To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,504
د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي

د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي

 

زموږ د ګران هېواد افغانستان خلک له دومره ستونزو سره سره بیا هم هڅه کوي، چې له نړۍ سره سیالي وکړي، هغه که د سپورټ په ډګر کې وي، که د زدکړو په ډګر کې وي او یا که په نورو برخو کې وي.

د افغانستان اتلو خلکو تل خپل بې مثاله استعداد نړیوالو ته څرګند کړی دی او لا یې څرګندوي، تر ټولو غوره بېلګه یې د کرېکټ ملي لوبډله ده چې په ډېر کم وخت کې یې ځان له هغو لوبډلو سره برابر کړ، چې له شپېتو، اوویا کلونه را په دېخوا کرېکټ کوي په داسې حال کې چې د افغانستان د لوبغاړو او لوبډلې لا شل کاله نه کېږي چې کرېکټ یې پیل کړی دی. 

موږ په دې لیکنه کې تاسو ته د محمد نبي عیسی خېل په اړه معلومات درکوو، که تاسو هم د نبي عیسی خېل له مینه والو څخه یاست او غواړئ په اړه یې معلومات تر لاسه کړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

نبي عیسی خېل د نړۍ په کچه د افغانستان د ملي لوبډلې هغه پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې هم په بیټنګ او هم په بالېنګ کې د افغانستان لپاره ډېر ښه ځلېدلی دی.

 نبي عیسی خېل د ۱۹۸۵ کال په اوومه نېټه په لوګر ولایت کې زېږدلی دی، اوس مهال ۳۶ کاله عمر لري، نبي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په ملي لوبډله کې شامل شو او لومړۍ یو ورځنۍ نړيواله لوبه یې د سکاټلنډ پر وړاندې ترسره کړه، په ټېسټ کې یې بیا لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې تر سره کړه او وروستۍ لوبه یې د بنګلدیش پر وړاندې تر سره کړه او په شل اوریزو لوبو کې یې بیا خپله لومړۍ لوبه د اېرلنډ پر وړاندې تر سره کړه.

 

محمد نبي په کومو لوبډلو کې لوبې کړې دي؟

 محمد نبي په بېلابېلو لوبډلو کې لوبې کړې دي لکه، د افغانستان ملي لوبډله، د امو لوبډله، د بند امیر لوبډله، بنګال ټایګر، د نړۍ د لومړۍ درجې ليګ سنډرایزرس حیدر اباد او داسې نورو ټیمونو کې یې لوبې کړې دي.

له نوروز منګل څخه دوه کاله وروسته محمد نبي عیسی خېل د افغانستان د ملي لوبډلې کېپټان شو.

 

 د نبي عیسی خېل منډې د توپ وهنې(بیټنګ) په برخه کې 

ښاغلي نبي ۱۲۷ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي چې په دې لوبو کې یې ۲۸۱۷ منډې کړې دي، په دغو یو ورځنیو لوبو کې یې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۱۶ دي،

۸۶ شل اورېزوې نړیوالې لوبې یې کړې دي او ټولې منډې یې ۱۵۲۳ دي او په یوه لوبه کې یې ډېرې منډې ۸۹ دي. په ټوله کې محمد نبي ۳۰۹ شل اوریزې لوبې کړي دي او منډې یې ۴۸۱۵دي، خو په یوه لوبه کې یې ډېرې منډې ۸۹ دي.   

 

د ښاغلي نبي هغه لوبې چې ده پکې  توپ وهنه(بالېنګ)کړی

محمد نبي درې ټېسټ لوبې کړې دي، چې  اته ویکټې یې پکې اخیستې  دي، ۱۲۷ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې یې تر سرع کړې دي، چې ۱۳۲ ویکټې یې پکې اخیستې دي او ۶۸ شل اوریزې نړیوالې لوبې یې کړې دي، چې ۷۳ ویکټې یې پکې اخیستې دي.  

د محمد نبي د خوښې لوبغاړی د هندوستان د لوبډلې تقاعد شوی او پخوانۍ کېپټان ام اېس ډوني دی. 

 

په نړیواله کچه د محمد نبي عیسی خېل ریکارډونه

۱. په نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې یې ۱۰۰۰ منډې کړې او ۱۰۰ ویکټې یې اخیستې دي.

۲. په بله نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې یې ۱۰۰۰ منډې کړې، ۵۰ ویکټې یې اخیستې او ۵۰ کېچونه لري.

۳. محمد نبي په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېره د نړۍ په کچه غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای. سي. سي) له خوا محمد نبي عیسی خېل د لومړۍ درجې الرونډر په توګه وټاکل شو.

Related Articles

مديريت Management

دوهمه برخه قدرمنو مينوالو د مديريت د زده کړي په دوهمه برخه کي د مديريتي نقشونو او مديريتي مهارتونو سره به اشنا سو.   لومړۍ موضوع:مديريتي نقشونه د مديريت دعلم د څېړونکي هنری منتسبرګ په نظر په يو سازمان کي د مدير لس ځانګړي نقشونه دي چي دا نقشونه په دريو ګروپونو کي ترتيب سوي دي چي عبارت دي له: ١-ارتباطي نقش(د تشريفاتي څېرې نقش،د رهبر نقش او د اړي...

ولې ناکاميږو؟؟؟

مونږ ټول د بريا د مزې د څکلو هيله او ارزو لرو، خو ځينو عوامل زمونږ د لارې خنډ جوړيږي چې ډيری وخت دغه عوامل زمونږ د بريا د مزې د څکلو هيله له منځه وړي او يا يې ځنډنۍ کوي. د ناکامۍ شل هغه عوامل چې بريا ته زمونږ د رسيدو په لار کې خنډ جوړيږي.  ۱. د ګواښ منلو ته زړه نه ښه کول  ۲. په کارونو کې د‌دوام نشتون ۳. لنډمهاله/ ناڅاپي خوښي  ۴. په کارونو کې د...

سويس وپېژنئ!

یو له هغو ذوقونو څخه چې د نړۍ اکثره انسانان یې لري له بېلابېلو سيمو څخه لیدنه ده. که تاسو هم غواړئ سفر وکړئ او ښکلي سیمې وګورئ نو سویس مو ښه انتخاب کېدای شي. له هېوادونو سره بلدتيا موږ سره مرسته کوي، چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو، قومونو او کلتورونو په اړه لا ډېر وپوهېږو. په دې لیکنه کې به تاسو د سویس هېواد په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړئ.  د سویس پېژندن...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...