To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,741
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه (دریمه برخه).

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه (دریمه برخه).

لېکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه

 

دریمه برخه

تاج محل

 

تاج محل د اګرې ښار ته نږدې د ډهلي د سویل خوا یعنې د هندوستان د پلازمېنې په 200 کیلو میټرۍ کې موقعیت لري. تاج محل د مغلو د واکمنۍ هغه نه هېرېدونکې ډالۍ ده، چې د نړۍ په اوو حیرانونکو ځایونو کې شمېرل کېږي.

 

د تاج محلل تاریخچه

ممتاز محل چې ایرانیان ورته ارجمند بانو وایي د شاه جهان درېیمه مېرمن وه، شاه جهان له ممتاز محل سره ډېره مینه درلودله، ان تر دې چې ځینې وخت به یې جګړو ته هم له ځان سره بېوله، به دې جنګ کې چې په 1631 کال کې ممتاز محل چې د څلورلسم ځل لپاره اومیندواره هم وه ووژل شوه. 

د تاج محل د جوړېدو کار یو کال وروسته د ممتاز محل له مرګ څخه یعنې په 1632 کال کې د شاه جهان په امر پیل شو او کار یې په 1653 کال کې پای ته ورسېد چې کابو پینځلس کاله وخت یې ونیوه، شاه جهان د دې لپاره چې تل یې خپله مېرمنه په یاد و اوسي دا ځای جوړ کړ.

 

د تاج محل لګښت 

شاه جهان د تاج محل د جوړولو مسوولیت احمد لاهوري ته ورکړی و احمد لاهوري د دې ځای د ښه جوړښت لپاره 20000 کارکوونکي، لکه معماران، نقاشان، لیکوالان، د ډبرو تراش کوونکي او داسې نور په کار وګمارل او دا کار کوونکې یې له بېلابېلو هېوادونو، لکه ایران، هند او مرکزي اسیا څخه را وغوښتل. د تاج محل د جوړولو پر مهال یې د ډبرو او نورو شیانو د وړلو لپاره له پیلانو څخه ګټه اخیستله. د تاج محل په جوړولو کې یې د مرمر او لاجوردو له تیږو څخه ډېره ګټه اخیستې ده، د دې په جوړولو کې له 28 ډوله قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو څخه کار اخیستل شوی دی، دا ډبرې ډېری له افغانستان، ایران، راجستان، چین او تبت څخه راوړل شوې دي، د تاج محل د جوړښت ټول لګښت یومیلیارډ ډالرو ته رسېږي، د دې تر څنګ د تاج محل په شاوخوا دېوالونو په ډېر ښه لیک سره ښکلي شعرونه، ایتونه او د خدای ﷻ نهه نوي نومونه لیکل شوي دي، تاج  محل ډېر د اسلامي ځایونو په بڼه جوړ شوی دی، تاج محل د مینې، سپېڅلتیا او درد سمبول دی. 

د تاج محل په جوړولو کې د مرمر له ډبرو څخه ګټه اخیستل د دې لامل شوي دي چې تاج محل د ورځې په اوږدو کې بېلابېل رنګونه غوره کړي، لکه په سهار کې یې رنګ ژېړ، په ماسپښین کې سپین او په ماښام طلایي وي. شاه جهان هم له مرګ څخه وروسته په همدې ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی. داسې هم ویل شوي دي چې شاه جهان د تاج محل له بشپړېدو وروسته د ټولو کارکوونکو لاسونه پرې کړل، تر څو بل داسې ځای جوړ نه شي کړای.

نور بیا...

Related Articles

عمر رض په چغو ژړاه واقعه

*امیر المؤمنین حضرت عمر رض ولې په چيغو چيغو وژړل؟*     *امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.* *يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې وې، يوه اوږده لكړه يې په لاس كې وه، او څو لوښي، لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو، جومات ته راننو...

دا کړنې مو د سترګو دید کمزوری کوي

ژباړه ـ ریاض مقامزی د انسان د بدن هر غړی د ځانګړي اهمیت او دندې درلودنکی وي. د سترګو په مرسته کولای شو چې نور خلک او اشیا ووینو. که چېرې د ساتنې په اړه یې بې غوره شو، لرې نه ده چې د لیدلو ځواک مو کمزوری شي او د شیانو له "نه لیدلو" یا "ضعیف لیدلو" به ځورېږو. ددې لپاره چې سترګې مو تر ډېره سالمې پاتې شي او ضعیفې نه شي؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ....

د اقتصاد له‌منځه تلنه، علتونه او بېلگې

لیکنه ـ عبدالوافي نایبزی   وړاندې له‌دې چې پر دې بحث وکړو، چې د یو هېواد اقتصاد ولې له‌منځه ځي، یا ولې دېوالي کېږي، ښه ده، چې د کورني ناخالصو عوایدو یا Gross Domestic Product-GDP په اصطلاح سره پوه شو، ځکه راتلونکي لنډ بحث کې به له‌دې اصطلاح سره څو ځلې مخ شئ.    کورني ناخالص عواید یا GDP يانې څه؟ په لنډ ډول ویلی شو، چې د یو هېواد دننه په یو کال ک...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...