لنډه کيسه: شبنم
ليکواله: شکېبا نادري
له کړکۍ مې وکتل بهر ټول ځایونه تیاره ښکارېدل، غوږ مې ونیو تر غوږ مې د باران اواز راغی، له کوټې راووتم، د برنډې د سر له زاړه طناب نه مې جامې را ټولې کړې، حیرانه ناسته وم چې دا جامې څنګه وچې کړم، د کوټې پر غولي مې هوارې کړې، رڼا په غرونو را ښکاره شوه، جامې مې ولیدلې لا هم لندې وې، له کوټې څخه را ووتلم، په سرای کې هرې خوا ته وګرځېدم، خو هېڅ مې پیدا نه کړل، لوپټه مې پر سر کړه له کور نه را ووتلم، ګړندي ګامونه مې واخیستل، خو د هر ګام په اخیستلو به مې شکېدلي بوټونه له پښو څخه ووتل او بیا به مې په پښو کړل، په شاوخوا کوڅو کې ډېره وګرځېدم، لږ لرګي او کاغذونه مې راټول کړل، کور ته راغلم را ټول شوي لرګي او کاغذونه مې په بخارۍ کې واچول، د لورکۍ پر شلېدلې بړستن مې سترګې ولګېدلې، ور نږدې شوم، پر تورو وېښتانو مې یې لاس را تېر کړ او پر مخ مې ښکل کړه.
د مور ګرانې پوهېږم چې ټوله شپه دې ډېر یخ وشو، خو دا دی اوس مې درته اور بل کړ توده به شې، لندې جامې مې هم د بخارۍ شاوخوا ته واچولې، لس دقیقې لا نه وې تېرې شوې چې اور خلاص شو، د کوټې هوا یو ځل بیا د زندان په څېر سړه شوه، د بخارۍ مخې ته ناسته وم سترګې مې د بخارۍ زنګ شوي او چیتو ځایونو ته نیولې وې او د ژوند د ناخوالو په اړه مې سوچونه کول، ناڅاپه غږ وشو.
مورې!
ومورې!
زه لا په سوچونو کې ډوبه وم چې پر اوږه مې یې کوچنی لاس کېښود او راته یې وویل: مورې ولې غږ نه کوې؟
ــ کوم یې لورې، پام مې نه و.
ــ مورې جامې مې وچې دي؟
ــ هو.
ــ زه مې مخ مینځم او راځم.
ــ سمه ده.
له تشناب څخه راغله، خپلې جامې یې واغوستلې، ما هم چای ورته راوړ دسترخوان مې هوار کړ، پر دسترخوان له یوې ټوټې وچې ډوډۍ پرته بل هېڅ هم نه و، شبنم راغله د دسترخوان تر څنګ کېناستله، ما هم په کوچنۍ سرې پیالې کې ورته تور چای واچاوه، د چای په څښلو یې پیل وکړ، را ته یې وویل: مورې د چای سره څوک یوازې وچه ډوډۍ خوري؟
ــ هو لورې، داسې خلک شته چې وچه ډوډۍ هم نه لري یوازې چای څښي.
شبنم هم غږ ونه کړ، د ښوونځي پر لور روانه شوه، ما هم خپله لوپټه پر سر کړه او د حاجي صیب کره لاړم، دروازه مې ټک ټک کړه، د حاجي صیب دروازه یوې نجلۍ خلاصه کړه، دا نجلۍ ما هېڅکله د دوی په کور کې نه وه لېدلې، نجلۍ راته وویل: وبښئ تاسو څوک یاست؟
ما د نجلۍ د خبرې په ځواب کې وویل: زه د دې کور خدمتکاره یم.
ته څوک یې؟
ــ زه د دغه کور نوې خدمتکاره یم، د نجلۍ خبره راته څو ځلې تکرار شوه، راته ډېرې پوښتنې پیدا شوې. چې دوی به ولې زما پر ځای بله خدمتکاره نیولې وي؟
ایا زما کار سم نه و؟
ایا له ما نه کومه تېروتنه شوې ده؟
ما نجلۍ ته حیران کتل نجلۍ وویل راځه دننه، خو زما زړه او ګامونو نور دغې ځای ته دې تللو ځواک نه درلود، سل زړونه مې یو کړل د بي بي حاجي لیدو ته ورغلم.
