ژباړه: شکېبا نادري
حکایت
هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري
یوه ورځ یوه ښکاري یوه مرغۍ په دام کې واچوله او ویې نیوله، مرغۍ ورته وویل: "ای سړیه تا دې په ژوند کې ډېر ځله د غوا او وري غوښه خوړلې ده، خو موړ شوی پرې نه یې، نو زما پر لږه غوښه هم نه مړېږې، که زه دې خوشې کړم، تاته به درې نصیحتونه وکړم تر څو نېک مرغه شې، لومړی نصیحت ستا پر لاسونو کې درته کړم، دویم نصیحت هغه وخت درته کړم چې د بام پر سر کښېناستم او درېیم نصیحت بیا هغه وخت درته کړم چې پر ونه کښېناستم سړي د مرغۍ خبره ومنله، مرغۍ وویل:
لومړی نصیحت: هېڅکله د چا په ناشونې خبره باور مه کوه!
سړي د دې خبرې په اورېدلو مرغۍ خوشې کړه.
مرغۍ والوتله او د پام پر سر کېناستله.
دویم نصیحت دا چې: هېڅکله د خپل تېر وخت او هغه څه لپاره چې له لاسه دې ورکړي دي اندېښنه مه کوه!
مرغۍ له بام څخه د ونې ښاخ ته ټوپ کړ او ویې ویل: ای محترمه زما به خېټه کې یوه ملغلره ده چې لس درهمه قېمت لري، خو له بده مرغه چې ستا او ستا د اولادونو په قسمت کې نه وه، کنه ته به ډېر شتمن شوی وای، ښکاري د دغې خبرې په اورېدو سره ډېر خپه شو او ګیلې یې پیل کړې.
مرغۍ په خندا شوه او ورته ویې ویل: ما تاته ونه ویل چې د تېر مهال لپاره اندېښنه مه کوه، ته زما په نصیحت پوه نه شوې!
دویم نصیحت دا و چې هېڅکله ناشونې خبره مه منه، زما د ټول بدن وزن له درېیو درهمو څخه زیات نه دی، نو څنګه به مې په خېټه کې د لسو درهمو ملغلره ځای شي؟
سړی په هوښ راغی او مرغۍ ته یې وویل: ای هوښيارې مرغۍ ستا هر نصیحت ډېر ارزښتمند دی، درېیم نصیحت دې هم راته وکړه: مرغۍ وویل تا په دوو مخکنیو نصیحتونو عمل وکړ چې درېیم درته ووایم؟
ناپوه ته نصیحت کول داسې دی، لکه په وچه ځمکه کې د یو څیز کرل.
پند:
نو ښه ده چې په اوس محال کې ژوند وکړو او د تېرو پېښو لپاره پښېماني او افسوس ونه کړو، سربېره پردې تل باید په هغه څه باور وکړو چې پېښدل یې شوني وي.