د ژوند درې ډېر مهم او هر اړخیز قوانین ژوند د اصولو او قوانینو پر چوکاټ کې برابر او د دوی پر تطبیق ښه ښکاري، دا ټول قوانین چې اسلام او د بشر په لاس جوړ شوي دي یوازینی هدف یې په ټولنه کې عدالت، ثبات، امنیت او د هوسا او سولییز ژوند رامنځ ته کول او پرمختګ دی. په دوی کې ځینې داسې قوانین دي چې د بشر له خوانه ندي رامنځ ته شوي، بلکې د طبعیت قوانین دي، که څوک وغواړي یا ونه غواړي، مجبور دي چې په ځان یې عملي کړي، د نه عملي کېدو په صورت کې کېدای شي له زیاتو ستونزو او حتا له مرګ سره مخامخ شي. مثلاً که موږ د ثقل د کشش او جاذبې قانون مات کړو نو کېدای شي د لوړ ځای نه ښکته راوغورځو، او خدای د نه کړي د بدن کوم غړی به مو مات شي، همداسې د ژوند په ډکر کې نور قوانین هم شته چې د نه عملي کېدو په صورت کې ستونزې رامنځ ته کوي، ولې بل لور ته د همدې قوانینو د عملي کېدو په صورت کې انسان تر مریخ پورې هم ورسېد. نړۍ چې نن کوم ځای ته رسېدلې او پرمختګ یې کړی دا ټول د لاندینیو درېو قوانینو له برکته دا پرمختګ شوی. که څوک واقعاً دا قوانین عملي کړي نو په باور سره ورته ویلای شم، چې په ژوند کې به یې نېکمرغۍ او پرمختګ رامنځته شي، او ژوند به یې د آسانتیاوو څخه برخمن شي.

۱_ د عمل او عکس العمل قانون

دا د نیوټن قانون دی، چې د ژوند په هر ډګر کې صدق کوي، دا قانون وایي "هر عمل عکس العمل لري" ددې قانون په علمي او په فزیکي لحاظ راسپړلو نه موږ دلته تېریږو، چې څه ګټې او چېرته استعمالیږي؟، یوازې یې موږ دلته ټولنیز بخش رانغاړو، چې په ټولنه کې ددې قوانینو استعمال څه او چېرته دی؟، که عملي شي نو څه ګټې به مو کړې وي؟، او ددې قانون د نه عملي کېدو په صورت کې به څه پېش شي؟، دلته پرې بحث او لیکنه کوو. د عمل او عکس العمل د قانون پر اساس په ټولنه کې چې د خلکو سره څنګه چلند کوئ، د همغه چلند بدله به ترلاسه کوئ، که ښه چلند، کردار، سلوک او اخلاق د خلکو سره ولرئ، نو په مقابل کې به د خلکو نه ښه سلوک مشاهده کړئ، او برعکس. نو د خلکو نه چې د څرنګه چلند هیله او توقع لرئ، لمړی د نورو سره ورته چلند او سلوک اختیار کړئ، چې همغسې چلند د تاسو سره وشي ، په همدې ډول په ټولنه کې لمړی ځان اصلاح کړئ او بیا د نورو د اصلاح کولو لپاره خبرې او انتقاد کوئ. د خپل مور او پلار خدمت او قدر وکړئ، چې په راتلونکي کې مو خپل اولادونه درسره ورته چلند وکړي. که تاسې د خپل مور او پلار خدمت او حقوق پرځای نه کړئ، نو اولادونه به مو هم ستاسو حقوق نه پرځای کوي. ځکه په پښتو کې یو متل دی " څه چې کرې هغه به رېبې" که په ځمکه یو څه وکرې او اوبه ورنه کړئ، نو حاصل به یې ونه وینئ، همداسې د ژوند په ډګر کې هم دغه صدق کوي، که ښه اخلاق، سلوک د خلکو سره وکړئ نو ښه حاصل به تر لاسه کړئ. نو په دې اساس د ښو اخلاقو په یوه ښه خبره یو شخص بایباد اخیستلای شئ. او په بدو اخلاقو هیڅوک نشې خپلوولای. زموږ برخلیک د خلکو سره په چلند او افکارو سره بدلون کوي، که افکار او چلند مو تل له اخلاقو سره سم وي، نو هغه څوک به شو چې هیله یې لرو او هغه کار به کوو چې موږ یې غواړو. د ناوړه کړنو، شخړو، بد اخلاقیو او نورو ناوړه عملونو نتیجه ناوړه او منفي عکس العملونو دي. د ښو کړنو، اخلاقو، تقوا، ښه سلوک او چلند...او نورو نتیجه مثبت او ښه عکس العملونه دي.

