عمومأ کله چې په افغانستان کې کوم ځوان/ پېغله له پوهنتونه فارغ شي، توقعات یې ډېر لوړ وي؛ باید لوړ وي ځکه لیسانس کومه وړه خبره نه ده.

 

خو مشکل چېرې دی؟

موږ او تاسو په یوه داسې هېواد کې ژوند کوو چې له کلونو راهیسې د بدمرغې جګړې سیوری پرې پروت دی، نو ښه خبره دا ده کوم امکانات چې په نورو هېوادونو کې د ځوانانو لپاره مساعد دي، هغه باید په افغانستان کې ونه لټوو، ځکه پیدا کولای یې نه شو.

 

نو باید څه وکړو؟

له خپلې تجربې یې درته وایم، کله چې د پوهنتون په وروستي ټولګي کې وم، فراغت ته مې یو کال وخت پاتې و، ما د ریاست او په یوه مشهوره رسنۍ کې د ویاندويي خوبونه لیدل په عامه اصطلاح به درته ووایم په دا کوچنیو جمپونو مې هیڅ بریک نه نیوی، خو کله چې د رښتیا میدان ته راغلم، هر څه بدل و چا مې په خوله تریخ پیاز نه خوړ.

هر ځای ته چې به ولاړم د تجربې غوښتنه به یې کوله په داسې حال کې چې ما په ټول ژوند کې یو ساعت کار هم نه و کړی، نو تجربه به له کومه کېدله؟

زما تجربه هغه څه دي چې د دې ټولنې هر ځوان چې له پوهنتون فارغېږي، مطمئین یم چې په سلو کې نوي سلنه به له دې ته ورته ستونزو سره مخ کېږي او مخ شوی به وي.

 

نو باید څه وکوو؟

پوهنتون د فکر د پراخېدو ځای دی، لومړی دې هر زده‌کړیال هڅه وکړي چې فکر پراخ کړي او د مکتب دورې له لېوني فکره ځان راوباسي. په پوهنتون کې ډېر تمرکز پر چپټر مه کوئ؛ ازاده مطالعه وکړئ؛ له خلکو سره اړیکې جوړې کړئ؛ په هره غونډه کې ګډون وکړئ؛ ځان په خلکو وپېژنئ، که هېڅ ګټه ونه کړي، خو لږ تر لږه دومره ګټه کوي چې سبا دې یو څوک وویني دا به ضرورو وایي چې دې کس په پلانۍ غونډه کې شعر/ یا وینا وکړه.

 

اوس اصلي بحث د دندې پیدا کېدل دي چې څنګه یې پیدا کړو؟

کله چې له پوهنتون فارغ شوی ځینې خبرې مو له ذهن وباسئ، ځکه باید شرایط درک کړئ.

 

لومړی – ځان مه ګوښه کوئ. څنګه؟

ډېری کسان دې چې څنګه له پوهنتونه فارغ شي په نورو کارونو ځان بوخت کړي وایي چې وروسته به دنده وکړم. ښه مثال یې واده دی، ځینې ځوانان چې له پوهنتون فارغ شي واده وکړي، له ځان سره وایي چې یو کال به کور کې تېر کړم بیا به دنده پسې وګرځم. خو بیا ډېره سخته وي ځکه کله چې فارغ شې ته فریش یې؛ تازه یې؛ هغه څه چې دې پوهنتون کې ویلي اوس دې هم په ذهن کې وي، خو کله چې یو کال وروسته ته د دندو بازار ته ځان را وباسې زه مطمئین یم چې په ډېرو شیانو به دې سر نه خلاصېږي، نیمایي به در څخه هېر وي.

زما هدف دا نه دی چې واده مه کوئ واده هم وکړئ خو په دنده پسې هم وګرځئ.

 

دویم – مسلک مه بدلوئ. ډېر زیان لري

زموږ او ستاسو په ټولنه کې یوه ډېره بده ناروغي دا ده چې اولاد یې باید ډاکتر یا انجنیر وي، کنې ډوډۍ نشې پیدا کولای. مکمل غلط؛ هر پوهنځی چې مو ویلې وي، پرې و ویاړئ او مه یې پرېږدئ، ځکه دا ټولې د یوې اړتیا په صورت کې رامنځته شوې دي که دې پوهنځیو ته اړتیا نه وای، نو بیا یې ولې جوړولې؟

خپل مسلک مه پرېږدئ کار پکې وکړئ چې مخته ولاړ شئ.

