یو بوډا (زوړ) سړی وو، چې د هرې ورځې په پای کې له خپلو دردونو او سختېو څخه په نالښت کې وو،،،
یو ملګري یې ورڅخه پوښتنه وکړه: دا ټول دردونه څه دي؟ چې ورڅخه په رنځ کې یې؟؟
بوډا سړي وویل:
دوه باښې (بازَ) لرم چې باید رام (آرامه) یې کړم!
دوه سُویه (خرګوشَ) هم لرم چې باید پام وکړم بیرون (بهر) لاړ نشي!
دوه عقابَ هم لرم چې باید هغو ته لارښوونه او روزنه یې وکړم!
یو مار هم لرم چې هغه مې په بندخونه کې ساتلی ده!
یو زمری هم لرم چې تل هغه باید په اوسپنیزه کپس (قفس) کې بند وساتم!!
یو ناروغ هم لرم چې باید ساتنه یې وکړم او په خدمت کې و اوسم...!!
سړي (ملګري) یې وویل: آیا له ماسره ټوکې کوې؟؟
آیا کیږي چې انسان دا ټول څاروي (حیوانات) سره یو ځای راټول کړي او ساتنه یې وکړي؟!!
بوډا سړي وویل: ټوکې نه کوم،
خو تریخ او دردونکی حقیقت (واقعیت) دی،،،
هغه دوه “باښې” زما سترګې دي،،،
چې باید د زیار او کوښښ سره له هغو ساتنه وکړم،،
هغه دوه “سُويه” (خرګوشَ) زما پښې دي، چې باید پام وکړم د ګناه پر لور لاړې نشي،
هغه دوه “عقابَ” هم زما لاسونه دي، چې هغو ته کار کول ور زده کړم تر څو خپل خرڅ او مصرف او د نورو اړو خلکو خرڅ او مصرف برابر کړم،
او هغه “مار” زما ژبه ده، چې تل باید په بند کې یې وساتم تر څو بد او خراب کلام ور څخه را ونه ووځي،
او هغه “زمری” زما زړه دی، چې له هغه سره تل په جګړه کې یم تر څو د شر کارونه ور څخه ونشي،
او هغه “ناروغ” زما ځان او جسم (وجود) دی، چې هوښیارۍ، ساتنې او زما پوهې ته اړتیا لري،،،
دا زما ورځنی کار دی چې داسې یې رنځ او غم کې اخته کړی یم او زما امن یې را څخه اخیستی دی...
ژباړه او ترتیب: عبدالرشید “صمد نجاب”
له ټولو لوستونکو څخه مننه.