د نبي صلی الله علیه وسلم د زیاتو مېرمنو حکمتونه
شکرالله رسولي
8K
Views
755
Downloads
9.17 MB
Size
About this book
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده!
پدې کي شک نسته چي کفار په ځانګړي ډول يهود،نصارا، ملحدين او مستشرقين په هره زمانه کښي پر اهل حقو باندي مختلف تورونه لګوي، ددې لپاره چي خلګ ددي الهي مسير څخه را وګرځوي، تر ټولو لمړی ددې الهي مسير او الهي دين د پيغام رسونکو په ځانګړي ډول پر پيغمبرانو عليهم السلام باندي بي ځايه او غير منطقي تورونه لګوي، او هدف يې يوزاي او يوزاي پر الهي وحي باندي الزام لګول دي، چي پدې لړ کي د نبي پر غوره شخصيت باندي دا تور لګوي چي ده ولي زياتي مېرمني په نکاح کړي دي؟، په داسي حال کښي چي امت ته څلور ښځي روا دي؟، او يا دا چي نعوذبالله دی زيات خواهش خوښونکی او د نفس تابع ؤ؟؟؟ او داسي نورې د حقيقت او واقعيت څخه ليري شبهې، خو دا ددوی يو بي ځايه او غير منطقي او خطا ايستونکې شبه ده چي نن ورځ زيات کفار او ځيني مسلمانان د دوی ددغه شبه تر اغيز لاندي راغلي او د کم علمۍ او د تحقيق د نه کولو له امله په شبه کي پراته دي، نو د يو با احساسه مسلمان په توګه مي وغوښتل چي د کفارو دغه بې بنسټه ادعا په نقلي او عقلي دلائلو جواب کړم، ځکه پر هر مسلمان دا فرض ده چي د دين په دفاع کي به د هيڅ طاقت څخه دريغ او سپما نه کوي، علمي جواب به ئې په علم ورکوي او مادي جواب به ئې بالمقابل ورکوي.
ددې لپاره چي د نوموړي موضوع حقيقت ښه روښانه سي نو نوموړی کتاب څلورو برخو ته ويشل شوی دی، لمړۍ برخه ېې مفاهيم او کليات دي، په دوهمه برخه کي د تېرو پيغمبرانو د مېرمنو و زياتوالي ته اشاره کيږي، دريمه برخه کي د محمد مصطفی د زياتو مېرمنو حکمتونه بيانيږي او تر څنګ يې يو شمېر زياتو اړوندو مهمو مسائلو ته هم اشاره کيږي، څلورمه برخه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د امهات المؤمنين مبارکې نکاحوي او تر څنګ ئې مصلحتونه بيان سوي دي.
نو زما حقير او کم علمه بنده دا ناچيزه ليکنه تاسو په يوه لويه ليکنه حساب کړې، او که کومه نيمګړتيا او تيروتنه شتون ولري نو هيله کوم چي يادونه ئې راته وکړئ.
په درنښت
شکرالله رسولي
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
د خلفای راشدینو فضایل
ټال (شعري ټولګه)
(طب النبی (ﷺ
د غوايي خيرات
MEli's English complete grammar
اولدوز او کارغان
ریاضي
د قران کريم زده کړه لومړی ټولګی
د کار قانون
خیرښېګنه (مهالنۍ)
هوسۍ
د بسم الله جامع تحقیق
دبیوسی مرګی
انفاق فی سبیل الله
تلویزیوني آزموینې
ناکامه مئين ناول
بطن حاد و مزمن
نوی څرګ یا نوې رڼا
Essential Daily Used Words