To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سلفو صالحینو حالات مبارکه روژه کی

د سلفو صالحینو حالات مبارکه روژه کی

بسم الله الرحمن الرحیم دکتاب نوم"په مبارکه روژه کې د سلفو صالحینو حالات" یوه ارزښتناکه تحفه د هغو کسانو لپاره چې غواړي له روژې څخه ګټه واخلي. وصلى الله على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين. لیکوال:شاکر الذهبی ژباره:محمدرضاصافی

"په مبارکه روژه کې د سلفو صالحینو حالات" یوه ارزښتناکه تحفه د هغو کسانو لپاره چې غواړي له روژې څخه ګټه واخلي. الحمدلله، نن د کتاب PDF فایل بشپړ شو، او زه ډېر خوشحاله یم چې د رب العالمین د رضا لپاره دا کتاب تاسو ته وړاندې کوم. ان شاءالله، ډېر ژر به یې فایل له ټولو سره شریک کړم. زه پوهیږم چې ستونزې به پکې وي، ځکه دا زما دریمه کوچنۍ رساله ده چې له فارسي ژبې نه یې پښتو ژبې ژباړم.خو بیا هم، ما ډېر کوښښ کړی دی چې لغتونه او جملې په ساده او روانه بڼه تاسو ته وړاندې کړم. زما یوازینی هدف د الله تعالی رضا ده.زه پوهېږم چې دا ژباړه به د نظر ورکولو لایقه نه وي،خو که کوم لیکوالان ملګري ماته نصیحت او لارښوونه وکړي، زه به ترې رښتیا هم دیر زیات خوشحاله شم. زه په دې خوشحاله یم،که یو کس د دې ټول کتاب له لوستلو ګټه وانه خلي،خو یوازې د یوه ټکي یا قول څخه عبرت واخلي، دا زما لپاره د خوښۍ او کامیابۍ ځای دی. یادونه:ما ډېر مخکې غوښتل چې دا فایل نشر کړم،ترڅو موږ وکولای شو له روژې څخه ګټه واخلو، خو د ځینو ستونزو له امله دا کار وځنډېده. له تاسو بخښنه غواړم،اوس فایل الحمدلله بشپړ شو. غوښتنه:که ژباړه مو خوښه شوه،نو ماته دعا وکړئ، چې نور کتابونه او رسالې هم وژباړم.خو که چیرې پکې ستونزې ډېرې وې،نو ماته ووایاست، ترڅو پرېکړه وکړم چې ژباړې ته دوام ورکړم که نه.ځکه زه نه غواړم د هغو کسانو له ډلې شم چې یوازې لیکنې کوي او پاڼې ډکوي.زما موخه د خپل ځان اصلاح او د امت مسلمه خدمت دی.زه یوازې د فارسي ژبې له کتابونو ژباړه کولی شم،نو تر څو چې ژوندی یم، دا خدمت به د الله عزوجل لپاره جاري ساتم. ستاسو کشر ورور، محمدرضا صافی

Price: Free
Views: 946
Downloads: 280
Language: پښتو
Category: Other
File Type: Pdf
File Size: 3.77 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Share
Comments

Related Books

د اسلام ٤ خلیفه : علي بن ابی طالب رضی الله عنه سير...

المتین . موږ هم دعاء کی ياد لری ملګرو

Free

پہ سرو لمبو کیی قرار سنگہ اوکڑم

عبدالجبار سھل او توراج خاکسار

Free

د بسم الله جامع تحقیق

الشیخ بدیع الدین شاه الراشدی

Free

Pashto dictionary

Mudassar Khan Burki

Free Popular

د رسامۍ هنر لومړی ټولګې

د رسامۍ هنر د لومړي ټولګي لپاره

Free

(بدنامه مرواء (ناول

لیکوال محمدنعیم وردګ

Free Popular

ژوندي خیالونه

ډاكتركبيرستورى

Free Popular
Audio Books