To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ghar Ghunde

Ghar Ghunde

Dr Ihsan Zaheer Afridi

پېژندګلو ډاکټر احسان ظهیر افریدی زوی د عبد الاعظم نمسۍ د سید احمد په قام کوکي خپل افریدۍ پښتون افغان، په کال ١٩٤٠ کښې په ټېډي بازار جمرود خیبر کښې زېږېدلې دې دڅلورم پينځم ټولگي نه د شاعرۍ سره پاخه اړیکي لري. په کال ٦٤-١٩٦٣ کښې د اسلاميه کالج پېښور د خېبر یونین صدر پاتې دی. ټولنیزه انسان پیژندنه (social Anthropology او اروا درملنه Psycho Therapy دواړو کښې يې د ولایت د سترو پوهنتونونو نه د ډاکټرۍ ډگريانې اخستې دي. د کولمبيا ميسوري امريکه نه ئې په مديريت او پرمختيايي لوستنو کښې MS (Management in Development Studies) کړي دي. د کال ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۹ پورې د UNDP له اړخه د هېواد د استازي (Country Representative) په توگه څه موده ې د NIPA د مشر ښودونکي (Senior instructor ) په حيث خدمات تر سره کړي دي. د پېښور پوهنتون گڼ شمېر د ډاکټرۍ سبقيانو ته يې لارښودنه کړې ده. دپېښور پوهنتون د پروفېسرۍ او د شمالي سیمو د اېډیشنل سکتر چوکۍ ورته وړاندې شوې دي خو په کورني وجوهاتو یې نه دي قبولې کړي. د اولسي ادبي جرگې لواړگي (څانگې سره دنورو گڼ شمېر ټولنو په تنقيدي غونډو کښې ې په مودو مودو ناسته او زدکړه کړې ده. حمزه، همېش، اجمل، طوفان، کامل، ناظر، خاطر خیبر او قیوم کوثر غوندې صاحبانو سره ورته د ملگرتيا ناستې ولاړې او نزدیکت شرف هم حاصل دی. د کال ١٩٦٠ خواوشا د پاکستان رائټز گلډ غړۍ جوړ شه او د خپلې صوبې په نمائندگۍ د اردو د فيض قتیل او نورو لوړو لیکوالانو سره یې هم په شریکه کار کړی دی. د ښاغلي ظهیر د شاعرۍ موضوعات علامات تشبیهات، کنایات، ژبه، رنگ روغن بېخي ځانگړۍ، خوږ او اثري دې قامیت مقامیت، انسان دوستي او ترقي پسندي ئې د خوښې سرخطونه دي. اندازې فلسفیانه، منطقي او مدلل ښکاري. کله کله دومره رندانه شوخ شي چې په لوستونکو غوني لشي لشي کړي او د ځینو ټولنیزو کردارونو داسې بې نشي جراحي وکړي چې هغه په ځان خبرېږي کار شوی وي آزاد خیالي او شعله بياني د دوي د شعر لويه خاصه ده. په درٍناوي ډاکټر اباسین یوسفزﮮ رېښمینه مانی د پوهنتون، لاره پېښور پښتونخوا ۲۰ - جنوری – ۲۰۲۵

Price: Free
Views: 141
Downloads: 46
Language: پښتو
Category: Poetry
File Type: Pdf
File Size: 27.63 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Share
Comments

Related Books

سرې لښکري په افغانستان کې

پردیس مسافر

Free Popular

آسماني دین؛ ځمکني واقعیتونه

لیکوال: محمد محق، ژباړن:‌محب الله زغم

Free Popular

د ایـــزو څېړنـــچوپړي ( د ايزې ریسرچ پاڼې)

ماسټر اېنجینېر صفی الله فردوس

Free

درنه کورنۍ

محمد معصوم هوتک

Free Popular

کاڼي د ګل په لاس کښې خوند نه کوي

ډاکټراظهارالله اظهار

Free Popular
Audio Books