دروازه مې ټک ټک کړه، غږ یې وکړ څوک یئ راشئ دننه.
زه هم کوټې ننوتلم، بي بي حاجي چې یوه سپین سرې او بې جوړې ښځه وه راته یې وویل: راځه! ما هم غوښتل درسره خبرې وکړم.
ما وویل: مهرباني بي بي حاجي!
سپین سرې ښځې راته وویل: موږ ستا له کار او هر څه خوښ یوو، خو ته نور زموږ د کور کارونه نه شې کولای عمر دې مخ پر زیاتېدو دی زموږ د کور کار هم ډېر دی دا کار ستا له توان نه وتلی دی، ما د سپین سرې خبرو ته په ډېر غور سره غوږ نیولی و، خو په زړه کې مې اندېښې یو په سل شوې چې وروسته له دې نه به څنګه ګوزاره کوو؟ څه شی به خورو؟
بي بي حاجي مې پاتې پیسې راکړې په مات زړه یې له کور نه را ووتلم، ډېره وګرځېدم، خو هېڅ دنده مې پیدا نه کړه، کور ته راغلم د برنډې پر سر د یوې ناهیلي او بې وزلې مرغۍ په څېر چې د ژوند لپاره هېڅ تمه ونه لري کېناستلم، دروازه خلاصه شوه شبنم راغله رامنډې یې کړې او په کوچنیو لاسونو یې زما لاس ټینګ ونیو، راته وویل مورې نن د مارچ اتمه نېټه او د ښځو نړیواله ورځ ده، دا ورځ دې درته ډېره مبارک وي، مورې ته پوهېږې چې زما د ملګرو پلرونو د هغوی میندو ته څه شی په ډالۍ کې ورکړي و؟
ــ نه.
د سرو زرو شیان لکه غاړکۍ، ګوتمۍ...
په کوچنۍ څېره او تورو سترګو کې یې یو درد ښکارېده سوړ اسوېلی یې واېست او ویې ویل: کاش زما پلار هم ژوندی وای، چې تاته یې هم همداسې شیان اخیستي وای! خو مورې ته مه خپه کېږه ما هم تاته همغسې شیان له ګلانو نه جوړ کړل، وګوره پخپلو لاسونو مې جوړ کړي.
له بکسې څخه یې د ګلانو ډېره ښایسته غاړکۍ، لاس بند او ګوتمۍ را ویستلې او رایې کړې.
د شبنم دې کار ډېره خوشحاله کړم، خو د دندې له لاسه ورکولو راته ډېرې اندېښنې پیدا کړې، شپه تېره شوه سهار وخته بیا له کور نه ووتلم ډېره وګرځېدلم، له ډېرو خلکو سره مې د دندې د پیدا کولو په اړه خبرې وکړې، په پای کې مې یو کور پیدا کړ چې خدمتکارې ته یې اړتیا درلودله، ما هم کار پیل کړ همداسې شپې او ورځې تېرېدلې، شبنم هم ورځ تر بلې لوېدله، یوه ورځ چې کله کور ته لاړم شبنم د برنډې پر سر ولاړه وه زما د راتلو شېبې یې شمېرلې، له راتلو سره سم یې رانه لاسونه چاپېر کړل او چېغه یې وکړه، مورې درته یو زېری لرم، نور به زموږ ژوند بدلون وکړي، هرڅه به زموږ په خوښه پر مخ ځي، زه حیرانه پاتې شوم چې دا څه وایي، خو د شبنم سترګې له اوښکو ډکې شوې زما تور، ډنګر او چاودې لاسونه یې پخپلو دواړو لاسونو کې ونیول او بیا یې ښکل کړل.
