خوب لیدل

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 20, 2021
4 years ago
3,852 views
خوب لیدل

لیکنه ـ وړانګه اکبر

خوب لیدل د خیالونو، احساساتو او اندونو یو تسلسل دی چې معمولا د خوب په ځینو مرحلو کې په غیر ارادي ډول په ذهن کې پېښېږي. انسانان هره شپه دوه ساعته د خوب په لیدو تېروي او هر خوب شاوخوا له ۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې وخت نیسي. د تاریخونو له پیله، د خوب لیدل ټولو انسانانو ته یو زړه راښکونکې موضوع ده. لکه څنګه چې د خوب لیدل ډېر روښانه وي، چې څه او څه پکې تېرېږي؛ خو په ورته وخت کې ډېر پېچلی وي او انسان نه شي کولای چې د خپل خوب موخه ښکاره کړي په همدې ډول خوب لیدل ډېر له احساساتو هم ډک وي نو ځکه پخوا ځينې مفکورې ددې ښودونکي وې، چې خوبونه داسې پیغامونه لري چې په بل ډول نه شي رسول کېدای.

نو؛ خوب لیدل څه دي؟ ولې دخوب لیدل دومره عجیب دي؟ ولې ددوی په یاد ساتل خورا سخت دي؟ په دې هکله ساینس پوهان یو باوري تعریف ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي، چې د خوب لیدلو پېژندنې ته ورسېږي. داسې انګیرل کېږي چې د خوب په بهیر کې مغز فعاله کېږي او کار کوي نو ځکه خوب لیدل پېليږي یعنې د خوب په بهیر کې د دماغو فعالیت د خوب د لیدلو لامل کېږي. د خوب د لیدلو په تعریف کې دوه برخې دي یو د خوب لیدلو معنا او بل د خوب لیدلوځانګړتیاوې.

ښه نو خوب لیدل څه معنا لري؟ 

دا چې موږ په خوب کې څه حس کړل، دا چې موږ یې په هکله څه فکر وکړ، او دا چې څه مو پکې درک کړل. د تعریف دویمه برخه د خوب لیدلو ځانګړتیاوې دي: چې دا هر څه د کس په کیسو او توضیحاتو پورې اړه لري چې د خپل خوب په هکله یې توضیح کوي.

ایا ټول انسانان خوب ویني؟

هغه انسانان چې د خوب په لابراتوارونو کې مطالعه شوي دي څرګنده شوې ده، چې ټول یې د خوب د لیدلو په وخت کې د دماغو فعالیت لري. په خوب کې د دماغو د فعالیت موده په خوب کې د سترګو له چټک حرکت سره تړاو لري. د سترګو دا چټک حرکت په خوب کې د دماغو د فعالې مرحلې په نوم یادېږي. که چېرې په همدې وخت کې که دغه انسانان له خوبه پاڅول شي په سلو کې ۹۵ سلنه یې هرومرو د خوب د لیدلو په هکله کیسه تېروي. که د خوب د دلیدلو په وخت کې کومه مداخله و نه شي نو دا خوب ډېرکم په یاد پاتې کېږي ځکه چې د خوب دلیدلو په وخت کې حافظه کمزورې وي.

