To start downloading books

Please sign in or create an account.

د اناتول فرانس لنډ ژوندلیک

د اناتول فرانس لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د فرانسې او نړۍ ادبیاتو په مطالعه کې د اناتول فرانس نوم هم ډېر بارز دی. پدې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې شوي دي.  ژوندليک د فرانسې هېواد دا نوبل جایزه ګټونکی لیکوال او متفکر (اناتول فرانس ـ Anatole France) د "۱۸۴۴ز" کال د اپرېل په شپاړلسمه نېټه د فرانسې په پلازمینه (پاریس) کې وزېږېد. د نوموړي پلار یو لوی کتابپلورنځی درلود، چې دې کار د فرانس په فکر او ژوند ډېر تاثیر کړی وی. دا ځکه چې د خپلو رسمي زدکړو ترڅنګ به یې له کتابپلورنځي هم ډېر کتابونه کور ته وړل او لوستل یې. ویل کېږي چې همدې پراخې مطالعې په هغه کې د لیکوالۍ استعداد وغوړاوه. په کم عمر کې یې د ادبیاتو، فلسفې او نورو برخو کتابونه په دقیقه توګه مطالعه کړل او د یو ځوان روشنفکر په توګه وپېژندل شو. د خپل بېساري استعداد له امله د خپل هېواد د علومو اکاډمۍ غړیتوب هم ترلاسه کړ، چې دا ډېر لوی ویاړ بلل کېږي. نوموړي دومره عالي نثر لیکه، چې اکثریت یې د فرانسوي ژبې د نیر پاچا بولي. تر ټولو مشهور آثار یې ګناه او مینه، وړوکی بوډا، معاصر تاریخ، د اپیکور باغ، د سپينو تيږو پر مخ، د پرښتو سرکښي او ځينې نور دي. د یادونې وړ ده، چې ډېری آثار یې فلسفي، طنزيه او انتقادي بڼه لري. له ګڼو ادبي هڅو، لاسته راوړنو او بریاوو وروسته د ۱۹۲۴ز کال د اکتوبر په دولسمه نېټه د اتیا کالو په عمر ومړ.  

ویناوې

  • که موږ په هر څه پوه شو، ژوند یو ساعت هم نه شو زغملای.
  • علم له خطا څخه خلاص دی؛ خو عالمان همېشه په خطا کې وي.
  • له ژوند سره د جګړې تر ټولو ښه وسله خوښي ده.
  • که د انسان زړه ځوان وي، ټول موسمونه ورته پسرلي دي.
  • خطا یو انساني کار دی؛ خو تکرارول یې حيواني دی. 
  • اخلاق طبعا په احساساتو پورې اړه لري.  

د نوموړي دا لاندې لیکنه چې د "خطرناک" تر عنوان لاندې کښل شوې ده؛ استاد ګل پاچا الفت ژباړلې ده.

”مور ته هغه کسان خطرناک ښکاري چې روحيه يې زموږ له روحيې نه مخالفه وي. هغه څوک چې زموږ خويونه پکې نشته، موږ ورته بد اخلاقه وایو. څوک چې زموږ په اشتباهاتو مبتلا نه وي، موږ ته شکاک معلومېږي او دا فکر نه کوو، چې هغوی به په نورو شبهاتو مبتلا وي.“

Related Articles

په ولاړه د اوبو څښلو زيانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی خواړه او اوبه هغه څه دي، چې د نه شتون په صورت کې یې انسان تر ډېره ژوندی نه شي پاتې کېدای. موږ د خپلې روغتيا او ژوندي پاتې کېدو لپاره اړ یو چې اوبه وڅښو. اوبه څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري، خو په نامناسبه اندازه او ډول اوبه څښل ستاسو په زیان دي. زموږ په شاوخوا کې ځينې خلک په ولاړه اوبه څښي، خو په دې نه پوهېږي چې دا کار کوم زیانونه لر...

مسجدالاقص او ژیړ رنکه ګنبده فرق

په بیت المقدس کې د مسجد قبة الصخره ګنبده د اسلامي معمارۍ په تاریخ کې تر ټولو لرغوني ګنبده ده چې په ۷۲ هجري کال کې جوړه شوي.یوه یادونه باید وکړم ځیني ملګري ژیړ رنګه ګنبده د مسجد الأقصی په نوم یادوي پداسې حال کې چې اصلاً دغه د قبة الصخرة ګنبدې په نوم یادیږي، له کوم ځایه چې رسول اللهﷺ معراج ته تللی وه، او بله تور رنګه ګنبده ده چې په واقعیت کې همدغه د...

جعلي/تقلبي پوهنتونونه څنګه وپیژنو؟

جعلي/تقلبي پوهنتونونه څنګه وپیژنو؟  نن سبا بهر کې د تحصیل او زدکړې مینه وال ډیر دي، خو له هغه ځایه چې د بورسونو شمیر محدود او پروسه یې خورا رقابتي ده، نو لږو کسانو ته د بورس له لارې تحصیلي فرصتونه برابریږي. پدې لر کې ډیر داسې ځوانان شته چې د پوهنتونونو د داخلې/ادمیشن شرایط پوره کوي خو د پورتنیو لاملونو له امله د بورس له لارې زدکړې نشي پیلولی. ځینې...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...