لیکنه: شکېبا نادري، د نړې اووه حیرانوونکي ځایونه
څلورمه برخه
د بابل معلق (پرله پسې) باغونه
لکه څنګه مو چې په تېرو لیکنو کې د نړۍ په اوو نویو حیرانونکو ځایونو لکه، د چین دېوال، تاج محل او داسې نورو خبرې وکړې په نننۍ لیکنه کې بیا یو له اوو حیرانونکو ځایونو څخه در پېژنو د بابل معلق (پرله پسې) باغونه که غواړئ چې خپل معلومات زیات او د دې حیرانونکو ځایونو په اړه پوه شئ، لیکنه تر پایه ولولئ!
د بابل د باغونو تاریخچه او د جوړېدو لامل
بابل هغه ځای دی چې وچه هوا لري دا هوا د دې لامل شوې ده، چې باغونه او شنه ځایونه پکې کم وي. د بابل پاچا چې دویم بخت النصر نومیده د یوې تلپاتې سولې لپاره یې د ماد د پاچا له لور امیټیس سره واده وکړ، امیټیس چې یوه نازولې نجلۍ وه او په شنو درو کې یې ژوند کړی و، له واده وروسته بابل ته راوستل شوه، د دې لپاره چې امیټیس په دې ډول و چې هوا کې عادت نه وه په سختې ناروغۍ اخته شوه په ډېرو ډاکټرانو یې وګرځوله، ډاکټرونو ورته وویل چې د دې د ناروغۍ لامل له دې وچې هوا سره نابلدي ده، دا نرمې هوا او شنو ځایونو ته اړتیا لري، بل لامل یې د امیټیس د زوکړې د ځای پرېښودل هم و.
بخت النصر هم د خپلې مېرمنې د روغتیا لپاره په 600 ق.م کال کې د فرات دریا ته نږدې چې اوسنی عراق دی د بابل د باغونو د جوړولو امر وکړ، ځینې تاریخ لیکونکي بیا وایي چې د بابل باغونه د سکندر مقدوني په امر جوړ شوي دي، خو دا هم ویل شوي چې بخت النصر د حیرانونکو ځایونو له جوړولو سره ډېره مینه درلودله، تل به یې غوښتل همداسې ځایونه جوړ کړي.
ولې د بابل باغونو ته د معلق کلمه کارول کېږي؟
په دې اړه داسې ویل شوي چې معلق د پر له پسې معنا نه لري کېدای شي دا د یوناني ژبې غلطه ژباړه وي.
د بابل باغونه د یو مصنوعي غره شکل لري، دا د یوې تپې په بڼه جوړ شوي او د یو بل پر سر موقعیت لري په جوړولو کې یې د هرې برخې تر منځ د سفالټ، سرب او داسې نورو شیانو څخه ګټه اخیستل شوې ده، بخت النصر د دې باغ تر څنګ یوه لویه ماڼۍ هم جوړه کړه دا ماڼۍ څلور پوړه ده، چې د دېوالونو لوړوالی یې 3 ــ6 مېټرو پورې رسېږي او اوږد والی یې تر 180 مېټرو پورې دی، د دې ماڼۍ شاوخوا په بېلابېلو ګلانو، بوټو او ونو پوښل شوی و، د دې باغونو د اوبه کولو لپاره یې یو منظم او معیاري سیسټم جوړ کړی و، دا اوبه به یې د فرات له دریا څخه اخیستلې، خو ځیني تاریخ لیکونکي وایي چې د بابل باغونه هېڅ شتون نه لري دا هسې افسانې دي، ځکه چې د انسان په لاس د داسې حیرانونکي ځای جوړول هغه هم په داسې ځمکه یو ناشونی کار دی، خو د دې پر خلاف داسې څېړنې هم شوي چې د بابل د شتون ثبوت دی لکه په 1899م کال کې د رابرټ کلوډي او د هغه د ټیم څېړنه چې وروسته له 14 کلونو دوی په دې بریالي شول چې د بابل د باغونو ډبل دېوالونه له خاورو را وباسي او بل دا چې په شلمه پېړۍ کې چې کومې څېړنې تر سره شوي دي.
په پایله کې یې داسې کتیبې لاس ته راغلي چې د بابل د باغونو شتون يې ثابت کړی دی، داسې ویل کېږي چې د دې باغونو د له منځه تلو لامل دوې سختې زلزلې دي، چې په بشپړه توګه یې دا لرغونی او حیرانونکی ځای له منځه وړی دی.
نور بیا...