To start downloading books

Please sign in or create an account.

څو جملې څو کتابه (۴)

څو جملې څو کتابه (۴)

انسان ته کله ناکله داسې یوه کړنه، حادثه او یا وینا ورپېښه شي، چې فکر او ژوند ته یې مثبت بدلون ورکوي. البته دا داسې کړنه، پېښه او یا وينا وي، چې قوي اغېز لري او انسان ته لوی درس ورکوي. د نړۍ لویو فاتحينو له یو کوچني مېږي د همت او مېړانې درس اخیستی، همدارنګه د مېرویس نېکه فکر ته د هغې د مور څو جملو بدلون ورکړ او خلک یې له ظلم وژغورل، د مېوند بایللې جګړه د ملالې یوې ټپې وګټله. نو څه فکر کوئ؟ الفاظ، کلمې او ویناوې څومره زورورې دي. 

د کتابتون ویبسايټ ددې لړۍ موخه همدا ده، چې تاسو ته انګېزه ورکوونکي ویناوې برابرې کړي. تاسو هڅه وکړئ، چې هره وینا بار ـ بار ولولئ او ژور فکر وکړئ. کېدای شي یوه جمله ستاسو د ژوند مسیر مثبت لوري ته بدل کړي.

د همداسې ویناوو په جریان کې نن به د پرتګالي ژبې نوموتي لیکوال پاولو کوئيلو (Paolo Coelho) په ویناوو کې د ژوند درس مومئ او خپل مسیر به ټاکئ. 

 

څو جملې څو کتابه

  • څوک چې زما لپاره غلا کوي، کېدای شي له ما څخه یې هم وکړي.
  • په نړۍ کې هېڅ شی په بشپړ ډول ناسم نه دی. آن له کاره لویدلی ساعت هم په ورځ او شپه کې دوه وارې سم وي.
  • د ژوند راز دا دی، چې که اووه ځله ولوېږې اته ځلې پاڅېږې.
  • موږ د ژوند بې معنی والی، پړه له خپل ځان پرته پر بل چا نه شو اچولی.
  • زړور اوسه! خطر ومنه! هېڅ شی د تجربې ځای نه شي نیولای.
  • ډارن خلک نه ماتې خوري نه بریالي کېږي.
  • که غواړې بریالی شې، نو یا قانون ته درنښت وکړه. هېڅکله ځان ته دروغ مه وایه!
  • ته به یوازې یو ځل ژوند وکړې، نو د خپل ځان لپاره یې وکړه. مهمه نه ده، چې نور خلک څه فکر کوي.
  • که چېرې له خپل تېر ژوند ناراضه وې، ټوله ماضي هېره کړه. نوې کیسه جوړه کړه او پر هغو باور ولره.
  • د یوه بل ګام اخیستلو لپاره همېشه لږ لېونتوب پکار دی.
  • حقیقت هغه مهال خپلواکي درکوي، چې حقیقت وپېژنې.

پورتنۍ ویناوې د یو داسې انسان دي، چې آثار یې د نړۍ شپږپنځوس ژبو ته ژباړل شوي دي. د "کیمیاګر" په څېر مشهور آثار یې پنځولي. نوموړی له موږ ډېر عمر لري. داسې انسان چې ژوند یې تجربه کړی او پر ډېرو رموزو یې پوه شوی دی. تاسو ته د کوئيلو کومه وینا ډېر په زړه پورې وه؟

Related Articles

انجینری سوالونه او جوابونه

سوالونه اوجوابونه    (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟    جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده    (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ(۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟جواب:یوکارمنددکال پ...

لنډه کیسه: ټکر

ټکر (لنډه کیسه) لیکواله: شکېبا نادري سړي نارې کړې: ــــ له بازاره خو به مو بل څه نه وي پکار؟ غوټۍ خبره ور غبرګه کړه: ـــ نه پلاره، هر څه شته. ټول چمتوالی نیول شوی، مېلمانه به هم اوس راورسېږي. غوټۍ له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېده، له المارۍ یې خپلې نوې جامې ور واخیستې، له موسکا په ډکه خوله یې په هېنداره کې د ځان ننداره کوله، غلي یې له ځان سره وویل:...

طلاق عاطفی و تفریق جسمانی در قوانین افغانستان || Emotional divorce & physical separation in applicable laws of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar طلاق عاطفی به سردی روابط میان زن و شوهر گفته می‏شود که در این رابطه ضعف ارتباط احساسی و عاطفی، به سردی تمام روابط یک زوج منجر می‏شود و در تفریق یا مفارقت جسمانی نیز طور که از نام آن هویدا است، زوجین بدون وقوع یکی از طرق انحلال نکاح بین شان...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...