To start downloading books

Please sign in or create an account.

د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!

د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!

یو ملگري وپوښتلم، چې د افغانستان کابو نهه مېلیارده (نهه زره مېلیون) ډالر ولې د ۲۰۲۱ز، اگست ۱۵مې څخه وروسته د امریکا له لوري کنگل شوي‌دي؟ څه اړتیا يې وه، چې دومره ډېرې پيسې دې هلته وساتل شي؟

ما ویل راځئ، ځواب به یې له تاسې سره هم شریک کړم. لومړی، دا نهه مېلیارده ډالر د افغانۍ کرنسۍ پشتوانه یا ارزي زېرمه ده، چې په انگلیسي کې ورته Foreign Exchange Reserve وايي، دا ارزي زېرمې یوازې او یوازې د پيسو په بڼه نه‌وي، بلکې ځینې نور ارزښت لرونکي کاغدونه لکه بانډونه او Treasury Bills هم په‌کې وي. د معلوماتو پر بنسټ دا نهه مېلیارده ډالر یوازې او یوازې په امریکا کې نه، بلکې یوازې ۷ مېلیارده يې د امریکا له فډرال ریزرف سره دي او پاتې دوه مېلیارډه یې د نړۍ په نورو بانکونو کې د افغانستان امانت دی.  دوییم، دا چې دا پیسې ولې د نورو هېوادونو په بانکونو کې اېښودل شوي‌دي، نو یو دلیل یې دا دی، چې عموماً د هغه هېوادونو د بانکونو امنیت نسبت زموږ په څېر فقیر هېوادونو ته ښه وی، یانې فرض کړئ، چې دلته یو وار ناامني شوه یا مرکزي بانک کې کومه چاودنه وشوه، نو ۱۰۰٪ دا احتمال شته، چې دا شتمني دې لوټ یا له منځه یوړل شي.  درېیم، عموما په دغومره ډېره اندازه پیسو باندې د افغانستان بانک په نړیوال بازار کې گټه کوي، عواید پرې ترلاسه کوي، د بېلگې په ډول زموږ ۷ مېلیارده ډالر د امریکا په فډرال بانک کې دي او په نړیوال بازار کې دا ارزښتناکې پاڼې (بانډونه، ټرېشري بېلز، سېکیورېټيز) پلورل کېږي او گټه پرې کېږي، چې ملي بانک له مهمو عایداتي سرچینو څخه هم گڼل کېږي.  څلورم، کله چې د نړۍ په کچه یوه غټه سوداگریزه معامله کېږي، نو بیا د دومره پیسو فزیکي انتقال خورا سخت وي، نو یو دلیل يې دا هم وي، چې د تادیاتو او تصفیې په برخه کې اسانتیا وي، د بېلگې په ډول افغانستان له ازبکستان څخه د ۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت غنم پېري، نو د دومره لوی سوداگریزې معاملې له‌پاره په امریکا کې یوازې د افغانستان له اکاونټ څخه د ازبکستان هېواد اکاونټ ته پیسې انتقالېږي. پنځم، ارزي شتمني ځکه په نړیوالو بانکونو کې ساتل کېږي، چې دا د نړۍ په کچه سوداگرۍ کې ستاسې د مالي خپلواکۍ یا پیاوړتیا ښکارندویه وي، مثلاً که يو هېواد هر کال د ۲۰ مېلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کوي، خو په نړیوالو بانکونو کې ۴۰مېلیارده ډالرو شتون ولري، نو دا هېواد د سیمې د نورو هېوادونو له‌پاره ځکه د باور وړ دی، چې په اکاونټونو کې شتمني ډېره ده، او د دېوالي کېدو چانس يې کم دی، خو بالعکس که یو څوک په نړیوالو بانکونو کې ۵مېلیارده ډالر ولري، او غواړي چې د سیمې هېوادونو سره هر کال ۴۰ مېلیارده ډالر راکړه ورکړه وکړي، نو سخته ده چې دا خوب یې پوره شي.

عبدالوافي نایبزی

Related Articles

دیرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ

"دېرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ :.①- په خلکو پسې کتل②- په ډکه خوله خبرې کول③- د نورو خبرې غوڅول④- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)⑤- په جګ غږ خبرې کول⑥- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول⑦- په مېلمستیاوو کې ډېره ډوډۍ خوړل⑧- پر مېز او دسترخوان پښې ایښودل⑨- د نورو مخ ته بې نزاکته او بې مانا...

ساحه کې د سیخ محاسبه

په ساحه کې د سیخ محاسبهلیکنه: انجینر سید سمیع الله نصرت زیاتره وخت په ساحه کې مونږ ته په نقشه کې د سیخ مقدار معلوم نه وي، بلکي د سیخ فاصله او طول یې په لاس راکړی وی او بازار کې سیخ په وزن او خادو پلورل کیږی. راځۍ نن درته پردی عملی مثال وړاندی کوم چې له څنکه طول وزن او خادو ته واړوو؟ مثال: یو سلب چې  عرض یې 5m او 12mm سیخ په 20cm  سره او همدارنګه پ...

قادس بند - بادغیس

د قادس بند - بادغیس:دا بند د بالامرغاب حوزې په پورتنۍ برخه کې د بادغېس ښار قلعه نو څخه ۶۰ کیلومټره لېرې جنوب لوري ته، د کلیو او پراختیا وزارت لخوا جوړېږي. د قادس بند د اوبو زېرمه کولو، اوبو لګونې، قلعه نو او قادس اوسېدونکو ته د څښاک اوبو برابرولو لپاره د افغان حکومت په ۱۳،۸۵ میلیون ډالر بودیجه، د PIMTEK تُرکي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی.دا بند ۲۹...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...