لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت
دا ښکاره خبره ده چې ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، د اسلام دین د برابرۍ دین دی، الله ﷻ ښځو ته هم د نارینه وو په څېر حقونه ورکړي، لکه د زدکړو حق، د ښه ژوند حق، د واده حق، د سوداګرۍ حق او داسې نور ځکه چې د حضرت محمدﷺ مېرمنې بي بي خدیجې به هم سوداګري کوله، موږ ښځې د انساني ټولنې بنسټ بللای شو.
ښځه په ټولنه کې د یوې روزونکې او پالونکې دنده لري، ښځه د اولادونو لپاره هغه لومړنۍ مدرسه ده چي د اولادونو د ذهني، بدني، او فیزیکي ودې مسوولیت پر غاړه لري.
هېڅوک نه غواړي چې اولادونه یې د یوې داسې ښځې په غېږ کې را لوی شي چې نه له دیني او نه له دنیوي چارو څخه خبره وي، ځکه نالوستې ښځې نه شي کولای چې خپل اولادونو ته هغه څه ور وښیي چې اسلام موږ ته امر کړی دی، نالوستې ښځې له اسلامي اوصولو بې خبره دي او نه شي کولای چې د قرانکریم او نورو اسلامي زدکړو څخه ګټه واخلي.
د دې ټولو خبرو تر څنګ زدکړې د ښځو لپاره ډېر ارزښت لري، په هغې ټولنې کې چې د نالوستو ښځو شمېر د لوستو په پرتله ډېر وي هغه ټولنه د ډېرو ستونزو او بدبختیو سره مخ وي، اللهﷻ مسلمانو ښځو ته امر کړی چې له نامحرمو نارینه وو څخه ځانونه لرې وساتي له همدې امله یې ښځو ته د حجاب امر کړی دی، د ښځو په بدن کې ځينې داسې ستونزې شته چې یو نارینه ډاکټر ته یې ویل ستونزمن دي، نو د ښځو لپاره زدکړې کول یوه اړینه کړنه ده.
اللهﷻ ټولو مسلمانانو ته امر کړی چې زدکړې وکړي او په قرانکریم کې هم د زدکړو په کولو ډېر ټینګار شوی دی. که زدکړې کول اړین نه وای نو خدایﷻ به حضرت محمدﷺ ته د ولوله د کلمې امر نه کاوه.
د دې تر څنګ په ډېرو حدیثونو کې د زدکړو په اړه راغلي دي، له انس بن مالک څخه روایت دی چې حضرت محمد ﷺ فرمایي:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ».
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان فرض دي.
په بل حدیث کې فرمایي:
عَنِ الشِّفَاءِ بِنْتِ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَنَا عِنْدَ حَفْصَةَ فَقَالَ لِي: «أَلَا تُعَلِّمِينَ هَذِهِ رُقْيَةَ النَّمْلَةِ كَمَا عَلَّمْتِيهَا الْكِتَابَةَ؟» سنن ابي داود، کتاب الطب، باب ما جاء في الرقى، ۳۸۸۵ شمېره حديث، دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي الباني صحيح بللی دی.
ژباړه: د عبدالله لور شفاء (چې ليک لوستې وه او د نمله نومي ناروغۍ په درملنه پوهېده) ویې ويل: زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مېرمنې بي بي حفصې سره د هغې په کور کې ناسته وم چې هغه صلی الله عليه وسلم راغی او ماته يې وويل: ته دې (حفصې) ته ولې د ”نمله“ د دانو(هغه يو ډول دانې چې د انسان په بغلونو او نورو ځايونو کې راخېژي) اوده نه ور زده کوې، لکه مخکې دې چې ليکل ور زده کړل.
له دغې حديث څخه ښکاري چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېرمنې حفصې له شفا نومي صحابيې څخه ليکل زده کړي و او بيا هغه صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل چې د ”نمله“ ناروغۍ د رغېدو لارې چارې هم ور زده کړي.
له یادو حدیثونو څخه ښکاري چې اللهﷻ ټولو مسلمانانو ته د زدکړو امر کړی دی او له دې حدیثونو څخه دا هم څرګندیږي چې زدکړې یوازې پر نارینه وو نه، بلکې پر ښځینه وو هم فرض کړې دي، ځکه په پورتني حدیث کې د مسلم کلمه یاده شوې ده یعنې موخه یې هم نارینه او هم ښځینه دي.
لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري