To start downloading books

Please sign in or create an account.

افغانستان او چین: دوه اړخیزې اړیکې ۲۰۱۵-۱۹۵۵

افغانستان او چین: دوه اړخیزې اړیکې ۲۰۱۵-۱۹۵۵

احمد بلال خلیل

په دغه کتاب کې د افغانستان او چین د دوه‌اړخيزو اړيکو د تاريخي شاليد ترڅنګ، په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکو ته کتنه شوې ده. دغه کتاب، چې ليکوال يې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز څېړونکی احمدبلال خليل دی، په مجموع کې پنځه فصلونه او د (لنډيز، پایلې او سپارښتنو) یو ځانګړی فصل هم لري. په لومړي فصل کې د کوشانیانو او ورېښمو لارې څخه نیولې په چین کې تر کمونیستي انقلاب د افغانستان او چین لرغونې اړیکې بیان شوې دي. په دویم فصل کې د افغانستان او چین د خلکو جمهوریت پر اړیکو څېړنه او تحلیل وړاندې شوی، چې له ۱۹۵۰ کال څخه د طالبانو د امارت تر ړنګېدو دوام کوي. په دغه فصل کې د پنځو لسېزو دا اوږده مرحله په پنځو پړاوونو وېشل شوې ده. په درېیم فصل کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې د اشرف غني تر ولسمشرۍ پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخيزې اړیکې تحلیل شوې دي. په دغه فصل کې به تاسو دا هم ولولئ، چې چین له افغانستان سره په کومو برخو کې مرستې کړې او دلته یې پاملرنه ورځ تر بلې ولې زیاتېږي؟ په څلورم فصل کې په افغانستان کې د چین ګټې، اندېښنې او بهرنی سیاست بیان شوی. د چین دغه ګټې په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نړیوالو ډګرونو کې په نښه شوې دي. اندېښنې یې تر ډېره امنیتي اړخ لري او د خپلو ګټو د خوندیتوب او اندېښنو لرې کولو په موخه یې د افغانستان په تړاو بهرنی سياست هم څېړل شوی دی. پنځم فصل بیا په چین کې د افغانستان ګټو او بهرني سیاست ته ځانګړی شوی دی.

Price: Free
Views: 2K
Downloads: 541
Language: پښتو
Category: Political and Social Books
File Type: Pdf
File Size: 1.84 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Share
Comments

Related Books

تفسیر شریف دوولسم ټولګی

تفسیر شریف د دوولسم ټولګي لپاره

Free Popular

بیولوژی

-

Free Popular

د لوبیا روزنه

محمد طاهر جبارخیل

Free Popular

د ډیوې رڼا ته

محمد نادر دانش

Free Popular

زهر او اوبه

اميد حيران

Free Popular

د یوې میاشتې ناوې

ډاکټر معمار حشمت الله اتمر

Free

استاد محمد سعید سعید افغانی

انجنیرعبدالقادر«مسعود » او انجینر سرور « صالح »

Free

دانلود کتاب راه نجات از شر غلات

حیدر علی قلمداران

Free Popular
Audio Books