To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,626
(د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(دوهمه برخه

(د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(دوهمه برخه

لېکنه: شکېبا نادري،د نړۍ اووه نوي حیرانونکي ځایونه 

دویمه برخه

د چین دېوال

لکه څنګه مو چې په تېره لیکنه کې په دې اړه معلومات درکړل چې د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه په دوو برخو وېشل شوي دي:

۱. اووه نوي حیرانونکي ځایونه 

۲. اووه پخواني حیرانونکي ځایونه په نننۍ لیکنه کې د اووه نویو حیرانونکو ځایونو چې یو له هغوی څخه د چین دېوال دی خبرې کوو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!

د چین د دېوال تاریخچه:

پخوانیو چینایانو د دې لپاره چې یو هوسا ژوند ولري او د دښمن له یرغل څخه خوندي و اوسي په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړه، چې له خپل هېواد څخه یو دېوال را تاو کړي او د دېوال په جوړولو یې پیل وکړ. 

د چین دېوال چې د نړۍ تر ټولو اوږد او لوی دېوال دی، د دې مشهور دېوال د جوړېدو کار له میلاد څخه مخکې له پینځمې پېړۍ څخه پیل او تر اتمې  پېړۍ پورې رسېږي، د دې دېوال کار د 'شي هوانګ' د واکمنۍ پر مهال د ده په واسطه تر ۲۲۱ کاله پورې بشپړ شو. 

دا دېوال په ختیځ کې تر 'شانګاهوان' او لویدیځ کې تر 'لوپ نور' پورې غځېدلی دی.

 

د چین د دېوال د جوړېدو موخه

دا دېوال د دښمنانو، چې یو له هغوی څخه مغلو و، د یرغلونو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی. چینایانو نه غوښتل چې هېواد یې د پردیو تر واک لاندې وي د پردیو د یرغلونو د مخنیوي لپاره دا لاره ورته غوره ښکاره شوه.

 د چین د دېوال اوږدوالی

 د 'شي هوانګ' د واکمنۍ پر مهال د دې دېوال اوږدوالی تر 5000 کیلوميټرو پورې رسیده، خو وروسته د خان د واکمنۍ پر مهال بیا د دې دېوال اوږدوالی تر 10000 کیلومیټرو پورې ورسېد، له هغې وروسته د دی دېوال اوږدوالی ان 50 زرو کیلومترو پورې ورسېد، خو د چین اوسنی دېوال د مېنګ د واکمنۍ پر مهال جوړ شو او د چین د نهه ولایتونو په منځ کې پروت دی. دا دېوال له خښتو او مستطیل شکلو تیږو څخه جوړ شوی دی، په منځ کې  خاورې او شګې اچول شوې دي او لوړوالی یې تر 10 میټرو پورې رسېږی، د دې  دېوال بر یا عرض تر 4-5 مترو پوری رسیږی.

 

د چین د دېوال ارزښت

  دا دېوال تاریخي، معماری، توریستي، مادي او معنوي ارزښت لري. دا دېوال د چینایانو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. دا دېوال موږ د چین د خلکو له هڅو، ځان ساتنې او زحمتونو څخه خبروي. دوی دا دېوال په داسې مهارت سره جوړ کړی چې د نړۍ په اووه حیرانونکو ځایونو کې شمېرل شوی دی. هر کال یې په زرګونو خلک لیدو ته ورځي او د یادګار په توګه پکې انځورونه اخلي. په لسګونو خلکو ورباندې لیکنې او څېړنې کړې دي او نورې یې هم کوي.

نور بیا...

Related Articles

ملا درد، عوامل او مخنيوی

د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي. ډولونه يې:د ملا درد دوه ډوله دی، يو هغه دی چې ناڅاپي رامنځته کيږي او تر ۶ اونيو دوام کوي چې په طبي اص...

څو جملې څو کتابه (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی د کتابتون ویبسايټ اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د خپلو لوستونکو د فکري ودې او پرمختګ لپاره لیکنې چمتو کړي. ددې هڅې په جریان کې کتابتون د معلوماتي لیکنو بېلابېلې لړۍ پیل کړي دي. دا د "څو جملې څو کتابه" لړۍ دویمه لیکنه ده. د لیکنو په دې لړۍ کې ډېرې معلوماتي خبرې نه وي، بلکې یوازې څو جملې وي او لوستونکي د همدې جملو په بار ـ بار لو...

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ. ملاریا په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...