To start downloading books

Please sign in or create an account.

د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د "۲۰۲۱ز" کال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام بېګاه شپه پای ته ورسېد. ددې لوبلړۍ په ورستي پړاو کې د افغانستان په ګډون د دولسو "۱۲" هيوادونو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایلوبه کې اسټرالیا او نیوزلینډ سره مخامخ شول. اسټرالیا وکولای شول په دې لوبه کې بریا خپله کړي او ددې کال اتلولي پخپل نوم ثبت کړي. خو په دې ټوله لوبلړۍ کې ځينو لوبغاړو وکولای شول تر نورو ډېرې منډې جوړې کړي، چې له ډلې یې د پنځو مخکښو لوبغاړو نومونه په دې ډول دي.

 

لومړی| بابر اعظم

د پاکستانۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي "بابر اعظم" په دې ټورنمینټ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. بابر اعظم وکولای شول په شپږو لوبو کې "۳۰۳" منډې ترلاسه کړي او په دې توګه یې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ. د منډو په دې ټولګه کې ۴ نیمه سلیزې هم موجودې دي او په یوه لوبه کې یې لوړې منډې "۷۰" دي.

 

دویم| ډيویډ وارنر

د اسټرالیا د کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی پیلیز لوبغاړی "ډيويډ وارنر" په دې نړېوال جام کې دویم لوبغاړی شو، چې تر نورو یې ډېرې منډې جوړې کړي دي. نوموړی په "۷" پاڼيو (انینګز) کې ولوبېد او "۲۸۹" منډې یې جوړې کړې. په یوه پاڼۍ کې یې لوړې منډې (Runs) نهه اتیا "۸۹" دي. همدارنګه په ټولو لوبو کې یې اوسط "۴۸" منډې کېږي.

 

درېيم| محمد رضوان 

ورپسې د پاکستانۍ لوبډلې بل بریدګر لوبغاړی "محمد رضوان" په دې نوملړ کې درېيم مقام لري. نوموړي په شپږو پاڼيو کې د "۴۶،۸۳" منډو په اوسط لوبې وکړې او ډېر ښه وځلېد. په دې نړېوال جام کې یې د ټولو منډو مجموعه "۲۸۱" ده.

 

څلورم| بټلر

په څلورم مقام کې بیا د انګلستان هېواد پیاوړی لوبغاړی "جوز بټلر" دی. بټلر وکولای شول د "۲۶۹" منډو په جوړولو سره د پیاوړو لوبغاړو په دې لیست کې څلورم ځای خپل کړي. البته دا منډې يې په شپږو انینګزونو کې ترسره کړي دي. د بټلر د منډو اوسط "۴۴،۸۳" کېږي.

 

پنځم| اسلانکا

د "۲۰۲۱ز" کال نړېوال جام د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې پنځم نوم د سریلینکایي لوبغاړي "اسلانکا" دی. نوموړي د اته دېرش نیمو "38.5" منډو په اوسط سره لوبې کړي دي، چې د منډو مجموعه یې "۲۳۱" ته رسېږي.

Related Articles

افسانچه ( غفور او رحیم)

مولوي صيب چي به ټوله هفته پردي حقونه اووهل نو د‌جمې په ورځ به په جمات کښې د ممبر د‌پاڅه خلقو ته لګيا شو .چې الله ډير غفور او رحیم دے

د منټو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا تګلاره وه، چې حقیقت ووایي، که هرڅومره تریخ هم وي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د "منټو" د ژوند او هنر...

د پوستکي دانې ناروغي وپېژنئ!

 د لمپي سکين ناروغي Lumpy Skin Diseaseد پوستکي دانی ناروغي  د يو څه وخت راهيسي په ټولنيزو رسنيو کې ناسم مالومات خپرېږي؛ غواړو چې هيوادوالو سره سم مالومات شريک کړو.  ياده ناروغي څه کم سل کاله تاريخچه لري او تر اوسه پورې هيڅ قسمه کيس په انسانانو کې ندی ثبت شوی؛ نو لحاظه د حيوان/غواګانو د تولید او تيار شوي محصولاتو نه استفاده کولی شو. دا ناروغي په ل...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...