له ژړا نه په ډک غږ یې وویل: مورې د ښوونځي اول نمره ګانو ته د امریکا له خوا بورسیې راغلې دي، زموږ د درس، خوراک، څښاک.... لګښت یې پر غاړه اخیستی دی، اوس به په رښتیا زموږ ژوند بدلون وکړي.
ــ نه لورې دا کار ناشونی دی زه تاته اجازه نه درکوم چې یوازې یو پردي هېواد ته لاړه شې، ما ته په دومره هیلو او ستونزو لویه کړې چې د خپل هېواد لپاره خدمت وکړې نه در پردیو لپاره.
ــ مورې زه هلته د ژوند لپاره نه د درس لپاره ځم او پاتې شوه د یوازېتوب خبره زه به یوازې نه ځم ته به هم راسره یو ځای ځې.
ــ زما تلل خو دوی نه مني؟
ــ مني یې، ما ورته ویلي چې زه یوازې نه شم تللی، بیا دوی ستا تلل هم راسره ومنل.
نور مې د نه تلو لپاره هېڅ کوم لامل پیدا نه کړ، غلې شوم، د تلو چمتوالی مو پیل کړ، څو ورځې تېرې شوې د پرواز ورځ راورسېدله، له کور څخه را ووتلو او د هوایي ډګر پر لور مو حرکت وکړ، زموږ له کور څخه تر هوایي ډګره ډېره لاره وه، له هرې سیمې نه به چې تېردلو په زړه کې به مې یو درد پیدا شو ما ویل کېدای شي بیا هېڅکله دا سیمې ونه وینم، هوایي ډګر ته ورسېدلو له یو ساعت تمې وروسته مو سفر پیل شوو، امریکا ته ورسېدلو، د شبنم د زدکړو لړۍ پیل شوه، د امریکا دولت د اوسېدلو لپاره کور راکړ، خوراکي توکي به یې هم راکول، د هر څه لګښت مو پر دولت و، وخت په تېردو و شبنم هم نوره له پوهنتون څخه د فارغېدلو به حال کې وه، ما به مې ټوله ورځ خپل لمونځونه او ذکرونه کول، یوه ورځ په کور کې ناسته وم چې د دروازې غږ شو، له جای نماز څخه جیګه شوم چې دروازه خلاصه کړم، خو شبنم وویل صبر مورې زه ورځم، ځکه زه یې په ژبه هم نه پوهېدلم، شبنم دروازه خلاصه کړه، چیغه یې وکړه.
مورې!
ومورې!
دلته راشه!
ما هم ورخطا ګامونه واخیستل ومې لیدل چې په دروازه کې یوه سپین سرې ښځه ولاړه ده، رامنډې یې کړې او لاسونه یې رانه چاپیر کړل او د شکر نارې یې پیل کړې، زه حیرانه وم چې دا څوک ده، خو ښځې راته وویل چې زه هم افغانه یم شکر چې یوه افغانه کورنۍ مې پیدا کړه، زه هم د سپین سرې ښځې په لیدو خوشحاله شوم ښځه کور ته راغله ډېرې کیسې مو وکړې، د خپلې کورنۍ په اړه مو یو بل ته ډېر څه وویل، سپین سرې ښځې په خبرو خبرو کې وویل: چې یو زوی هم لرم، زموږ تګ راتګ ورځ په ورځ زیاتېده، ان تر دې چې سپین سرې شبنم د خپل زوی لپاره را نه وغوښتله، ما ورته وویل: صبر چې دوی پخپلو کې سره خوښه وکړي زه خو کومه نیوکه نه لرم، شبنم ماته مخ را واړوه او ویې ویل: مورې تا زما لپاره ډېر څه کړي او کوې یې، زه هېڅکله ستا خبره نه شم ردولی، نو ستا خوښه زما خوښه ده.
سپین سرې د شبنم د خبرو به اورېدلو ډېره خوشحاله شوه او ویې ویل : یعنې ستاسو ځواب هو دی؟
ما هم ورته وویل هو.
نو ډېر ژر مو د شبنم او ایاز واده په ډېر شان او شوکت سره وکړ او یو خوشحاله ژوند مو پیل کړ.
پای