۲_ د لامل او اغېز قانون

دا قانون موږ ته وایي "هر لامل یو اغېز لري او هر اغېز یو لامل" په دې معنی چې د هرې ستونزې رامنځ ته کېدل یو لامل او اغېز لري. کله چې موږ په ژوند کې له ستونزو سره مخامخ کېږو، نباید دا چې د ستونزې په مقابل کې مبارزه وکړو، بلکې غوره لاره دا ده چې هغه لاملونه چې نوموړې ستونزه یې رامنځ ته کړې، په موږ یې زیات اغېز کړی، له منځه ویسو، تر څو په کُل کې مو ستونزه له منځه وړې وي. که موږ د ستونزې په مقابل کې مبارزه وکړو کېدای شو په لنډ وخت کې هغه ستونزه له منځه ویسو، ولې د ستونزې هغه لاملونه چې ستونزه یې رامنځ ته کړې، د یو ویروس په شکل پټ پاتې دي، چې کېدای شي په راتلونکي کې بیا دا ستونزه رامنځ ته کړي. یا مثلاٌ موږ ناروغه یاستو، که موږ ددې ناروغۍ علاج په وخت سره ونه کړو، او لاملونه یې په ګوته نه کړو، د ډاکتر مشورې په نظر کې ونه نیسو، دوا په وخت سره ونه خورو، کېدای شي ستونزه لویه شي. نو لمړی باید موږ ډاکتر ته مراجعه وکړو چې ددې ناروغۍ لاملونه پیدا کړي. ترڅو چې ډاکتر نوموړې ناروغۍ سمه تشخیص او لاملونه یې پیدا نه کړي، نو نشي کولای موږ ته دوا راکړي او ستونزه حل کړي. که موږ سم ډاکتر ته ولاړ نه شو، او زموږ د ناروغي تشخیص په سمه توګه ونه کړي، نو کېدای شي ددې ناروغۍ نه نورې ناروغۍ پیدا او ستونزه نورې ستونزې رامنځ ته کړي. نو هر وخت باید ستونزه په خپل وخت حل کړو، د نن کار سباته پرېنږدو. نو په دې اساس په طبیعت او نړۍ کې چې کومې پېښې رامنځ ته کېږي، ټولې د لامل او اغېز د قانون په اساس رامنځ ته کېږي. ددې قانون ډېر ټینګار د لاملونو په لمنځه وړلو دی. ځکه په نړۍ کې داسې پېښه نشته چې د هغو رامنځ ته کېدل د یو لامل ونلري. نړۍ چې نن کوم پرمختګ کړئ دا ټول د همدې قانون په اساس یې کړئ، یوڅه چې به نړۍ کې نوي رامنځ ته شوي، د وخت به تېرېدو سره انسانان ورسره عادي شوي، او ستونزې یې ورته سمې ندي حل کړې، نو دا لاملونه ددې سبب شوي چې انسان د هغو نه د ښه شي په تولید فکر وکړي. ژوند له ستونزو ډک دی، هېڅوک هم له دې ستونزو ندی خلاص، څوک له لویو ستونزو سره مخامخ کېږي او څوک له کوچنیو، دا هره ستونزه چې زموږ په ژوند کې رامنځ ته کېږي، ځینې لاملونه لري. نو کله چې تاسې د خپل ژوند لپاره پلان او موخې ټاکئ، په دقت سره یې وټاکئ ترڅو له ستونزو سره مخامخ نشئ. د ستونزو په لمنځه وړلو کې د ( څه شئ؟، چېرته؟، ولې؟، چا؟، څومره؟، کله؟، څنګه؟) پوښتنو په ځوابولو سره تاسې د ستونزې لاملونه په آسانه توګه په ګوته کولای شئ. ددې قانون د لا پوهېدو لپاره یو بل غوره مثال درته وړاندې کوم، مثلاً؛ احمد په کابل کې یو سوپر مارکېټ لري، ددې لپاره چې د نوموړی ددې مارکېټ بازار تود او خلک په ځان رامات کړي، دا ځل غواړي چې د اروپایي هېوادونو نه نوي او د غوره کیفیت تولیدات هېواد ته را وارد کړي. احمد د جرمني ژبې د نه پوهېدو له کبله په جرمني کې د یو ملګري په مرسته د دوه لکه ډالرو په ارزښت خریداري کوي، نوموړی د خپل مال د را واردولو او تائید لپاره مجبور دی چې په دریو ورځو کې یوځل جرمني ته سفر وکړي، که په وخت سره سفر ونه کړي نو په مال باندې یې دوه چنده ګمرک او د افغان حکومت تعرفه راځي، چې ۶۰ زره ډالره کېږي، اوس د مال تائیدئ ته یې دوه ورځې وخت پاتې دی، نوموړی د ځان لپار ټېکټ پلوري، دوولس ساعته وروسته د سهار په پنځو بجو یې پرواز دی، د شپې یې ځانته موبایل کې په دریو بجو زنګ جوړ کړ، ترڅو سهار وختي راجګ شي او میدان هوایي ته ځان ورسوي، سهار موبایل زنګ نه کوي کله چې راجګیږي نو شپږ بجې دي. اوس سخت خپه ګېږي چې ولې داسې وشول، ولې به مې د کور پرځای په میدان هوایي کې شپه نه کوله. نتیجه: ددې قانون په اساس ددې ستونزې لاملونه: د احمد بې غوري، باید چې په دوه درې موبایلونو کې زنګ جوړ کړی وای، تر څو د ستونزې سره نه وای مخامخ، لاملونه یې کېدای شي نور هم زیات واوسي. راځو ددې قانون په اساس اغېزو ته یې، د احمد د بې غورۍ له کبله د آلوتکې د ټېکټ د تاوان سربېره یې هلته جرمني کې هم دېرش زره ډالرو زیات تاوان وکړ. وخت یې ضایع شو، خپګان یې بله اغېزه ده چې احمد یې پرې اخته کړ... نو په دې ډول په زرګونو نور مثالونه هم وړاندې کولای شو.

