ښځې ولې باید حجاب وکړي؟
2,206
imranghani
2021-09-13 06:28:51
لېکنه: شکېبا نادري، ښځې ولې باید حجاب وکړي؟
موږ ټول مسلمانان یو، الله ﷻ پر هرې مومنې او مسلمانې ښځې باندې حجاب کول فرض کړي، الله ﷻ تل مسلمانانو ته د هغو کړنو امر کړی، چې په هغه کې یې هم دنیوي او هم اخروي ښېګڼې وي، یو له هغو حجاب دی. مسلمانې ښځې اړ دي چې حجاب وکړي او د حجاب په کولو سره خپل عزت او حیا خوندي کړي. اوس شاید تاسو ته داسې پوښتنه پیدا شوې وي چې حجاب څه ته وایي؟
موږ حجاب داسې تعریفولای شو. حجاب عربي کلمه ده چې په لغت کې پردې ته ویل کېږي او په اصطلاح کې هغه جامې دي چې مسلمانې ښځې يې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ارامۍ او عزت د ساتنې لپاره، چې د اللهﷻ له خوا ورته امر شوی دی اغوندي. د دې ترڅنګ حجاب کول بې شمېرې ګټې لري چې له ځینو یې موږ په دې لیکنه کې یادونه کړې ده.
که تاسو هم غواړئ د حجاب له دنیوي او اخروي ګټو خبر شئ، دا لیکنه تر پایه ولولئ!
۱. د عزت خونديتوب
کله چې یوه مسلمانه نجلۍ یا ښځه له کوره بهر وځي د حجاب په کولو سره یې عزت خوندي پاتې کېږي یعنې کله چې یوه ښځه یا نجلۍ له کوره په داسې جامو کې بهر وځي چې د بدن هر غړی یې پکې ښکاري، همدا بې حجابي او ناسمې جامې یې عزت او حیا له خطر سره مخ کوي او ورته بېلابېلې ستونزې پېښېږي.
۲. د فساد مخنیوی
په هغو ټولنو کې چې اسلامي حجاب نه مراعت کېږي، هغه ټولنې د فساد او بدو کړنو سرچینې دي، نجلۍ یا ښځه د خپل حجاب په واسطه یوه ټولنه له هر ډول فساد څخه ژغورلی شي، په ځانګړې توګه له اخلاقي فساد څخه، کله چې ښځه د خپل بدن هغه برخې چې ورته امر شوی پټ کړي چې د نارینه وو ورته پام نه شي همدا خپله د فساد او بدو کړنو مخنیوی او د حجاب له ګټو څخه یوه ګټه ده.
۳. حجاب د درناوۍ وسیله ده
هغه ښځې چې تل په حجاب کې له کور څخه وځي حجاب یې د دې لامل کېږي چې خلک ورته درناوی وکړي، نارینه تل د ځان لپاره داسې ښځه خوښوي چې کړنې یې د اسلامي اصولو په چوکات کې وي او جامې یې هم د اسلام له دین سره برابرې وي.
۴. حجاب جنت ته دننه کېدو کیلۍ ده
هغه مسلمانه نجلۍ یا ښځه چې تل حجاب کوي، د نامحرمو کسانو سره ناسته ولاړه نه کوي او له ناوړه کارونو ځان ساتي پرته له شکه چې د دې ښځې ځای به جنت وي، خو د دې ټولو نېکو کړنو لارښود حجاب دی، ځکه کله چې یوې مومنې ښځې حجاب وکړ، د نېکبختۍ لارې یې خپله مخې ته راځي او نور نېک کارونو تر سره کوي.
د حجاب په اړه په قرانکریم او ډېرو حدیثونو کې یادونه شوې ده، هره مومنه او مسلمانه ښځه باید حجاب وکړي چې له یوې خوا په دې دنیا کې سرلوړي او ارامه و اوسي او له بلې خوا به په اخرت کې د همدې حجاب په واسطه د جنت په غوره برخه کې و اوسي.