یوه ورځ مرګ د یو سړي پر لور ورغی (لاړ) او ورته یې وویل: نن ستا وروستۍ ورځ ده. سړي وویل: خو زه تېار (آماده) نه یم!
مرګ وویل: نن ستا نوم؛ لومړی کس زما په نوم لړ (لیست) کې دی. . .
سړي وویل: ښه! راځه کېښنه مخکې له تللو څخه یو ځای به سره قهوه وڅښو.
مرګ وویل: سمه ده! “حتما” ولې نه!
سړي مرګ ته قهوه ورکړه او په قهوه کې یې ورته څو د خوب ګولۍ واچولې. . .
مرګ قهوه وڅښله او ژَور خوب ته لاړ. . . سړي د هغه لیست پورته کړ او خپل نوم یې له لومړي ځای څخه پاک کړ او د لیست په پای کې ځای پر ځای کړ (ویې لیکه).
کله چې مرګ له خوبه پاڅېده ویې ویل: ته نن له ماسره ډېر مهربانه وې! ستا د مهربانۍ په بدله کې نن مې زه کار د لیست له پای (آخر) څخه پیل کوم.
ځینې شیان زمونږ په برخلیک (سرنوشت) کې لیکل شوي دي، اړینه (مهمه) نده چې څومره سخت د بدلون لپاره یې کوښښ کوو، خو هیڅکله به هم بدلون (تغییر) ونکړي. . .
کارغه او طوطي دواړه بد پېدا شوي دي. طوطي نیوَکه وکړه او ښاېښته شو، خو کارغه د الله (ج) په رضا، راضي وو، نن طوطي په کپس (قفس) کې بند دی او کارغه آزاد او خپلواک دی. . .
د هرې پېښې (حادثې) تر شا د الله (ج) حکمت پروت دی، کېدای شي چې هیڅکله مونږ ورته پام ونکړو!
نو باید هیڅکله مونږ الله (ج) ته و نه وایو چې ولې؟؟؟
له ټولو لوستونکو څخه مننه.
پښتو ژباړه او ترتیب: عبدالرشید “صمد نجاب”