار د 19مې پېړۍ د پېل څخه 1964 کال پورې د افريقا په ختيزو سواحلو کې ېو کوچنی سلطنت و . هغه مهال د ډېرېو نورو افريقايي هېوادونو په څېر چې د بېلابېلو ځواکمنو اروپايي هېوادونو تر کنټرول وو ، زنجبار سلطنت هم د برېتا...

داسې جملې چې یو کتاب خبرې لري

حتما به داسې پېښ شوي، چې د چا له خبرو متأثر شوي یئ او دا کړنه په ټولنیز ژوند کې بېخي عادي ده. هر څوک د یو چا له خبرو اغېزمن کېږي او خوند ورکوي. پوهېږئ علت یې څه دی؟ یوازې همدا چې د هغه خبرې بې پيغامه او بې څه نه وي، نو موږ هم په دې لیکنه د امریکايي فیلسوف او لیکوال امرسن (Relaph Waldo Emerson) هغه جملې تاسو ته وړاندې کوو، چې ممکن ژوند او فکر مو بد...

عرضی قوو په مقابل کی شیر وال Shear wall

#موضوع: عرضي قوي په مقابل کې دیوال (Shear Wall) څه معنا او څه لپاره؟#ژباړن. پوهنیار صابرشاه صابريتعریف: عرضي قوي په مقابل کې دیوال هغه دیوال دي چې چې عرضي قوه لکه باد، زلزله کوم چې تخریب سبب ګرځی مقاومت وکړي.په #فریم لرونکي ودانی کې عرضي دیوال:عمودي پلټ دي لکه سیخ داره دیوال.عمومأ د تهداب څخه شروع کیږي. دتعمیر ارتفاع سره سم پورته کیږي.د #عرضي قوي پ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...