To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,256
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(پنځمه برخه) د پټرا ښار

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(پنځمه برخه) د پټرا ښار

لیکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه 

پینځمه برخه

د پټرا ښار

د ننني ارډن په سوېل کې، د لویو غرونو په منځ کې، یو لرغونی، ښکلی او پټ ښار شتون لري چې پټرا نومېږي، نبطیان هغه ټبر و چې له میلاده یې 400 کاله پخوا په دې ښار کې ژوند کاوه او دا ښار یې د خپلې واکمنۍ د پلازمینې په توګه وټاکه، نبطیان په اصل کې عربان و، ژبه او نومونه یې هم عربي و لکه، سعد، معن، حارث او داسې نور ځینې څېړونکي وایي چې دا ښار د پیریانو په واسطه جوړ شوی او د هغوی تر واکمنۍ لاندې دی پټرا ښار د غره په منځ کې چې شاوخوا یې سرې ډبرې دي، داسې ښکاري لکه دا ښار چې د ډبرې له منځه راوتلی وي، په همدې خاطر یې نوم پټرا دی ځکه چې پټرا په یوناني کې ډبرې ته ویل کېږي او په عربي کې البتراء لیکل کېږي.

په پټرا کې  له میلاد څخه 7000 کاله مخکې خلکو ژوند کاوه، دا ځای د لویو درو او تپو په منځ کې موجود دی د پټرا ښار تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې د لویو سوداګریزو مرکزونو په منځ کې پروت دی او د دغو مرکزونو لاره هم په همدې ښار کې ده، همدا ځانګړنې یې د دې لامل شوي دي چې ډېری ګرځندویان ورشي او د دې حیرانونکی ښار له پټو رازونو ځان خبر کړي، پټرا 2007 کال کې د نړۍ په اوو حیرانونکو ځایونو کې وشمېرل شو،  د دې ترڅنګ د نړۍ په 100 هغو غوره ځایونو کې وشمېرل شو چې لیدل یې اړین دي.

 پټرا د امان ښار د ارډن پلازمېنې په  262 کیلو مېټرۍ کې موقعیت لري د پټرا پخوانی نوم سلع و. 

دا ښار د بین النهرین، شام، عربستان او مصر د تمدونونو د وصلېدلو کړۍ هم بلل شوی دی.

په 105 م کال کې د رومیانو لخوا د پټرا په ښار یرغل وشو، د ښار په اوسېدونکو یې اوبه بندې کړې وروسته له څو ورځو دوی اړ شول چې تسلیم شي، خو دوی په 636 م کال کې وکولای شو چې پټرا ښار له رومیانو څخه بېرته ونیسي، په دې جنګ کې ډېر خلک مړه او ډېرې کورنۍ له منځه لاړې وروسته له دې جنګ څخه د پټرا خلکو مالدارۍ او کرنې ته مخه کړه او خپلې ځمکې یې ابادې کړې، طبیعي پېښو ډېری تمدونونه له منځه وړي لکه، په 746 او 748 م کال کې د یوې سختې زلزلې له امله د پټرا ښار وران او خلک یې کډې کولو ته اړ شول د پټرا ښار دا ټولو ځانګړنې د دې لامل شوي چې د یو لرغوني، ښایسته او تلپاتي ښار په نامه په ټوله نړۍ کې وپېژندل شي.

 د دې ښار، دېوالونه، معبدونه، لوی صالونونه او داسې نور ټول له سرو ډبرو جوړ دي او دا هر څه موږ ته د پټرا ښار لرغونتیا راښیي.

نور بیا...

Related Articles

رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه

د رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه. 1. لمړی د ضرورت وړ مقدار روميان د بازار څخه واخلی، د کوچنی فامیل لپاره پنځه منه او د غټ فامیل لپاره 10 منه سره روميان. 2. لمړی روميان  بايد په پاکو  اوبو ښه ووينځل شي، او بيا  د منځ څخه دوه نیمه شي. 3. ټول روميان د کوفتی د ماشین څخه وويستل شي. 4. ټول کوفته شوي روميان د په يو غټ دیګ کې واچول شي...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بدلون او پرمختګ د هر انسان هیله ده. خو دا بدلون دومره اسانه هم نه دی. ځکه چې تجربې د ژوند تر ټولو ښه درسونه دي. او د تجربو لپاره باید خپل عمر او وخت نذارنه کړو. موږ باید عمر تېر کړو، تر څو د ژوند په درسونو پوه شو. نو آیا ښه نه ده، چې د پخوانيو خلکو له تجربو ګټه واخلو؟ هغوی چې له موږ وړاندې یې ژوند تېر کړی او د ژوند پ...

عبدالرزاق قورنه څوک دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له "۱۹۰۱م" کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. سږ کال ددې جایزې د ادبیاتو برخه ښاغلي "عبدالرزاق قورنه" ته ځانګړې شوه. راځئ، چې دا ستر لیکوال وپېژنو.   پېژندنه د "۲۰۲۱ز" کال د نوبل جایزې ګټون...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...