ایا د خوب لیدل کولای شي چې د راتلونکي وړاندوینه وکړي؟

له ډېرو پخوانیو زمانو راهیسې خلک په دې باور دي چې د خوبونو لیدل د بلې نړۍ پېغامونه دي؛ خو  ساینس ثابته کړې ده چې د خلکو ددې نظر لپاره هیڅ ډول ساینسي شواهد شتون نه لري. د بېلګې په ډول احمد د یوې غمجنې پېښې په اړه اندېښمن دی لکه د کورنۍ د کوم غړي ناروغي چې اوس په روغتون کې دی او مرګ یې ګواښوي؛ نو طبعا چې احمد به د همدې ناروغ شخص په هکله د نارمل په پرتله ډېر غمناکه خوبونه ویني وروسته د یو څه وخت له تېرېدو احمد ته زنګ راځي چې د کورنۍ ناروغ غړي يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی نو همدا ده چې احمد خپل خوبونه چې د ناروغ په هکله یې لیدلي وو یو ډول پیغام ګڼي، په داسې حال کې چې داسې نده ځکه احمد تل په ذهن کې د ناروغ په هکله فکرونه کول او همدې موضوع يې د خوب په منځپانګه اغیزه کړې ده. نو ځکه پداسې حالاتو کې د ددې ډول خوبونو لیدل لږ تر لږه د حیرانتیا خبره نده. پرته لدې نور خوبونه شاید د ذهن په ستړیا او یا نورو فکتورونو پورې اړه ولري کوم چې انسانان د ورځې په اوږدو کې ورسره مخ کېږي. "مګر دا چې موږ او تاسو مسلمانان یو، باید اسلامي عقیده پکې پکې بهتره وګڼو."

موږ تور او سپین خوبونه وینو که رنګه؟

هغه کسان چې په ازمایښتي ډول تر لابراتوار لاندې مطالعه شوي وو په ډېره ځغرده یې دا ښکاره کړه چې ټول انسانان رنګه خوبونه ویني خو دا چې موږ ته تور او سپين ښکاري د خوب په وخت کې په کمزورې حافظه دلالت کوي.

ایا ژوي خوبونه ویني؟  

څېړنو څرګنده کړې ده چې ژوي هم  د انسانانو په څیر د خوب په وخت کې د سترګو چټک حرکات لري خو لا هم پدې بحث کېږي چې ژوي د انسانانو په څېر د عالي پوهې او تفکر خاوندان ندي نو شونې ده  چې خوبونه یې هم د هغوی د فهم په اندازه وي خو دا چې د خبرو د کولو وړتیا نلري نو ځکه نه شو پوهیدای چې ژوي به څنګه خوبونه ویني.

ایا د نارینه وو او ښځینه وو  د خوبونو تر منځ توپیر شته؟

د نارینه او ښځینه وو خوبونه شونې ده چې د هغوی په ورځنیو کارونو پورې اړوند وي لکه ښځې د کور سمبالولو او ماشومانو د روزنې اړوند خوبونه ډېری وخت وینې او نارینه د معاشاتو او کاري ماحول په هکله ډېر خوبونه وینې خو  د دواړو جنسونو یوازې یو ډول خوبونه سره شریک دي او هغه هم احساساتي خوبونه کوم چې په احساساتو پورې اړه لري.

Related Articles

Oct 24, 2021
3,214 views

د سټریس (فشار) د کمولو څو بېړنۍ لارې!

لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د سټریس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دي.  يواځینی کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر کيږي بايد د سټریس زېږېدونکو شرايطو سره جدي برخورد وکړو.  لومړی ـ شوخي او خوشالي شوخي د سټریس د ک...

Dec 25, 2021
3,011 views

د سترګو شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟

لیکنه: شکېبا نادري د سترګو د شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟   د انسانانو د ښکلا تر ټولو اړین شرط د مخ پاکوالی دی، که یو کس هر څومره ښایسته وي، خو د مخ پوستکی یې خالونه او تورې لکې ولري، ښایسته نه ښکاري، ځینې وخت د انسانانو د سترګو شاوخوا تورېږي...

Dec 28, 2020
2,578 views

د قوانينو د انفاذ مراحل!

ليکنه:  ولي الله حنيفي  هر وخت چې يو قانون وضع کېږي، لاندې مرحلې طی کوي، د تسويد مرحله، د تدقيق مرحله، د تصويب مرحله، د توشېح مرحله، د نشر مرحله، د مهلت مرحله او د انفاذ مرحله، چې په لاندې ډول يې د بحث لاندې نيسو.  ۱: تسويد مرحله: د تسويد مرحله د ق...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,409 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,066 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,809 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...