To start downloading books

Please sign in or create an account.

په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟

په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په نړېواله کچه بېلابېلو ډلګيو او یا هم پدیدو ته ورځې ځانګړې شوي دي او هر کال نمانځل کېږي. موږ او تاسو د سولې، د ښځو، د ملګرتیا، د ځوانانو، د مور او ګڼې نورې نړېوالې ورځې لرو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. له دې نمانځنو څخه اساسي موخه دا وي، چې انسانان یادو ډلګيو او پدیدو ته په ارزښت قایل دي.

یو له دې ځانګړو ورځو څخه د ماشوم نړېواله ورځ هم ده، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.

 

کومه نېټه د ماشوم نړيواله ورځ وي؟

په ملګرو ملتونو کې د اکټوبر میاشتې "۲۰ مه" نېټه د ماشوم د نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې ده؛ خو بیا هم ځينې هېوادونه په ملي کچه دا ورځ په نورو نېټو کې نمانځي. مثلا ایرانیان یې د اکټوبر په "۸ مه"، بنګله دېش د مارچ "۱۷ مه" او ځينې نور هېوادونو یې په نورو بېلابېلو نېټو کې نمانځي. یعنې دا مطلق حکم نه دی، په دې برخه کې هر هېواد خپلواک دی او خپل تاریخ، اوسني وضعیت او نورو مسایلو ته په کتو دا ورځ ټاکي؛ خو ملګرو ملتونو "United Nation" د اکټوبر "۲۰ مه" نېټه ماشومانو ته ځانګړې کړې ده او هر کال یې په همدې ورځ نمانځي. 

 

ماشوم څوک دی؟

زموږ اکثریت افغانان فکر کوي، چې د قد لوړېدا او یا هم بلوغ ته رسېدل د ماشومتوب د دورې پای ته رسېدا بلل کېږي؛ خو زموږ د هېواد اساسي قانون او نړېوال قانون له مخې هر هغه کس ماشوم بلل کېږي، چې عمر یې تر اتلس کالو ښکته وي. په دې معنا چې ممکن ځینې کسان زموږ په ټولنه کې په عامه اصطلاح "سنډا" وبلل شي؛ خو نړېوال قوانین به یې ماشوم بولي.

 

دا ورځ ولې نمانځل کېږي؟

ددې ورځې له نمانځلو څخه اساسي موخه دا وي، چې وګوري ماشومانو ته د روغتيايي، زده کړیزو او نورو روزنیزو برنامو په برخه کې څومره پرمختګ شوی دی. ماشومانو څومره خوندي دي او همدارنګه د ماشومانو د وضعیت د ښه والي لا نور څه پکار دي؟ دا هغه اساسي اهداف دې، چې ددې ورځې له نمانځنې څخه ترلاسه کېږي.

هر هېواد په دې ورځ هڅه کوي، چې د ماشومانو لپاره خپلې لاسته راوړنې وتلي؛ که د قناعت وړ وې ښه تر ښه؛ مګر که قناعت یې حاصل نه شي لا ډېره هڅه کوي، تر څو د خپلې ټولنې  دا راتلونکي مشران (ماشومان) په هر لحاظ سالم او نوښتګر وروزي. دوی پوهېږي، چې دا پانګونه یې هېڅکله بې ځایه نه ده او همدا ماشومان به ددوی هېوادونو ته ویاړونه راوړي او د خپلو راتلونکو نسلونو زخمونو ته به مرحم ږدي. 

 

په افغانستان کې ولې و نه نمانځل شوه؟

د ملګرو ملتونو "UNICEF" اداره، چې د ماشومانو د ژوند ښه والي لپاره کار کوي، تېره ورځ اعلان وکړ، چې دوی په افغانستان کې دا ورځ نه نمانځي. ددې کار اساسي علت دا دی، چې د دقیقو ارقامو له مخې شاوخوا "۱۴" میلیونه افغان ماشومانو صحي خوړو ته لاسرسی نه لري او یا هم له لوږې سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ماشومان لا له وړاندې سختو حالاتو سره مخ وو/دی. دوی شاقه کارونه کوي، روغتيايي خدمتونو ته سم لاسرسی نه لري، له تعلیمه بې برخې دي او همداسې سلګونه نورې ننګونې دي، چې ددوی ژوند او پرمختګ یې له خنډونو سره مخ کړی دی.

Related Articles

د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی

د افغانستان د ۴۰ کالو جنګونو او ناخوالو  نه یوازې افغانان په مادي  لحاظه ځپلي بلکې په معنوي  لحاظه هم ځپلي. زموږ اکثره خلک فکر کوي، چې  انسان یوازې مادياتو ته اړتیا لري؛ خوژوند کې د مادیاتو سره څنګ کې معنویات هم ډېر مهم رول لري.  دلته  کې ډېرې مېندې او پلرونه  فکر کوي، اولادونه یې د درې وخته ډوډۍ نه پرته بل هیڅ شي ته اړتیا نه لري. همدغه وجه ده ، چ...

که په ځان کې مو دا نښې وینﺉ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یﺉ چمتو!

لیکنه: شکېبا نادري، که په ځان کې مو دا نښې وینئ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یئ چمتو!   واده کول داسې پرېکړه ده چې د انسانانو له ټول ژوند سره نه شلېدونکې اړیکه لري، کله چې یو کس غواړي واده وکړي، لومړی باید له هر اړخه ورته ځان تیار کړي، لکه مالي اړخ، عقلي اړخ او تر ټولو اړین دا چې یو کس باید لومړی ځان دې ته تیار کړي، چې مقابل لوری درک کړای شي، په خ...

د هند مشهور دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان

د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی. نوموړی د۱۹۲۵ زیږدیز کال دجنوري میاشتې په لومړۍ نیټه دهندوستان داتهرپردیش ایا لت ( صوبې ) په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی .ده خپلې زده کړې داعظم ګړ په مدرسة الا صلاح کې سرته رسولي دي او بیا دهند پلازمیینې ډیلي ته راغلی اوپه ډیلي کې دالرساله دمیاشتنۍ مدیر و.مولانا وحیدالدین خان په څو  ژبو ( اردو،هندي ، عرب...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...