لیکنه: وقار ابراهیمي

الله تعالی انسان خپلواک او آزاد پیدا کړي دي، د طبیعت ډېرو ناکردو د انسانانو ژوند تریخ او محدود

کړي دي. 

 

په انسان به دا محدوديتونه په خپل ځای، او ځان  سره ‌ډېر لاملونه لري، خو یو لوي علت او لامل يې د کتاب څخه لرې والي، او د هغه کارونو په اړه معلومات نه لرل دي، چې موږ یې په خپل ژوند کې د انحصار کړې ته غورځولي یو. 

 

د کتاب په اړه مې یوه جالبه موضوع یو ځای کې اورېدلې وه وایی:

« تاسو کولای شئ، چې د څلور کتابونو وروسته په یوه موضوع، تنقید او نېوکه وکړه، په اړه به یې خپل نظر شریک کړئ، ډېر څه به درته غلط ښکاره شي، نور ډېر څه به غلط درته ښکاره شي، په ځینو داسې کارونو به پښېمانه شي، چې تاسو د ځان لپاره یو جبري محدودیت ګڼولو، خو د کتاب له لوستلو سره به نوموړی کار به یا ونه کړئ، یا به داسې پېښ شي چې ستاسو د فکر برعکس د کتاب له لوستلو سره کار ترسره کړي» نو دلته زده کړئ، چې کتاب مو سترګې پرانیزي، کتاب مو د ژوند په اصولو پوهوي، کتاب مو د ژوند له تنګو دتېرو باسي، کتاب درته په ښه ډول در زده کوي، چې د نظريې ناحقه محدويتونو په اړ وجنګېږي.»

په ټولنیز ژوند کې ډېره هڅه وکړئ، چې د یو کار د کولو نه مخکې د هغه کار په عواقبو ځان خبرې کړئ، ځکه دا کار تاسو له ناکامتیا،تېروتنو او دا کار تاسو په ټولنه کی ناباوریو څخه ساتي.

ژوند او طبیعت پراخ لید لوری لري، د هغه کارونو په اړه ډېر پلټنه وکړئ، چې تاسو باندې د نورو د محدويت په توګه په تاسو باندې تپل شوي وي، دا کار ستاسو د ژوند د نا آرامتیا څخه ساتي. 

 

یادونه:دلته په دې موضوع خبره نه ده، چې کتاب موږ ته څه ښيي، خو د موضوع د حل لپاره د کتاب د مطالعې ډېره ښودنه او توصیه کېږي.