استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېبه کې ټک ورکه، ویې چیچه. لړم لږ وروسته بیا اوبو ته ولوېد او هغه راهب بيا لاس ور ورغځاوه چې ويې ژغوري. لړم دا ځل هم راهب و چیچه ملګري يې ورته وويل: بيا بيا یې ولې ژغورې، ته خو پوهېږې چې د هغه فطرت د چیچلو دی. لومړي راهب خپل ملګري ته په ځواب کې وويل: "او زما فطرت د ژغورلو."
د حکايت درسونه
- همېشه د خپلو کړنو مسول اوسئ. دا چې نور خلک څه کوي پخپل حساب به خپله ورکوي.
- د انسان په حیث له نورو سره مرسته، ښه کول او د نورو ژغورل باید ستاسو د ژوند تګلاره وي.
- د بدیو ځواب په بدو مه ورکوئ. که داسې وکړئ ستاسو او د مقابل لوري هېڅ توپیر نه پاتې کېږي.
- انسانيت تر ټولو غوره لاره ده. همدا تعقیب کړئ.
- که نور هرڅومره بد هم وکړي؛ تاسو باید ښه وکړئ ترڅو پخپلو بدو پخپله پښېمانه شي.
- تل ښه کوئ. کېدای شي نور ډېر خلک ستاسو له امله نېکې لارې ته برابر شي.