To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
کتاب الشعر یا بوطيقا پښتو ژباړه

کتاب الشعر یا بوطيقا پښتو ژباړه

ژباړه: معتصم بالله شاهد

د کتاب العشر ژباړه کتاب العشر، د شعر فن یا بوطیقا د شعر په اړه د ارسطو تر ټولو مهم او اررښتناک اثر دی، چې د یونان د مهمو میراثونو څخه شمېرل کېږي او د ډرامې د تیورۍ اړوند تر ټولو لرغونې یاهم لومړنۍ تر مونږ رسېدلې مقاله ده. دا اثر د ادب او بیان په موضوع تمرکز کوي، چې د شعر، د شعر منځپانګې، جوړښت یا بڼو په اړه یې بحثونه رانغاړي او د شاعرانو، د شعر مینه والو ترڅنګ د تیاتر مسلک اړوند کسانو او شعر پوهانو لپاره یې خورا ګټور بولم. ارسطو په دې کتاب کې تر ډېره هڅه کړې چې تراژیدي راوپېژني، د جوړښت په اړه یې هم بحثونه لري او د منځپانګې په اړه هم غږېدلی دی، خو د کومیډۍ په اړه ډېر لږ څه وایي، ځکه په دې اړه یې کوم بل اثر لیکلی دی، چې تر موږ نه دی رارسېدلی او څه چې تر موږ رارسېدلي، همدا اثر دی چې تر ډېره په تراژیدي غږیږي، حماسه هم شرحه کوي، خو کومیډي ته یوازې اشاره کوي. په دې کتاب کې هڅه شوې چې د شعر د مختلفو ډولونو، د ښه او لوړو شعرونو جوړښت او اجزاوو په اړه مفصل بحث وړاندې کړي او د ښه شعر په اړه وایي چې ښه شعر تراژیدي ده، نه هغه اثار چې کومیډي وي. همدا راز د ارسطو په زمانه شاعر یوازې هغه څوک نه و، چې هغه دې قصیدې یا مدحې ووایي یا دې د چا بدۍ شعر کړي یا دې هم خپل احساسات د شعر په ژبه انځور کړي، بلکې هغه وخت داستان یا ډرامه لیکونکي هم د شاعرانو په ډله شمېرل کېده. که څه هم په هغه وخت کې نور علوم هم په نظم سره لیکل کېدل، خو ارسطو نظم او شعر سره بېلوي، هغه وایي که تاریخپوه کومه پېښه نظم کړي، نو هغه ته شعر نه شو ویلی، ځکه چې تاریخپوه یوازې پېښه وړاندې کوي خو شاعر که یوه پېښه انځوروي نو هغه به یا د ضرورت په اساس وي یا به پېښېدونکي وي، مطلب شاعر که یوه تېره شوې پېښه انځوروي نو هغه به د ضرورت پر اساس وي یا به پېښېدونکي واقعات تصویروي. همدا راز شاعر پېښې هغه ډول معرفي کوي څه ډول چې باید وي خو تاریخپوه هغه څه وایي چې پېښ شوي وي. د ارسطو استاد افلاطون شاعر تقلید کوونکی باله او په خپل جمهوریت کې یې ورته ځای نه ورکاوه، هغه په دې باور و چې شاعر له طبیعته تقلید کوي او دا کار د عقل د سستۍ لامل کېږي، خو ارسطو وایي چې شاعر طبیعت په هغه ډول انځوروي لکه څنګه چې باید واوسي او دا چاره عقلي فکر رابیداروي. بلخوا د وینا په اړه بحث کوي، د مانا اړوند هم غږیږي، اسمونه هم راپېژني، په شاعر د نېوکو ځوابونه هم وايي او د مجاز پېژندنه هم وړاندې کوي. دا اثر په عموم کې ټول موضوعات په ښه ډول رانغاړي، چې زموږ ملګري پوهنیار معتصم شاهد په خپله ښکلې کندهارۍ لهجه په ساده او روان ژبه ژباړلې ده او په کندهارۍ لهجه یې ځکه ژباړي چې په دغه ډول غواړي خپل لهجې ته کار وکړي. ښاغلي شاهد دا اثر له غربي ژبې پښتو ته ژباړلی، که څه هم نوموړي دیني زده کړې کړي او د مدرسې شاګرد پاتې شوی، خو ژباړه یې لکه د نورو ملایانو په څېر پېچلې نه ده، بلکې په ډېر ساده ډول یې پښتو کړې، چې هر ډول لوستونکی ترې خپل اخذ کولی شي.

Views: 3K
Downloads: 217
Language: Pukhto/Pashto
Category: Literature and Art
File Type: Pdf
File Size: 649.55 KB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Comments
Profile Photo معتصم مننه له ټولو او د کتابتون د چلوونکي ډلې څخه
2 years ago
Quotes

I attribute my success to this: I never gave or took any excuse.

There are perhaps no days of our childhood we lived so fully as those we spent with a favorite book.

Don't tell me what you value, show me your budget, and I'll tell you what you value.

I cannot sleep unless I am surrounded by books.

Believe you can and you’re halfway there.

That is a good book which is opened with expectation and closed with profit.

Are we not like two volumes of one book?

The good news is that the moment you decide that what you know is more important than what you have been taught to believe, you will have shifted gears in your quest for abundance. Success comes from within, not from without.