 

درېیم _ هېڅ حوصله مه بایلئ، د مبارزې میدان به نه پرېږدئ، که مو پرېښود ومو بایلله. څنګه؟

حوصله په دې معنا کله چې د دندې په لټه کې شوې تر هغو یې په تلاش کې شه چې ترڅو دې نه وي پیدا کړې، شاید تر څو میاشتو به بېکاره یې خو زه مطمئین یم چې تر یو کال ډېر انتظار به نه کوې، خو چې په میدان ورته پاتې شې.

 

څلورم_ بیا یې تکراروم لوړه توقع به نه کوې چې خرابوي مو

مهمه خبره د تجربې ده هر دفتر ته چې د کار لپاره ځې ستا څخه د کاري تجربې غوښتنه کوي چې ته یې نه لرې. د هر دفتر لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې کارمند یې باید له کاري چاپېریال سره بلد وي.

 

پنځم_ له ډېرې کوچنۍ دندې یې شروع کړه

باور وکړئ دا شرم نه دی چې یو ملګری دې تر تا ډېر معاش اخلي او ستا کم دی، ته صرف کوښښ وکوه په چوکاټ کې ځان ته ځای پیدا کړه د معاش کیسه کې یې مه کېږه. له پنځه زره افغانیو یې پیل کړه، که پنځه زره هم نه وې مفت کار پیل کړه، خو پیل یې کړه. زه ډاډ درکوم چې کله دې کار پیل کړ په دوو یا درېیو حد اقل تر پنځو میاشتو وروسته به ضرور تا یا همدغه دفتر رسمي کارمند کوي او معاش به درکوي یا به بل ځای کې تاته ضرورت پیدا کېږي او ته به د تجربې او اسنادو له پلوه ورته برابر یې.

 

شپږم_ ماسټري څه وخت وکړو؟

تحصیلات چې څومره لوړ وي، هغومره یې ګټه زیاته ده، خو هر څه وخت لري.

زموږ ډېری ځوانان چې کله له پوهنتون فارغه شي دستي د ماسټري په پړي پسې ځان تړي، خو وخت یې نه وي. ولې؟

تر کار کولو وروسته ماسټري څو ګټې لري.

اول- خو په خپله کاري ساحه کې تاته دا معلومېږي چې زه په څه شي کې ماسټري وکړم؟ د دندو په مارکېټ کې کوم بخش ښه چلېږي چې ماسټري کې وکړم.

دویم - ته له کاري چاپیریال سره بلدېږي روابط دې زیاتېږي په خلکو ځان پېژنې، نو وروسته له کار کولو چې له ماسټري ته راشې بیا به په دنده پسې ډېر نه سرګردانه کېږي ځکه هر څوک دې پېژنې او تا ته هم د کار ساحه معلومه ده په دوو میاشتو کې بېرته دنده پیدا کولای شې.

 

له پوهنتون سره ټچ د ماسټري کولو یو عمده زیان بیا دا دی چې ته له سیستم څخه وځې بېرته ځان په یوه نوي محصل بدلوې چې د کوم دفتر مخ دې لا نه وي لیدلی. دویم زیان دا دی تاته نه معلومېږي چې په څه کې ماسټري وکړم کوم بخش ښه بازار لري؟

درېیم زیان یې دا دی چې کله فارغ شې بېرته به سرګردانه په دنده پسې ګرځې یو کال دوه کاله به نور ضایع کوې مصارف به دې بیا هم کورنۍ درکوي، ځکه تا ځان ته ځای نه دی جوړ کړی چې دنده پیدا کړې.

 

یادونه! هغه کسان چې امکانات لري او د کور مسوولیت نه وي ور تر غاړې هغه نه یادوم حتمآ دې ماسټري وکړي په هر څه کې چې یې زړه وي، هر وخت چې یې زړه وي، نر غوندې دې وکوي.

په دې به نه نازېږې چې زه ماسټر یم خلک به کور ته راته راشي چې راځه انډیواله زما سره کار وکړه. باور وکړئ ډېری خلک پېژنم لیسانس هم نه لري خو ښه دندې لري، دوکترا والا بېکاره ګرځي دوی دندې لري، ولې؟ ځکه ځان یې ځای کړی دی نور یې څوک نه شي ایستلی اړتیا ده ورته کار یې کړی او ورسره بلد دی.

 

لنډه دا چې حوصلې مو مه بایلئ؛ لوړې تمې له ځانه مه کوئ؛له کوچني ځایه یې پیل کړئ، لوړ ځای ته به هرو مرو رسېږئ.

الله دې ټولو ته د خپلې خوښې دندې ور پیدا کړي.

 

خالد الفت