To start downloading books

Please sign in or create an account.

اطاق که اتاق

اطاق که اتاق

ليکوال: سيلانی 

تېره شپۀ زما د فېسبوک قدرمن ملګري او د بلخ پوهنتون د ښوونې  او روزنې  پوهنځي استاد حميد الله عمرخېل چې اوس د کابل پۀ دکتورا برنامې کې سکالر هم دی، د « اتاق او اطاق » پۀ هکله ليکلي دي، چې دا کلمه بايد اتاق وليکل شي او سمه بڼه یې « اتاق » دی. ښاغلی عمرخېل د ژبپوهنې پۀ رڼا کې دا موضوع نۀ سپړي، یوازې د کلمې پر سموالي او ناسموالي تاکيد کوي. کور يې ودان چې داسې علمي بحثونه مطرح کوي، اصلآ د اکدميکو اشخاصو تر منځ بايد همداسې مسايلو و شاربل شي تر څو عام وګړي د ليکدود پۀاصلي بڼه پوه شي. لازمه مې وګڼله چې ددې وييونو پۀ ژبپوهنيزو قاعدو لږ رڼا واچو او د ملګرو نقد و نظر هم واورو.

 

پۀ دې ليکنه کې بحث مطلق پر « اتاق او اطاق » نۀ راڅرخي، بلکې دا د بحث یوه فرعي برخه ده، خو دا چې د « ت – ط » تورو د کاورنې او ليکلو موضوع ده، ځکه مو سرليک « اتاق کۀ اطاق » وټاکۀ؛ موږ د دې وييونو لۀ پۀ پښتو ژبه کې معادلې کلمې ( کوټه – خونه ) لرو، خو دا چې دې ورته کلمې څۀ ډول وليکو، نو پۀ دې ليکنه کې یې راسره ولولئ.

 

پۀپارسي دري ژبه کې د استاد عباس اقبال آشتیانی او نور ډېر ژبپوهان د « ت او ط » کارونې لپاره ځينې اصول ټاکلي دي، چې دهغه لۀ مخې موږ کولی شو پۀ پارسي ژبه کې د ددې ډول کلماتو تفکیک وکړو او د یوې منظمې قاعدې لۀ مخې یې بدلون را منځته کړو، البته دا وضع شوې قاعدې پۀ پښتو ژبه کې هم پلي کېدونکي دي او تر ډېره سمې او د ژبپوهنيزو اصولو خلاف نۀ بريښي، پۀ دې هکله به د درنو استادانو او لوستونکو نظريات هم واخلو:

 

کومې کلمې چې پۀ « ط » ليکل شوي وي او زموږ ژبو ته را دننه شوي وي، هغه عربي کلمې دي او د ريښې پېژندنې لۀ مخې هغه عربي ګڼل کيږي، کۀ چېرې د ريشه شناسۍ لۀ مخې دا ثابته شي چې نوموړې کلمه عربي نۀ ده او پۀ« ط » ليکل شوې ده، نو ناسمه ده، باید پۀ « ت » وليکل شي. 

پۀ عربو کې هم دا دود دی، کومې کلمې چې لۀ نورو ژبو څخه عربي ژبې ته دننه کيږي او د ت او ط لۀ مخرج څخه او یاهم ورته مخرج څخه ادا کيږي، نو هغوی دا کلمه پۀ « ط » ليکلي، دليل یې دادی: چې هغوی غواړي ددې کلمې پرديتوب یا بېګانګي پخپله ژبه کې ثابته کړي او د عربي ژبې لوستونکي پوه شي چې نوموړې کلمه پردۍ ده. لکۀ: د « تاس او تراز » کلمې چې اصلآ پارسي دي خو عربو دا کلمې معربې کړې دي او « طاس او طراز » پۀ بڼه یې ليکي.

پۀ « ط او ت» باندې د ليکل شویو کلمو تفکيک پۀ لاندې ډول تر سره کولی شو:

 

لومړی : د ریشه شناسۍ لۀ مخې : کومې کلمې چې د ريشه شناسۍ لۀ مخې د زړې پارسي او پښتو کلمې وي، او د ت یا ط پۀ مخرج سره  ادا کيږي بايد پۀ « ت» وليکل شي، لکه: تراز، تنبور، تبرزین، تشت، تاس، اتو، تاول...

 

دويم: کومې کلمې چې پرته لۀ عربي ژبې څخه زموږ ژبو ته را دننه کيږي او د « ت او  ط » لۀ مخرج څخه ادا کيږي، نو بايد پۀ« ت » وليکل شي، لکۀ: بليت، باتري چې فرانسوي کلمې دي، يا هم امپراتور چې انګلیسي کلمه ده او یا هغه کلمې چې لۀ ترکي ژبې څخه را دننه شوي وي، لکۀ تالار، اتاق او  داسې نور...

 

درېيم: هغه کلمې چې د ريشه شناسۍ لۀ مخې تفکيک او تشخیص شوي وي چې عربي کلمې دي، نو غوره ده چې پۀ« ط » وليکل شي، ځکه « ط » عربي توری دی او ددې توري اصلي مخرج پۀ عربي ژبه کې ادا کيږي؛ لۀ دې کار سره به زموږ لوستونکو ته يوه ګټه دا وي چې موږ لوستونکو ته څرګنده کړو چې دا پردۍ يا مستعاره کلمه ده او لۀ بلې خوا به مو د نوموړې کلمې مصدر ساتلی وي، لۀ دې علاوه بله ښېګڼه يې داده چې موږ به د لغتونو د مستعار کېدو اصول پر ځای کړي وي. لکه: طارق، طریق، باطل....