۳_ د علم او عمل قانون

ددې قانون په اساس "علم د عمل پرته ګټور ندی، او عمل د علم پرته" علم او پوهه په عمل ښایسته کېږي، بې عمله علم هیڅ ارزښت نلري، یو څوک به ډېر علم لري، خو به عمل کې به یې چاته نشي ثابتولای، نو ددې لپاره چې علم وکړو او پوهه لاسته راوړو هغه په عمل کې ثابته کړئ، تر څو هم پرمختګ، هم شهرت، او هم به خلکو کې باور او احترام تر لاسه کړئ. عمل یا پوهه کارول د هر بري رېښه ده. هغه خلک چې د خپلې پوهې څخه ګټه نه پورته کوي، د هاغه نالوستي کتاب په څېر دي چې دوړې پرې پریوتې وي. نامتو دانشمند لاووچا وایي: “د زرګونو میلونو سفر له یو ګام سره پیلېږي“ نو کوم څه چې مو زده وي، وه یې کاروئ. که بریا او موخې لاسته راوړل غواړئ او خپل ځان یا نورو ته ګټه رسول غواړئ، نو هغه حقایق، معلومات، اصول، قوانین، یا مهارتونه چې مو زده کړي وي، ویې کاروئ. همداسې په ټولنه کې که موږ فکر وکړو، هغه کسان چې په خپلو وعدو او خبرو باندې عمل نه کوي، تاسې یې وګورئ چې نن په کوم حالت کې دي، ډېر خلک ورته د دروغ کوونکي شخص خطاب کوي، خبرې یې څوک نه مني، د خلکو به منځ کې یې باور له لاسه ورکړی، او همداسې نور.. نو که ددې قانون په اساس غواړئ په خلکو ګران شئ، او په ټولنه کې باور لاسته راوړي، خلک مو هره خبره ومني، او غوږ ورته کېږدي، نو د خبرو او عمل ترمنځ مو فاصله او خالیګاه له منځه ویسئ. هغه څه چې وایئ په عمل کې همغسې واوسئ، مثلاً یو چاته وایئ چې زه هیڅکله د چا غیبت او دروغ نه وایم، نو بیا به عمل کې هم هماسې وکړئ، ترڅو د نورو درباندې باور راشي، او رښتینی او په خبرو عمل کوونکی شخص ورته معرفي شئ. دا په ژوند کې ډېر مهم قانون دی، دا قانون زموږ شخصیت او الګو خلکو ته معرفي کوي. نو څنګه چې خبرې او وعدې کوئ، په مقابل کې یې هماغسې واوسئ او عمل پرې وکړئ، ترڅو د خلکو باور ترلاسه او د انتقادونو څخه وژغورل شئ.