To start downloading books

Please sign in or create an account.

Arsalan 3 years ago 1,368
نیمايي پاتې کارونه (دا کومه کیسه نده)

نیمايي پاتې کارونه (دا کومه کیسه نده)

 اوس به راشو لیکنې ته!

نیمایي پاتې کارونه څه دي؟

هر انسان چې پدې نړۍ کې ژوند کوي، یو شمېر مسئولیتونه او کارونه یې پر غاړه دي، دا کارونه یې د ژوند په فردي، کورنیزه، ټولنیزه او هر اړخیزه برخه کې دي.

د ورځنې ژوند مخ ته وړلو لپاره هر کس (فرد) باید کار وکړي او بوخت اوسي.

خو کله کله ځینې کارونه چې پېل کړي، پېل یې ډېر ښه ښکاري خو د کارونو پاي ته رَسول ډېر ستونزمن کیږي.

نیمايې پاتې کارونه هغه کارونه دي: 

چې پېل مو ورته کړی وي خو پای ته مو نه وي رَسولي، دا کارونه کېدای شي سهار وختي له خوبه پاڅېدل، د یوې نوې ژبې زده کول، د یوې ځانګړې څانګې زده کړې، د یو کتاب مطالعه کول او داسې نور شېان وي.

د کارونو نیمايي پاتې کېدو لاملونه:

I-              څرګنده موخه په ژوند کې نلرو

یو له لاملونو څخه دا ده چې په ژوند کې هیڅ موخه نلرو او همدا د کارونو د نیمایې پاتې کېدو سبب کیږي. کله چې څرګنده موخه په ژوند کې ونلرو او کار پېل کړو نو ژر له کارونو ستړي کیږو او هغه کار چې ترسره کوو را ته تکراري کیږي.

II-             په ژوند کې موخه لرو خو ناسمه وي   

بل لامل د کارونو نیمايي پاتې کېدو دا ده چې په ژوند کې موخه لرو خو ناسمه وي، کله هم پدې نه پوهېږو چې کومه موخه مو چې په ژوند کې غوره کړې ده سمه ده که ناسمه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې باید خپلې لېوالتیا، استعدادونو او وړتیاوو ته باید پام وکړو.

III-           هغه ستونزې چې ورسره مخ کیږو هغو ته پام نه کوو

یو بل لامل د کارونو د نیمايې پاتې کېدلو دا دی چې یوازې د کارونو مثبت اړخ وینو (البته مثبت آند لرل ښه دي) خو هر کار چې ترسره کوو پکې ستونزې او موانع هم شتون لري هغه هم باید ومنل شي او پر وړاندې یې باید ودرېږو که ورته تسلیم شو نو کارونه نیمایي پاتې کیږي. ما ډیری خلک لیدلي دي او اوس یې وینم  کله چې د یو کار په اړه یا د یو بریالیتوب په اړه خبرې کوي، ځان ستاینې کوي، ځانونه اتلان ښیي او یوازې بریالیتوب ته ټوپ وهل (جمپ) خپل ښکاره کوي، خو رښتیا دا دي چې د یو کار ترسره کول او بریالیتوب ته رسېدل ډیر وخت نیسي، بېلا بېلو آزماېښتونو او ستونزو سره سړی مخ کوي، داسې هم نده چې په یوې شپه کې سړی بریالیتوب ته رسیږي. 

پاېله: 

نیمايي پاتې کېدل د کارونو د روحي، رواني، ‌ذهني او فکري ستړیا او اسټرس سبب هم کیږي، د دې لپاره چې باید پورتني لاملونه له مېنځه یوسو؛ لومړی خو موخه ولرو، دوېم خپلو وړتیاوو او لېوالتیاوو ته پام وکړو او درېم باېد عمل هم وکړو د ستونزو سره مقابله وکړو  او حل یې کړو (د ستونزو حلول تر ډېره حده د ځان سره مقابله ده).

لیکنه: عبدالرشید “صمد نجاب”

له ټولو لوستونکو څخه ډېره زیاته مننه!

Related Articles

قبرس وپېژنئ

ژباړه - ریاض مقامزی قبرس چې په انګلېسي کې يې «Cyprus» بولي یو جزیره يي هېواد دی، چې آرامه ساحلونه (سمندر غاړي)، مېلمه پاله خلک او ښکلي شنې منظرې لري. دا هېواد د اوبو په منځ کې د یوه ټاپو په شکل پروت دی. دا ټاپو په مدیترانې سمندرګي کې دی، چې په دې سمندر کې تر ساردنی او سیسیل وروسته درېیمه لویه جزیره (ټاپو) بلل کېږي. بايد ووایو چې دا هېواد اوس پر...

زندگی نامه محمدمصطفی محمدیار || Biography of "Mohammad Mustafa Muhammadyar"

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar محمدمصطفی که نام خانوادگی او محمدیار و در قوم، از محمدزایی‏های باغ علی مردان، ناحیه اول کابل بودند، در منطقه هریپور مربوط به صوبه سرحد پاکستان در تاریخ ۱۹ میزان ۱۳۶۸ مطابق به ۱۰ اکتبر ۱۹۸۹ تولد شده بود. او روخوانی قرآن کریم را پیش از آغاز...

زړه او رګونو ناروغيو عام اعراض

د زړه او رګونو ناروغيو عام اعراضد سينې درد chest pain‏ په د سينې درد له خورا معمولو بېړنيو حالتونو څخه دی او باید په پوره توګه وارزول شي د سينې درد ممکن د مايوکارد د احتشا شان د سختې ناروغۍ په وجه را منځته شي او يا کېدای شي يوازې عضلي درد وي نو لومړی باید هغه اسباب په پام کې ونيول شي او رد شي چې ژوند ګواښوي لکه د مايوکارد ،احتشا نوموتورکس ‏aortic d...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...