 

څلورم: ځينې داسې کلمې شته، چې زموږ لیکوال یې پۀ ليکلو د غږپوهنې يا د غږونو د یوشان والي لۀ مخې تېروته کوي او یوه کلمه د بلې کلمې پر ځای کاروي، لکه: د « حيات او حیاط» کلمې، که څه هم دا کلمې ظاهرآ په لوستلو کې يو ډول تلفظ کيږي، خو د معنا په لحاظ دا دوه بېلې کلمې دي چې جلا معناوې وړاندې کوي. حيات د ژوند په معنا او حياط د خونو د خالي فضا په معنا چې تعبیه شوي وي يا هم د کوټې صحن ته وايي. يا دې ورته نورې کلمې لکه : اتلال او اطلال، معنا او مانا يا صاحب او صایب....

 

پنځم: ځينې خاص مکاني او د وګړو نومونه باید پۀ « ت » وليکل شي، البته هغه نومونه چې د «ت یا ط» پۀ مخرج سره ادا کيږي. لکه: اتریش، ایتالیا، پیترزبورګ، ترابلس... ځينې داسې نومونه هم شته چې د خلکو تر منځ ډېری پۀ ط ليکل شوي دي، خو بايد پۀ ت وليکل شي، خو کۀ چېرې دا کار وشي نو لوستونکي ورسره پۀ ستونزه کې اخته کيږي. لکه : لوط، طبس، طارم... نو د لوستونکو د ذهني اخلال د مخنيوي لۀ پاره کۀ پۀ همدې بڼه وليکل شي، څۀ ستونزه نۀ لري. يا هم ځينې کلمات چې د ډېر استعمال لۀ مخې زموږ پۀ ژبو کې پۀ هماغه بڼه ليکل شوي او رایجه دي، نو ښه ده چې پۀ هماغه عادي بڼه وليکل شي، لکه : سقراط، افلاطون...

 

اوس را ځو د « اتاق » کلمې ته

د اتاق د کلمې پۀ هکله وروستۍ خبره او پرېکړه نشو کولی، ځکه ځينې څېړونکي دا کلمه د ترکي ژبې کلمه ګڼي او وایي چې دا کلمه لۀ ترکي ژبې زموږ ژبو ته راغلې ده، نو باید پۀ « ت» وليکل شي، خو ځينې محققان پۀ دې باور دي چې دا کلمه اصلآ عربي کلمه ده او ددې کلمې اصلي بڼه وثاق – اوتاغ ده، چې « وثاق » پۀ عربي ژبه کې کوټې، خونې او حرم سرا ته وايي. د عثماني امپراتورۍ پۀ وخت کې دا کلمه د « اُدَه » پۀ بڼه ليکل کېده او ویل کېده، مګر اوس دا کلمه د ترکي ژبې پۀ اوسنی ليکدود کې  د « oda  » په بڼه ليکل کيږي، چې د کوټې معنا وړاندې کوي.

 

نوت: پۀ دې ليکنه کې مو موخه داده چې موږ څنګه وکولی شو، هغه عربي  کلمې چې پۀ « ط» ليکل شوي دي او هغه کلمې چې لۀ نورو ژبو د « ت او ط» پۀ مخرج زموږ ژبو ته را دننه شوي دي، څۀ ډول وليکو. ستاسو نقد و نظر ته مو سينه پراخه ده.

Related Articles

له افغانستانه د مغزونو فرار

له افغانستانه د مغزونو فرار عمران اختر د مغزونو فرار یوه اصطلاح ده چې د لوړ مهارت لرونکي اشخاصو د  هغه پیښو روښانه کولو لپاره کارول کیږي چې خپل هیواد پریږدي ترڅو بل چیرې غوره فرصتونه ولټوي. په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې د مغزو فرار یوه مهمه مسله ده. د روانو جګړو، سیاسي بې ثباتۍ او محدودو کاري فرصتونو له امله ډېری لوستي افغانان د ښه ژوند په ل...

لاځوابه پوښتنې

لاځوابه پوښتنې هغه ډول پوښتنې دي، چې د ځان ارزونې او ځان پوهونې په موخه له موږ سره ترټولو زیاته مرسته کوي، دا پوښتنې کومه هوايي او تیوریکي بڼه نه لري، بلکې ددې پوښتنو هرځواب، هر لوستونکی د عمل ډګر ته بیایي، هلته يې خپل ځان او حالت ته په دقیق ډول متوجه کوي او په دې سره يې د خپل ځان د جسمي او رواني تحليل انګېزې لا پیاوړې کوي.نو له دې مخې دا هره پوښتن...

له سود (ربا) څخه ځان، کورنۍ، ټولنه او هیواد وژغورئ

سلامونه او نیکې هیلې ټولو درنو سوداګرو (تجارانو)، پانګې لرونکو، صرافانو (د پېسو راکړې ورکړې والا)، بانک لرونکو او ټولو هغو کسانو ته چې دا لیکنه (مقاله) وايي: هیله کوم! تر پایه دا لیکنه وګورئ او ویې لولئ، په خپلو فیسبوک پاڼو، آي ډي ګانو (حسابونو) کې، په نورو ټولنیزو رسنیو حسابونو او په هره لاره چې دا مالومات شریکولای شئ؛ شریک او خپاره یې کړئ او ثوا...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...