To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,767
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه

لېکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه

لومړۍ برخه

له هغه وخت نه چې نړۍ رامنځته شوې ده، ټول خلک هڅه کوي چې په ژوند کې نوښتونه، بدلونونه، تمدونونه او نوي شیان رامنځته کړي. دا معلومه خبره ده چې د هر تمدن پیل له یونان څخه شوی او سرچینه یې یونان دی. لامل یې هم دا دی، کله چې اسکندر مقدوني ټوله نړۍ ونیوله، د نړۍ له هرې برخې څخه یې ټول لیکلي او کشف شوي اثار راټول کړل او یونان ته یې یوړل. 

موږ په دې لیکنه کې د نړۍ په اوو حیرانونکو ځایونو خبرې کوو، که تاسې هم غواړئ د دې حیرانونکو ځایونو په تاریخچه، د جوړېدو لامل، د نامه د ټاکلو فلسفه او په دې اړه نور معلومات تر لاسه کړئ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

تاریخچه

د نړۍ د دغو حیرانونکو ځایونو نومونه د لومړي ځل لپاره په دویمه ق.م پېړۍ کې د انټیپاټر صیداني په واسطه په یوه کتاب کې ثبت شول. په دې وخت کې دا حیرانونکي ځایونه جوړ او د ګټې اخیستلو وړ وو.

 

د نړۍ دا حیرانونکي ځایونه په څو برخو وېشل شوي؟

 

د نړۍ دا حیرانونکي ځایونه په دوو لویو برخو وېشل شوي دي: 

۱. پخواني اووه حیرانونکي ځایونه، لکه د جیزې لوی هرم په مصر کې، د بابل باغونه، د آرټمیس معبد په افه سوس کې، د زیوس مجسمه په المپیا کې، د هالیکار ناسوس مقبره، غول رودس (تر ټولو لویه مجسمه) او د اسکندریې دریایي فانوس (څراغ).

۲. نوي اووه حیرانونکي ځایونه، لکه د چین دیوال په چین کې، تاج محل په هند کې، د پټرا ښار په اردن کې، کولوسیو په ایټالیا کې، د حضرت مسېح مجسمه په برازیل کې، هرم او د چیچن ایټزا ښار پاتې برخه په مکزیک کې او د ماچو پیکچو خراب ځایونه چې د اینکا په تمدن پورې اړوند دي په پرو کې.

 

د نړۍ د اووه حیرانوونکو ځایونو د نومونو د اېښودولو فلسفه

د دې ځایونو د نومو په اېښودولو کې ډېر غور شوی دی د هر یوه د نوم اېښودلو تر شا یوه لویه کیسه او یوه فلسفه موجوده ده چې په راتلونکو لیکنو کې به ورباندې خبرې وکړو، دلته دومره ویلای شو چې یونانیانو دې ځایونو ته ځکه د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه وویل، چې دوی دا عدد د کمال او زیاتوالي نښه ګڼي، د دوی په اند دا عدد د پینځو سیارو او سپوږمۍ نښان هم دی.

دا مشهور، پخواني او حیرانونکي ځایونه موږ ته د پخوانیو خلکو هڅې، زحمتونه، علم، قدرت او استعداد راښیي، د دوی له فکر او موخو سره مو اشنا کوي. 

هیله ده چې زموږ معلومات مو د پام وړ ګرځېدلي وي. که غواړئ چې د دغو حیرانونکو ځایونو په اړه نور هم پوه شئ زموږ راتلونکو لیکنو ته په تمه اوسئ.

نور بیا...

Related Articles

خوشحاله ټولنه/کورنۍ څنګه جوړېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی هر انسان غواړي نور خلک یې وستايي، مرسته یې وکړي، احترام یې وشي او بالاخره یو خوشحاله ژوند ولري. ددې خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده، چې په ټولنیز ژوند کې ځينو ټکو ته پام وکړو. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي، چې څنګه کولا شو، یوه خوشحاله ټولنه/کورنۍ جوړه ولرو.   خوشحاله ټولنه/کورنۍ څنګه جوړېږي؟ کله چې د "ټولنې" لفط اورو/لو...

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟ اکثره خلک د هرې جمعې په ورځ د کهف مبارک سورت لولي ترڅو د دجال له لویې فتنې په امان شي، په همدې خاطر غواړم د دې سورت په اړه تاسو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم. کهف سورت د قران کريم په پنځلسمه سپاره کې ١٨ سورت دى چې په مکه مکرمه کې نازل شوى دى. ١١٠ ايتونه او ١٢ رکوع ګانې لري. پيل د احادیثو مبارکو په رڼا کې د ک...

نامتو هسپانوي لیکوال؛ سروانتس

هسپانيه د اروپا په لویه وچه کې پرته سيمه ده. دا هېواد له ۵۸ غټو او وړو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. پلازمينه یې "مادرید" نومېږي.  هسپانوي یوه نړېواله ژبه ده، چې نږدې د "۲۲" هېوادونو رسمي ژبه بلل کېږي نو ځکه خو د هسپانيې ادبیات په هسپانوي ژبه کښل شوي دي. ددې هېواد "۱۱" تنو لیکوالو د نوبل جایزې ګټلې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېواد یو نامتو لیکوال...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...