To start downloading books

Please sign in or create an account.

د المپيک لوبو لنډه تاريخچه

د المپيک لوبو لنډه تاريخچه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

المپيک لوبې څه دي؟ چېرته رامنځته شول؟  څنګه یې بشپړتیا ومونده او اوسنۍ بڼه یې غوره کړه؟ د لیکنې تر پایه به ددې ټولو پوښتنو ځواب ومومئ.

المپيک د ورزشي لوبو تر ټولو ستر جشن دی. تاریخ لیکونکي پر دې باور دي، چې دا لوبې د لومړي ځل لپاره په لرغوني یونان کې ترسره شوې؛ خو په اوسنۍ بڼه د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې پیل شوې.

په لرغوني وختونو کې اکثرو جشنونو مذهبي رنګ درلود؛ نو ځکه خو د المپيک جشن هم زیوس (د لرغوني يونان ستر خدای) ته د احترام لپاره په المپيا کې ترسره کېده.

المپيا په یونان کې د یوې دښتې نوم هم دی، چې په اوس وخت کې د نړېوال ميراث په توګه له یونیسکو سره هم ثبت شوی دی. د المپيک لوبې ګډونوال به هغه نارینه وو، چې شتمن وو. یونانيانو به دا جشن اکثره په جنګونو کې تر بیا وروسته او یا هم د واکمنانو د پيدايښت او مړينې په ورځو کې ترسره کاوه. البته دا لوبې به هر څلور کاله وروسته ترسره کېدې. په لومړيو کې یوازې غير حرفوي لوبغاړو د ګډون حق درلود؛ مګر وروسته مسلکي لوبغاړو هم په دې لوبو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

د لومړي ځل لپاره دا جشن په "۷۷۶" قبل المیلاد کال کې ترسره شو او تر "۳۹۴" میلادي کال پورې یې دوام وکړ؛ مګر کله چې روميان پر یونانيانو برلاسي شول المپيک لوبو خپل شهرت او خوند له لاسه ورکړ. په دې وخت کې له حېواناتو سره د انسان د مقابلې لوبو بازار تود شو. ښه مثال یې د "غوا او انسان" خطرناکه لوبه ده، چې اوس هم په اروپايي هېوادونو کې ترسره کېږي.

په لرغونو وختونو کې غلامانو نه شوای کولی په المپيک لوبو کې ګډون وکړي، یوازې او یوازې آزادو انسانانو په دې جشن کې د ګډون حق درلود. له واده شوو نجونو هم د ګډون حق اخیستل شو و. یوازې مجردو نجونو د مسابقې حق درلود؛ خو هغوی به هم د زیوس مېرمنې په ستاينه کې له اصلي جشن یوه ورځ وروسته سیالۍ کولې. په لومړيو کې یوازې د ځغاستې سیالي د المپيک جشن برخه وه؛ خو وروسته غېږه نېونه، بوکس او ټوپ وهل ور زیات شول.

 

په نوي شکل د المپیک لوبې

له "۳۹۴م" کال وروسته د المپيک لوبې وځنډېدې؛ آن تر "۱۸۹۶م" پورې بېخي له پامه غورځول شوې وې. همدارنګه د المپيا ميدان هم په سختو زلزلو کې له منځه تللی و.

بالاخره په "۱۸۹۶میلادي" کال کې د المپيک غونډه ترسره شوه او د ګڼو هېوادونو ملاتړ یې ترلاسه کړ. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دا لوبې به په هرو څلورو کلونو کې په یوه ستر هېواد کې ترسره کېږي. ددې ترڅنګ "د المپيک نړېواله کمېټه" هم رامنځته شوه، ترڅو دا لوبې چمتو او دقیقه څارنه یې وکړي. اوسمهال د نړۍ ګڼې لوبې ددې جشن برخه دي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي خپله وړتيا او استعداد د نړۍ مخې ته څرګندوي.

Related Articles

ولې باید مطالعه وکړو؟

ولې باید مطالعه وکړو؟ • ځکه چې ذهن مو روښانه کېږي. • په خبرو کې مو فوق العاده بدلون رامنځته کېږي.• حافظه مو پياوړې کېږي.• د ښې مطالعې پر مټ کولای شو ښه ویناوال هم شو.• ښه او بد سره بېلولای شو او ښې پرېکړې به کوو.• په پوهه کې مو زیاتوالی راځي.• ښه او منطقي بحث کولای شو. • په رفتار او کړنو کې مو ښه والی راځي.• حوصله او زغم مو ډېرېږي.• په سختو حالاتو...

د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

لیکنه: شکېبا نادري د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟   انسان تل په یو حالت کې نه وي ځینې وخت انسان د یوه کس د خبرو پر وړاندې حوصله کوي او زغمي یې، خو ځینې وخت بیا انسان د نورو د خبرو حوصله نه لري او ارومرو یې ځواب ورکوي. موږ ډېری وخت له داسې کسانو سره مخ کېږو چې توهین کول او سپکې خبرې یې عادت شوی وي او تل یې کوي.  موږ په نننۍ...

د وطن ښکلاوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی له کورني ژوند او کاري ستړياوو وروسته هر انسان احساس کوي، چې باید یو چېرې په چکر ولاړ شي ترڅو ذهني او فزیکي سکون ومومي. په دې ترڅ کې ځينې خلک لویو ښارونو او ځينې نور بیا د طبیعت غېږې ته د ساعت تېرۍ لپاره پناه وړي. موږ په دې لیکنه تاسو ته د خپل وطن (افغانستان) داسې سیمې معرفي کوو، چې کولای شئ ورشئ او له ښکلاوو یې خوند واخلئ.  ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...