To start downloading books

Please sign in or create an account.

د برودسکي لنډ ژوندلیک

د برودسکي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که څه هم د نړېوالو ادبیاتو اسمان ډېر لوی دی؛ مګر ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې د خپل زحمت ستوري پکې وځلوي. له دې لږو خلکو یو هم برودسکي دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مهم معلومات ولولئ.  

د بردوسکي لنډژوندلیک  

د روسيې ددې پیاوړي شاعر/لیکوال بشپړ نوم ایوسیف برودسکي "Iosif Brodsky" دی، چې په "۱۹۴۰ز" کال کې زېږېدلی. دی له یوې لوستې جوړې پیدا شو، په دې معنا چې مور یې د محاسبه کوونکې په توګه دنده درلوده او پلار یې عکاس/خبریال و. ماشومتوب یې د غریبۍ، مایوسۍ او سختیو داستان لري. ځکه دا وخت ددوی ښار "لېننګراد" د جګړې او کلابندۍ خاطرې لرلې؛ خو نوموړي هېڅکله زده کړو ته شا نه کړه او تل به یې د وخت د لویو لیکوالو کتابونه/شعرونه مطالعه کول. چې وروسته د یو لوی او عالي شاعر په توګه څرګند شو او ډېر شمېر اشعار یې ولیکل. له ګڼو ادبي هڅو وروسته په "۱۹۹۶ز" کال کې د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې ومړ.  

د برودسکي په اړه نور مهم ټکي

• په څلورویشت کلنۍ کې حکومت ونیوه او له هېواده یې تبعید کړ. دا ځکه چې نوموړي پخپلو اشعارو کې پر حکومت/چارواکو نیوکې کړې وې.

• په ماشومتوب کې یې د زده کړ ترڅنګ کار هم کاوه، ترڅو خپل مصارف پوره کړي.

• شاوخوا شپاړلس کلن و، چې شعر ډوله لیکنې یې وکړې.

• نوموړي د روسیې له مشهورې شاعرې "انااخماتووا" څخه د شعر په اړه زدکړې وکړې.

• د پنځم روسي لیکوال په توګه یې په "۱۹۸۷ز" کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

• د برودسکي مړینه د زړه د سکتې له امله وه.

• برودسکي د شاعرۍ ترڅنګ ژباړې هم کولې.

• د نوموړي کورنۍ یهودۍ وه.  

د شعر بېلګه  

په دې فکر کې یم  

چې زما توري او کلمې به مړه شي

او وخت به په فاتحانه خندا

زما غمجن زحمت د مرګ تر پورې بدرګه کوي ...

Related Articles

د ګویته لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ د مشهور څېرو په لړ کې به نن المانی لیکوال او فیلسوف ګويته وپېژنئ. نوموړي د ښه استعداد ترڅنګ جذابه څېره هم لرله. ویل کېږي، آن یو ځل ځینو کسانو د خپلو زړو عقیدو پر اساس پرې د خدایګوټي ګومان کړی و. په هر حال؛ په دې لیکنه کې به د نوموړي پر ژوند، فن، ویناوو او شعر پوه شئ.   پېژندنه د المان ددې پیاوړي فلسفي شاعر، لیکوال، څ...

په ژوند کې استقامت او ثبات رامنځ ته کول

د ټکنالوژۍ په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک غواړي چې باثباته ژوند ولري، او د ژوندانه له ستونزو او باریکیو څخه خلاص واوسي، خو دا واقعاً سخت کار دی چې په ژوند کې ثبات ولرلی شئ، هر څوک په ژوند کې له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کېږي. ترڅو یو باثباته ژوند ولري، په ژوندانه کې ستونزې او کړواونه شته، بریالي او باثباته کسان هغه څوک دي، چې له دې باریکیو او ستونرو څخه پ...

رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟

د رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟  د موضوع معرفي د رسنیو ازادي د هرې ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي. د ازادو رسنیو په چاپيريال کې روڼتيا، عمومي ګفتمان پياوړتيا او د حساب ورکونې روحيه پياوړې کېږي او په پايله کې ژورنالستانو او رسنیو ته واک په لاس ورځي، چې د سانسور یا جبر له ویرې پرته د پراخو موضوعاتو په اړه راپورونه چمتو کړي. که څه هم د رسنيو ازادي...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...