To start downloading books

Please sign in or create an account.

د غوزانو (چهارمغز)  خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

د غوزانو (چهارمغز) خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

نوې څېړنې ښيي، چې په ورځني ډول د (۵۶) ګرامه چهارمغزو خوړل مو په شکر ناروغې د اخته کېدو ګواښ په بې سارې توګه کموي.
 روغتيايي څېړونکي وايي: هغوی چې په خپلو کورنيو کې د شکر ناروغۍ تاریخچه لري، تر نورو ډېر پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي نو دوی ته په کار ده، چې په خپل غذايي رژيم کې چهارمغزو ته ځانګړی ځای ورکړي.
 رويټرز خبرې آژانس د امریکا متحده ایالاتونو "یيل" پوهنتون د څېړونکو له قوله وايي، چې د ورځې (۵۶) ګرامه یا هم (۱۴) چهارمغزو خوړل د شکر ضد تر ټولو ښه وقایه ده. 

 څېړونکو په دې څېړنه کې د شکر ناروغانو ته همدغه اندازه چهارمغز ورکول، چې وروسته له شپږو میاشتو د ناروغانو روغتيايي حالت کنټرول وو.
 حېرانوونکې دا وه، چې چهارمغزو د غوړو اسیدونو او ويټامينونو  سره ـ سره د ناروغانو وزن نه و زیات کړی.
 ډاکټران د وزن نه زیاتېدو لامل دا بولي، چې چهارمغز د مړښت احساس ورکوي او انسان له ډېر خوراک لرې ساتي.
 یاده څېړنه چې په (۳۱) نارینه او (۸۱) ښځو ترسره شوې ده، ښې پايلې درلودې او د "ییل" پوهنتون څېړونکي وايې که غواړئ پر شکر د اخته کېدو ګواښ کم کړئ نو په مناسبه اندازه چهارمغز وخورئ.

Related Articles

"سبک هندي يا هندي سبک" رفيق الوت

  سبک د عربۍ ژبې تورے دے معنی يې ده سرهء او سپين زر ويلي کول او پۀ يو سانچه کښې اچول ـ سبک په لغت کښې د "زرو" يوې ټوټې ته هم واٸي، خو پۀ ادبي اصطلاح کښې د دې نه مراد د شعر هغه مخصوص طرز،طريقه، انداز، اسلوب او ډول دے چې يو شاعر يا ليکوال ٸې خپل کړي يا د يو شاعر اديب او ليکوال ځاڼګړتيا وې ـ سبک د فکرونو بيانولو يو ځانګړي طرز او طريقي ته هم واٸي ـنو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...

د نوي کال لپاره پلان څنګه جوړ کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د ډیسمبر میاشتې وروستۍ نېټې دي. په دې معنا چې "۲۰۲۱ز" کال به پای مومي او نوی میلادي کال (۲۰۲۲) به پیلېږي. د نړۍ په اکثرو پرمختللو هېوادونو کې وګړي د نوي کال لپاره پلان جوړوي، ترڅو د کال تر پایه یې ژوند له اوسمهال څخه څو چنده ښه شوی وي. دا چې هغوی پلان جوړوي، نو په رښتيا هم هر کال یې ژوند له تېر څخه ښه وي. موږ په دې لیکنه کې...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...