To start downloading books

Please sign in or create an account.

Bilal Ahmad 3 years ago 644
په اروپا کې د الحاد پیل؟

په اروپا کې د الحاد پیل؟

په_اروپا_کې_د_الحاد_پیل؟ د اسلام په ټول تاریخ کې اسلام له داسې مشکلاتو سره نه دی مخامخ شوی لکه اروپا چې د خپلو غلطو عقایدو له امله ورسره مخامخ شوې ده. یو له لویو ستونزو څخه د دین، مذهب او ساینس تر منځ سخت اختلاف و. مذهب له ساینس سره دومره وحشیانه ټکر وکړ چې کلیسا ډیری ساینس پوهان ژوندي وسوځول او دوی یې د خپل مقدس کتاب پر ضد وبلل. د کلیسا د غړو دغه وحشیانه ظلمونه په ټوله اروپا کې د ګډوډۍ لامل شول. پرته له هغو کسانو چې ګټې یې له کلیسا سره تړلې او خوندي وې، ټولو له کلیسا سره کرکه پیل کړه او په همدې کرکه او دښمنۍ کې یې له بده مرغه د ټول دین د نظام د ړنګولو هوډ وکړ او د خدای له لارښوونو یې بغاوت وکړ. داسې ښکاري چې د کلیسا د حماقت له امله په پنځلسمه او شپاړسمه پیړۍ کې احساساتي جګړه پیل شوه چې دې "بدلون" د خلکو احساسات د خالص الحاد په لور برابر کړل. او له دې اوږدې جګړې وروسته په لویدیځ کې د سیکولر ( Secular) تمدن دوره پیل شوه. د دې غورځنګ مخکښانو د کایناتو د ښکاره شواهدو سره سره، د ژوند ټوله ډانچه په دې اساس جوړه کړه چې په نړۍ کې څه شی دي هغه ټول "ماده" ده. وده، حرکت، احساس، شعور او فکر ټول د دې پرمختللي مادې ځانګیړنې دي. د جدید تهذیب معمارانو خپل انفرادي او ډله ایز ژوند د همدې فلسفې په آساس جوړ کړ. هر هغه تحریک چې بنسټ یې پدې پیل و چې: خدای نشته، هدایت کوونکی نشته، د اطاعت اخلاقي نظام نشته، قیامت، حساب او کتاب نشته، د سیکولر (ترقي خوښوونکو) غورځنګ بلل کېده. په همدې ترتیب لویه اروپا د یوه بشپړ او هر اړخیز ماديزم پر لور وګرځېده. الحاد د ژوند په ټولو ډګرونو: فکر، ارواپوهنې او ذهنیت، اخلاق او ټولنې، ساینس او ​​ادب، حکومت او سیاست باندې برلاسی شو. که څه هم دا هر څه په تدریجي ډول پیښ شول او په لومړي سر کې یې سرعت خورا کم و، خو ورو ورو دغه توپان ټوله اروپا په خپله غیږ کې واخیسته. له بلې خوا د اسلام په تاریخ کې داسې هیڅ نه موندل کیږي. اسلام تل د علمی څیړنو دروازې خلاصې ساتلي او ټول یې ورځنیو فعالیتونو ته هڅولي. ساینس پوهان به معمولا د ډیری خلیفه ګانو په دربارونو او مجلسونو کې ځانګړي میلمانه وو او د دوی تر سرپرستۍ لاندې یې د شاهي ډالیو او امتیازاتو مناسبه برخه ترلاسه کوله. د اسلامي نړۍ په اوږده تاریخ کې ساینس پوهان هیڅکله له داسې تعذیب، بندیزونو، پوښتنو ګرویګنو سره نه دي مخ شوي لکه چې په اروپا کې شوي دي. کلیسا د دین په نوم له خلکو سره ناوړه چلند کړی، د دوی د شتمنیو لویه برخه یې ترې لوټ کړې، فکري ژوند یې محدود کړی، مفکرین او ساینس پوهان یې ژوندي سوځولي دي او اسلام هېڅکله هم له دې ډول بد مرغیو سره نه دی مخ شوی، بلکې برعکس، د اسلام په تاریخ کې د ساینس او ​​مذهب ترمنځ ملګرتیا لیدل کیدی شي. بیلګه یې لومړۍ وحی "د خپل رب په نوم ولوله چې ته یې پیدا کړی یې" نو همدا ساینس د اسلام له ثمر څخه دی. د نن ورځې ساینس د الله ـ تعالی ـ د حکم د لوستلو، زده کولو، ښودلو او مراقبت پایله ده. هغه کسان چې په اسلامي نړۍ ته د سیکولریزم د راوستلو په لټه کې دي د اسلامي نړۍ د مذهبي تاریخ او د اروپا د مذهبي تاریخ تر منځ لوی توپیر له پامه غورځوي چې سیکولریزم یې پیل کړی دی.

★ بلال احمد، امین ★

Related Articles

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا  عبدالوافي نایبزی   دا خبره نوره بېخي واضېح ده، چې خصوصي سکټور Private Sector د افغانستان د اقتصاد د ماشین رول لري، کوچني او منځني تشبثات یا SMEs بیا د دې خصوصي سکټور د ملا تير دی، د افغانستان ۸۰٪ سلنه خصوصي سکټور په هم‌دا ډول کوچنیو او منځنیو کچو تشبثاتو ولاړ دی. کوچني او د م...

اوبو دکمښت وجي او علتونه

د اوبو دکمښت وجي او علتونه:دا چي په نړيواله سطحه داوبو کچه په کمېدو ده دکمېدو ځيني وجي يې لاندي ډول ذکر کوو. 1. په غير فني ډول دژورو کوهيانو کيندل.2. د مختلفو سرچينو څخه داوبو استحصال.3. دنفوسو تراکم . 4. دمختلفو سرچينو څخه داوبو ککړتيا رامنځته کېدل.5. داوبو عدم مديريتMiss management of water 6. د اوبو بې ځايه استعمال. په ټوله نړۍ کي د اوبو دکمښت ا...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...